وايي: زده کوونکی په خورا بدحالت د استاد څنګ ته لاړه او د خلکو له بې ځایه انتقادونو او ملنډو یې استاد ته شکایت پیل کړ. استاد یې ورته وویل چې د فلاني سیند په غاړه یوه توره تیږه ده، لاړه شه، چې څه دې زړه غواړي ورته ویې وایه، زړه دې ښه تش کړه او بېرته راشه.
زده کوونکی همداسې کوي، د سیند غاړې ته ورځي او څه یې چې په خوله راځي تیږې ته یې وايي، له څه ځنډ وروسته د استاد څنګ ته ورځي.
استاد یې پوښتي:
ـ زړه دې تش شو؟
زده کوونکي په مسکا وویل:
ـ هو هو.
استاد بیا پوښتنه وکړه:
ـ تیږې ستا د خبرو پر وړاندې عکس العمل وښوده؟
زده کوونکی حیران شو:
ـ نه! تیږه خو خبرې نه شي کولای!
استاد وویل:
ـ زورېدل او حوصله له تیږې زده کړه، ددې لپاره چې د دوست او دښمن په خبرو ونه زورېږې باید له تېږې یې زده کړې، هر کله ورتلی شې!
( د مسعود لعلی له کتابه/ به دنیا امده ایم تا ان را تغیر دهیم)
جلال اباد
08/07/2015