يوه ورځ ګيدړ او کارغه دواړو د زمري نه په پاتې شوي ښکار خپلې ګېډې ډکولې چې ګيدړ کارغه ته وويل : يره نه غواړې چې زمری خپل تابع او مريي کړو ؟
کارغه ټوپ کړ وزرې يې وڅنډلې او ويې ويل : دا ته څه وايې ؟
ګيدړ وويل : مه حيرانېږه ، ډېر اسانه چل درښييم ، بيا دې خوښه چې منې يې او کنه ، خو لږ فکر پرې ځکه وکړه چې بې له کوم تاوانه ډېره ګټه کولای شوو.
کارغه اخوا ، دېخوا وکتل او بيا يې ورو ګيدړ ته کړل : ووايه څنګه چل دی ؟
ګيدړ : باور وکړه که ما ستا پشان ورزې ، تېره مښوکه او قوي پنجې درلودلای نو اوس به پاچا وم پاچا ٠ کارغه ورټوپ کړ : ته خو ووايه څنګه ؟
ګيدړ : ښه ده ګوره زمری چې کله خېټه ډکه کړي بيا ځای په ځای اوږد وغځېږي هر څومره مېږي ، مچان او نور بلا بتر چې يې پر خوله او د سترګو پر چخڼو راټول شي دی پرې بيا نه خبريږي.
کارغه کړل : هو رښتيا دې وويل ، ګيدړ بېرته خپله خبره ونيوه او کارغه ته يې مخ کړ : بس زموږ يې همدغه د غفلت شېبه په کار ده ٠
کارغه ژر وپوښته څنګه ؟
ګيدړ : بس چې کله يې د خېټې دوذخ ډک کړ، پرېوت او د مرګ په خوب کېوت ، نو ته هم ورشه ښه ورنږدې شه او په يوه خرپ کې تر ې پر پنجو او مښوکه سترګي غبرګې را اوباسه ،يرېږه مه د نر خو يا خرپ وي يا ترپ ، نيولی خو دې هسې هم نشي خدای ښه لوی لوی وزرونه درکړي او که درباندې راويښ هم شي هيڅ خبره نده ، زمری هيڅکله په تا غوندې يو کمزوري شي باندې د دښمن ګمان نه کوي ، بس که دې ړوند کړ ، نو بويه چې مريی مو شوو ، ځکه چې نابينا او ړوند بينا ته اړ وي .
کارغه همداسې وکړل د ويده او غافله زمري سترګو ته ښه ورلنډ شو ، څنګه يې چې پرې پرلکه کړه ، ما خپلې سترګې سره ومښلې ، ګورم چې په کلي کې شور دی يو بل ته نارې وهي چې هلئ اوبه راوړئ ښوونځي ته بيا چا اور اجولی دی٠
ددی داستان نه ستا محترم سه مفهوم اونتیجه ده
یعنی که یوه ملت ویده وی یو وروکی دشمن یی هم کولای شی ورته ضررورسوی بیا نودی خپل دشمن ته هم اروی