شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهد پکتیا امنیه قوماندان ووژل شو

د پکتیا امنیه قوماندان ووژل شو

د پکتیا ولایت چارواکي وايي، د دغه ولایت د امنیه قوماندان توریالي عبدیاني په ګډون ۱۶ کسان په نننۍ حمله کې وژل شوي دي.

د اکتوبر پر ۱۷مه د پکتیا د چټک غبرګون د قطعې قوماندان رحم خدا مخلص تاند ته وویل چې عبدیاني نن سهار په ډله ییز برید کې لومړی ټپي شوی و او بیا یې په قول اردو کې ساه ورکړه. په یو تېلېفوني اړیکو کې د پکتیا امنیه قومندانۍ سکرتر یما عبدیاني هم تاند ته په برید کې د پکتیا امنیه قوماندان وژل تاییدوي.

اخوا د پکتیا د عامې روغتیا رییس هدایت الله حمیدي د فرانسې خبري اژانس ته د ۱۵ مړو خبر تایید کړی دی. له دې ډله ییز برید ۱۵۰ ټپيان هم ملکي روغتون ته انتقال شوي دي. د کورنیو چارو وزارت په یو بیان کې ویلي، یوه وسله واله ډله چې په وسلو او ځانمرګي واسکټونو سمبال وه، د پکتیا امنیې قوماندانۍ ته څېرمه د ملي پولیسو پر روزنیز مرکز حمله کړې. بیان زیاتوي چې لومړی یوه بریدکوونکي ځان د روزنیز مرکز د ودانۍ مخې ته ځان والوزاوه او بیا نورو وسله والو پر مرکز حمله پیل کړه. د کورنیو چارو وزارت وايي، اوس مهال دا سیمه د پولیسو د ځانګړو قطعو له خوا کلابنده شوې او دوه بریدکوونکي وژل شوي دي. د حملې مسولیت وسله والو طالبانو منلی.د دې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد ادعا کوي چې لسګونه پولیس وژل شوي دي خو افغان چارواکو د پېښې د زیانونو په اړه تراوسه څه نه دي ویلي. دا په داسې حال کې ده چې نېږدې څلور مياشتې وړاندې هم د پکتيا په همدغه قراول باندې د وسله والو طالبانو ځانمرګی بريد کړی وو چې وروسته تر شپږ ساعته جګړې په کې ۱۶ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې وه او په کې ۵ تنه ځانمرګي بريدګر هم وژل شوي وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب