یکشنبه, مې 5, 2024
Homeروغتیاد ښه خوب لپاره ۵ ټکي مه هېروئ

د ښه خوب لپاره ۵ ټکي مه هېروئ

تاند- سږکال د نوبل د طب جایزه داسې څېړونکو ته ورکړای شوه چې د انسان د بدن د ساعت څرنګوالی یې تشریح کړ.

جفري هال «Jeffry Hall» مایکل روسبش «Micheal Rosbash» او مایکل یانګ «Maichal Young» هغه امریکایې ساینس پوهان دي چې له ۱۹۸۰ میلادي کال راهیسې د خوب پر بېلابېلو اړخونو څېړني کوي.

انسانان د بدن د ساعت په مرسته وخت تشخیصوي او د شپي له‌خوا بیدېږي او دا ساعت پر خوب، د انسانانو پر کردار او سلوک، هورمونونو، د بدن د حرارت درجې او د بدن پر جوړښت اغېز کوي.

دغو څېړونکو داسې جین تشخیص کړ چې د انسان د وجود ساعت په عادي ډول کنټرولوي.

دغو ساینسپوهانو ته د نوبل د جایزې د ورکړې په پلمه د خوب په اړه له نامتو امریکايي ساینسپوه (Matthew Walker) سره د بي بي سي نړیوال سرویس ږغېدلی. نوموړی هغو کسانو ته چې په خوب کولو کې ستونزه لريو سپارښتنې لري.

د دې لپاره چې ښه خوب ولرئ، ۵ ټکي مه هېروئ.

لومړۍ خبره د نظم ده؛ یعني په یوه ټاکلي وخت ویدېږئ او په ټاکلي وخت ویښېږئ. منظور دا دی چې که د شپې په ۹ بجې ویدېږئ نو تل په همدې وخت ویدېږئ. او د سهار له لوري هم که په ۷ بجې ویښېږئ، هره ورځ په همدې وخت راپاڅېږئ.

ځینې کسان د رخصتیو په ورځو ناوخته راویښېږي او دا کار د دوی خوب یا بیالوژیکي نظم ګډوډوي. د انسان بدن هم ساعت لري که د خوب وختونه بدل کړو، دا ساعت وروسته – وړاندې کېږي.

دوهم ټکی دا دی چې د خوب خونه ډېره توده مه ساتئ. د سانتي ګراد تر ۱۸ درجو یې مه تودوئ. ډېرو خلکو ته ۱۸ او اتلس نیم درجې سړه ښکاري.

درېم ټکی دا دی چې د خوب ځای مو باید تیاره وي. شاوخوا ګروپونه بل مه پرېږدئ.

څلورم ټکی دا دی چې د خوب په تخت کې ویښ مه کښېنئ یا ویښ مه پرېوځئ. که تر ۱۵ دقیقو پورې پر تخت خوب درنغی، ورڅخه پاڅئ؛ بلې خونې ته لاړ شئ، تت څراغ ته کتاب ولولئ. خو لپ ټاپ او کمپیوټر ته مه ورځئ؛ ایمیل او فېسبوک مه ګورئ خو هر کله چې ستړي شوئ، بېرته د خوب تخت ته راشئ.

وروستۍ سپارښتنه (البته دا سپارښتنې د لوېدیځوالو لپاره دي) د ماښام په وخت له الکوالو او له غرمې وروسته له کافینو ځان وساتئ. چای او کافي (قهوه) کافین لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب