پنجشنبه, مې 2, 2024
Homeفلسفهفلسفه څه شی ده؟ | شمس الدین شمس

فلسفه څه شی ده؟ | شمس الدین شمس

شمس الدين شمس

په ټوله کې هيڅکله نشو ویلای فلسفه څه شی دی؛ يعنې هيڅکله نشو ویلی چې فلسفه څه ده او څه نه ده. فلسفه يو ازاد انساني فعاليت دی چې په يو خاص امر پورې يې تړلی نه شو.

د فلسفې د علم لرغونوالی د ځمکې پر مخ د انسان له پيدايښت سره تړلی دی چې د وخت په تېرېدو سره په کې ډير بدلونونه راغلي دي.

د دې لپاره چې د فلسفې د علم په اصلي معنا پوه شو تر وسه وسه کوښښ کوو چې د فلسفې ټولمنلې پيژنګلوي تر تاسې در ورسوو.

د فلسفې وييکې:

د فلسفې وييکی (philosophy) يا فیلوسوفیا يو يوناني وييکی دی. چې په ټوله کې له دوه برخو رغول شوی دی. فيلو د خوښوونکی په مانا او سوفیا د پوهې په مانا راغلی دی. او لومړنی کس چې دا کلمه يې وکاروله فیساغورث وه. کله چې له هغې څخه وپوښتل شول آیا ته يو پوه انسان يې؟

ځواب يې ورکړ نه: بلکې د پوهې خوښوونکی یم ‏چې په همدې اساس فلسفه له پيدايښت څخه د مینه، پوهه او حکمت په معنا راغلي ده.

‏د فلسفې تعريف:

فلسفه د هغې مسایلو او موضوعاتو په اړه فکر کول دي چې په ژوند کې ورسره مخامخ يو.او فلسفه هغه وخت رامنځته کيږي کله چې موږ د ځان او جهان په اړه بنسټيزې پوښتنې کوو. ‏

د بیلګې په ډول ‏ښکلا څه ده؟
له پيدايښت څخه مخکې چيرته وه؟
د زمانې حقیقتونه څه دي؟
ايا د نړۍ پيدايښت موخې لري؟
ايا ژوند مانا لري،که لري يې نو څه ډول د ژوند په مانا پوه شو؟
حقیقتونه پيژنو خو د حقيقتونو مانا څه ده؟
ايا د انسان پرخليک د انسان په خپلو لاسونو کې دی که له بل لورې ټاکل کيږې؟
څنګه وپوهیږو چې موږ په خوب کې (ويده) نه يو؟
خدای څه دی؟ ‏

دا او دې ته ورته لسګونه نورې پوښتنې چې زموږ په ذهن کې راڅرخي فلسفه يې بولي.

‏ د پورتنيو پوښتنو له مخې پوهيږو چې فلسفه ځنې ځانګړی خبرې او پوهه ده چې په نورو علومو کې د فلسفې پوښتنو ته ځواب موندل ګران کار دی. ‏

د بېلګې په ډول په يوه علم کې هم دې پوښتنو ته چې حقيقت يا واقیعت څه شی دی؟ او يا انصاف څه شی دی؟ ځواب نشو موندلی.

چې دا نو بیا د فلسفې ځانګړنه ده ‏د فلسفې موضوعاتو بله ځانګړنه تلپاتې والې يا هميشه ګي ده.

فلسفه د ځانګړو حقيقتونو مطالعه ده خو هغه ډول نه چې بیلابیلو علومو د حقيقتونو په اړه لیکلې دي.

د بیلګې په ډول د فزيک علم د مادي توکو په اړه کښلې دي چې څه ډول استوګنه او حرکت کوي او د چاپيريال پيژندنې علم د ژونديو موجوداتو په اړه لیکلي دي چې څه ډول پيداکيږي او څه ډول ژوند پر مخ وړي. ‏

مګر په فلسفه کې ترټولو مهمه خبره، د هرې موضوع په اړه فکر کول دي.يا په بله وينا په فلسفه کې په انسان هيڅ قسم قيد او شرط نه شته او کولای شئ چې ازادانه فکر وکړئ. ‏

د همدې لپاره خو ارسطو د فلسفې په اړه وايي چې: فلسفه د موجوداتو په حالت او څرنګوالي هغه شان پوهیدل دي څه ډول چې وجود ولري.

يا په بله وينا فلسفه د انسان د عقلي او فکري وړتياوو کارول دي چې انسان يې پر مټ کولای شي چې توکې او پیښې د لوړو ليدلورو له مخې تر څيړنې لاندې ونيسي چې بیا په همدې ډول ورځنۍ کړنې او پیښې په پوره باور،اطمينان او هوساينې پر ځان مني.

د ‏فلسفې پر مټ کولای شو چې د نړۍ اصيلو او بنسټیزو حقیقتونو ته ځان ورسوو.

ابن سينا په دې اړه لیکې: فلسفه د نړی د ټولو توکو په حقايقو ځان پوهول دي څومره چې انسان ته لازمه ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب