یو ټولګیوال مې د مکتب تر پایه پورې ګوته ځبېښله، د چپ لاس بټه ګوته یې تر نورو ګوتو نرۍ او تکه سپینه وه. دا عادت ورته له ماشومتوبه پاتې و. نه پوهېږم چې اوس هم دغه عادت کوي که نه؟
ماشومان د مور په نس کې د لاسونو ګوتې ځبېښي. دا کار ماشوم کراروي او خوند ورکوي. تر زېږون وروسته هم ځینې ماشومان همدا کار کوي، ځینې تر دوه کلنۍ پورې، ځینې تر شپږ کلنۍ پورې او ځینې لکه زما ملګری تر ځوانۍ.
ماشوم کله او ولې دا کار کوي؟
× کله چې ماشوم وزګار پاتې شي او ذهني مشغولا ونه لري: مثلاً ماشوم چې تلویزیون ته کېني یا دا چې په موټر کې په اوږده سفر لاړ شي.
× اندېښنه او روحي فشار: که مور او پلار د ماشوم په مخ کې سره جنګ وکړي یا دا چې یو ماشوم د هغه د خویندو او وروڼو په مخ کې ورټي نو هغه تر روحي فشار لاندې راځي، له دې فشاره د خلاصون لپاره ګوته ځبېښي.
× په ويدېدلو کې ستونزه: که ماشوم نیمه شپه راویښ شي او خوب یونه سي نو ګوته په خوله کې ږدي او ځان للو کوي. کله کله چې ماشوم د ورځې ډېر خوب کړی وي نو د شپې چې نور ویدېږي، دی ویښ پاتې کېږي او تر هغې پورې ګوته ځبېښي چې ویده شي.
× وېره، ناخوندیتوب او ناکراري: کله چې ماشوم ناروغ دی یا چې ناآشنا شیان یا کسان ویني او یا دا چې له نویو حالاتو سره مخ کېږي مثلاً هغه مهال چې په لومړي ځل وړکتون یا ښوونځي ته ځي نو داسې ورته ښکاري چې هلته به خوندي نه وي نو د ځان د کرارولو لپاره ګوته ځبېښي.
دا د اندېښنې وړ دی چې ماشوم مو ګوته ځبېښي؟
اکثره ماشومان تر درې یا څلور کلنۍ پورې پخپله دا کار پرېږدي، ځینې یې تر شپږ کلنۍ پورې ګوته ځبېښي او یو نیم تر ځوانۍ پورې دا عادت ساتي. تر شپږ کلنۍ پورې د ګوتې ځبېښل ډېر د اندېښنې وړ نه دي خو وروسته باید ورته اندېښنه وکړو ځکه چې په دې عمر کې دایمي غاښونه راووځي. البته دا هم مهمه ده چې ماشوم ګوته په نرمۍ او په کراره ځبېښي که نه په شدت سره. د ګوتې ټینګ ټینګ ځبېښل ډېر تاوان کوي.
د ګوتې ځبېښل دغه تاوانونه لرلی شي:
- غاښونه کږوي، تالو خرابوي او د خولې شکل ممکن خراب کړي.
- میکروبونه خولې او د خولې له لارې معدې او وینې ته لېږدوي، خصوصاً زموږ په ټولنه کې چې نظافت ته پوره توجه نه کېږي نو دا خطر لا زیات وي. که ماشوم ګوته وځبېښي ممکن ژر ژر اسهال شي او په ستوني یې درد شي.
- څومره چې ماشوم د ډېرې مودې لپاره ګوته وځبېښي هماغومره په سختۍ سره یې پرېښودلی شي ځکه چې دا ورته لکه عمل ګرځي.
څه وکړو چې ماشوم ګوته ونه ځبېښي؟
پورته مو وویل چې معمولاً څلور حالتونه ماشوم دې ته مجبوروي چې ګوته وځبېښي. که له دې حالتونو څخه مخنیوی وکړو نو تر ډېره حده به ماشوم له دې بد عادته ژغورلی شو. دا به هم په یاد ساتئ چې د ګوتې ځبېښل ماشوم ته د خوندیتوب او آرامۍ احساس ورکوي نو که غواړئ چې دا کار ونه کړي بدیل یې ورته پیدا کړئ مثلاً که ماشوم د تلویزیون د کتلو په وخت ګوته ځبېښي نو یو توپ په لاس کې ورکړئ چې لاسونه یې ورسره بوخت شي. واړه ماشومان چې وږي شي ګوته ځبېښي، ورزده یې کړئ چې د لوږې په وخت درنه خواړه وغواړي. دا مهمه ده چې ماشوم کله او ولې ګوته ځبېښي.
د معمولو څلورو حالتونو چاره داسې کولی شو:
ü کله چې ماشوم وزګار یا یوازې پاتې شي نو تاسې ورسره لوبه وکړي یا داسې یوه لوبه ورته پیدا کړئ چې دی پوره بوخت وساتي. مثلاً د جنجال لوبه چې له وړو ټوټو څخه مختلف شکلونه او شیان جوړېږي.
ü د ماشوم په مخ کې له یو بل سره لانجه مه کوئ. نن سبا په ځینو تلویزیونونو کې ترکي سریالونه خپرېږي، ما همدغه شی ځنې زده کړ. په دې سریالونو کې لویان چې څومره هم خواشیني، په غوسه یا خپه وي له ماشومانو سره په مینه چلند کوي. دوی د ماشومانو په مخ کې له چا سره بحث نه کوي. ترکیه پرمختللی ملک دی، وګړي یې پوهېږي چې له ماشوم سره باید څرنګه چلند وکړي او دا باید موږ هم ځنې زده کړو. که یو ماشوم ګناه کړی وي نو د نورو په مخ کې یې مه رټئ. که ماشوم خپه یا په غوسه دی، پرېږدئ چې وژاړي او خپله غوسه سړه کړي. هغه ته وخت ورکړئ چې خپل زړه درته تش کړي او خبرې وکړي.
ü ماشومانو ته د ویدېدلو وخت منظم کړی، هره شپه یې په هماغه ټاکلي وخت څملوئ. د ویدولو لپاره ورته کیسه ووایئ. غوره خو دا ده چې څو پورې خوب نه وي وړی، د هغوی په څنګ کې پاتې شئ.
ü د خوندیتوب احساس ورته ورکړئ: ماشوم وپوهوئ چې هر نوی شی بد نه دی بلکې ډېر نوي شیان ښه شیان دي. که یې ګناه کړې وي نو داسې ورسره چلند وکړئ چې په ډاډه زړه تاسو ته درشي او ونه وېرېږي.
ځینې کسان د ماشومانو په ګوتو باندې مرچ یا نور ترخه شیان وهي یا یې لاسونه په دسمال باندې تړي چې ګوتې ونه ځبېښي. دا کارونه نا سم دي. که ماشوم د دې کار په خاطر ورټې نو ممکن له بده هم بدتر شي. ځینې میندې پلرونه وايي که ماشوم ته د ګوتې د نه ځبېښلو سندره جوړه او ورزده یې کړې نو دا به هم ګټه وکړي، مثلاً: ګوته نه ځبېښمه زه، لوبو ته ورځمه زه.
Outstanding information regarding fingers sepsing