ژباړه
روح الله سروان
یو پاچا و چې یوه سترګه او یوه پښه یې نه لرل. پاچا د ملک ټولو انځورګرو ته وویل چې د ده یو ښکلی انځور وباسي. خو هېچا ونه شوای کښلی؛ هغوی څنګه کولای شوای، د داسې یوه پاچا ښکلی انځور وباسي چې یوه سترګه او یوه پښه یې نه لرله؟؟
په دې وخت کې یوه انځورګر وویل، زه دا کار کولای شم او د پاچا یو کلاسیک انځور یې وکښ.
د دغه انځورګر رسم فوق العاده و او ټول یې حیران کړل.
ده د پاچا انځور داسې ایستلی و چې ښکار کوي او د ښکار لپاره یې یوه سترګه پټه کړې او پښه یې کږه کړې ناست دی.
نو
موږ ولې ونه شو کولای چې له نورو داسې انځورونه وکاږو چې د ضعف ټکي یې پټ کړو او د قوت ټکي یې ښکاره.