ارش ننګیال –
له ډېرو کلونو منډو، ترړو وروسته په سپین سر د کاروبار خاوند شو، بوډا ستر سوداګریز مرکز جوړ کړ، چې زرګونو خلکو ته یې د کار او فعالیت زمینه برابره کړه. له څه وخت وروسته بوډا ته اندېښنه پیدا شوه چې له مرګ وروسته به یې دا کاروبار څنګه کېږي؟ ځکه چې بوډا اولادونه نه لرل.
هغه ته خپل درې ورېرونه تر هرچا نژدې او منلي وو. یوه ورځ درې واړه ورېرونه راغواړي، ټولو ته یوه اندازه پیسې ورکوي او ورته وايي:
ـ دا پېسې واخلئ، داسې څيز پرې راوړئ چې زما خونه ډکه کړي، کوښښ وکړئ چې لږې پیسې مصرف کړئ او تر مازدیګره به بېرته راځئ.
ورېرونه ښار ته روانېږي، هر یو په دې فکر کې وي چې څه واخلي چې تر نورو غوره وي او خونه دې هم پرې ډکه شي، هر یو په خپل کار پسې روانېږي او مازدیګر د خپل تره دفتر ته ډک لاس ورځي.
لومړی ورور غټې، غټې بوجۍ خونې ته دننه کوي، کله چې بوجۍ خلاصوي ګوري چې (سفنج) نه ډکې دي، یوې شېبې کې خونه ډکېږي.
دوهم ورور راځي، ده سره هم غټې، غټې بوجۍ وي کله یې چې خلاصوي ګوري چې ټولې له هوايي پوکاڼو ډکې دي، خونه له رنګارنګو پوکاڼیو ډکېږي.
درېیم ورور د وره په مخ کې دیواله ته ډډه لګولې وي، تره ترې پوښتنه کوي:
ـ بچیه! تا څه راوړي؟ ولې غلی یې؟
وراره یې په ځواب کې وايي:
ـ کاکا جانه! ماته دې چې کومې پیسې راکړې وې، نیمې مې خپلې کورنۍ ته ورکړې، ځکه چې تېره شپه مو کور اور واخیست او هیڅ مو هم نه درلودل. لاره کې مې د ځوانانو خیريه ټولنه ولیده، څه پیسې مې له هغوی سره مرسته وکړه او څو روپۍ چې راسره پاتې شوې، یوه شمعه مې راوړه. شمعې ته اور اچوي، د شمعې تته رڼا د خونې هر ګوټ ته ځان رسوي او رڼوي یې.
بوډا خپل وراره په غېره کې نیسي، ښکلوي يې او وايي:
ـ ته زما د شتو ګټونکی یې، تا له هغو پیسو چې ما در کړې وې ډيره ښه او پر ځای ګټه واخیسته، ته زما ځای ناستی یې، مبارک دې شه!
( د مسعود لعلي له کتابه/ جانب عشق عزیز است، فرومګذارش)
۰۵/۰۷/۲۰۱۵
جلال اباد