پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeروغتیاجاپانیانو سرطان ضد هګۍ جوړې کړې

جاپانیانو سرطان ضد هګۍ جوړې کړې

تاند- یو شمېر جاپاني څېړونکو له جنیټیک انجینیرۍ څخه په استفادې په ځینو چرګانو کې داسې حیرانوونکی بدلون راوستی چې هګۍ یې د درملو خاصیت غوره کړي.

د ټایمز د راپور له مخې، د دغو اصلاح شویو چرګانو هګۍ داسې درمل یا مواد لري چې د سرطان او هیپټایټ ناروغیو د وقایې لپاره ګټور دي.

څېړونکي هیله لري چې د دغو هګیو ترویج به د ځینو ناروغیو په مخنیوي او یا پر ناروغیو د خلکو د لګښت له کمېدو سره د پام وړ مرسته وکړي.

اینټرفرون بیټا یو ډول پروتین دی چې د پوستکي د سرطان او هیپټایټ ناروغیو د درملنې لپاره کارول کېږي. د جاپاني څېړونکو له لوري د هګیو او چرګانو په جنټیک کې د راوستل شوي تغییر په نتیجه کې دا پروتین په هګیو کې زیات شوی دی.

اوس که ساینسپوهان په هګیو کې دا پروتین په داسې ډول زیات کړای شي چې جانبي ستونزه یا سایډ افکټ ونه لري، د دغو ناروغیو د درملنې لپاره د پروتیني درملو د تولید لګښت به د پام وړ لږ شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...