پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Homeکالمونهاستاد شپوند استاد سعدالدین شپون پر مړینه غمرازۍ

د استاد سعدالدین شپون پر مړینه غمرازۍ

د افغانستان د نامتو لیکوال استاد سعدالدین شپون پر دردوونکې مړینې بې شمېره افغانانو خپګان او د استاد له کورنۍ او مینه والو سره خواخوږي څرګنده کړې ده.

تاند یو شمېر پیغامونه سره رایوځای کړي دي.


د یارانو کډې ګورته وار په وار ځي

نه شپون شته نه شپنه
چیرته تللی بیرانه
چی راشی تیلفون به درته وکا
که یی ونه کا نو به څه کا

دا ددوه زره اتم کال خبره ده دشپی ناوخته کور ته راغلم لور می راته وویل شپانه کاکا له امریکا تیلیفون کړی وه راته ویل یی:
نوم دی څه دی ما ورته وویل میمله راته ویل یی میمله پیژنی ما ورته وویل نه هغه راته وویل زه دمیمای یم ښکلی باغ دی.پلار دی چیرته دی?ما ورته وویل نه پواږم ویل یی نه شینواری یی ماوی نه پواږم ویل پلار خو دی شینوار نه دی ما وی نه مور می شینواری ده.
په سبا می ورته زنګ ووهه داپورته جملی دارواښاد استادشپون تیلیفونی پیغام وه.له هغه سره می لومړی په 1997میلادی کال کی دارواښاد استادرسول امین په دفتر کی لیدلی وه بیا می ورسره څو ځلی لیده کاته شوی وخوږ مهربان اومینه ناک انسان وه.
وروستی ځل می په هالند کی ولیده دهغه دناول مخکتنه غونده وه په هغی غونده ما هم داستاد په ناول لیکنه کړی وه ما په خپله لیکنه دهغه دناول ځنی برخی رااخستی وی هغه دده ‌یری خوښی شوی راته ویل ما فکر نه چی داخبری دی ما کړی وی.ما ورته دارواښاد استاد حمزه شینواری دا بیت ووایه.
چی خپل غزل دچانه واورم حمزه
وایم چی کا هسی وینا کړی ده
ده وویل بالکل همدغه کانه نن په ما هم وشوه’په مرګی يی پښتو ادب کی لویه تشه رامنځ ته شوی ده.ګرانه ده چی دغه تشه دکه شی.
تیاری دقبر ورته رڼا شه

افضل ټکور

—————-

د کندز فرهنګيان، ځوانان او د ارواښاد استاد شپون مينه وال:
د استاد شپون جنازه دې خپل پلرني ټاټوبي کندز ولایت ته انتقال شي.

د نهرو پوهنتون د پښتو څانګې پیغام ||   

اوهغه شاعر، کیسه لیکونکي او ادیب

چې ډیرڅه ترې زده کیدل هم ولاړ…

  په خواشینۍ او ژور درد ودوک سره مو د افغان نامتو لیکوال ، شاعراو ادیب سعدالدین شپون د مړینې نا څاپی خبر ترلاسه کړ . شپون دکلمی په رښتینې مانا د یوه سرکښ ادیب او کره کتونکي په توګه د لمریزي رواني پیړۍ ددیرشمو کلو په پای او د څلویښتمو اوپنځوسموکلونو په ترڅ کې ځان د پښتواو افغاني معاصرادب په ترڅ کې را څرګند کړ، دی دهغه کاروان سرلاری و چې نوې کره کتنه او له ادبی آثارو سره دنوي ادبي تیورۍ پربڼست چلند یې دلومړي ځل لپاره پښتوادبي څیړنو ته ورپه برخه کړاوپه دغه لوی ادبي بهیرکې یې دنوي علمی میتودلوژۍ سپارښتنه وکړه . شپون دنوي داستان، دنوي شعر پراصالت باندې دنوي نړیوال ادبی نظم په چوکاټ کې وغږید اود انتقاد ژبه یې دومره تیزه او درنه وه چې دود پالو اوله نړیوالو ادبیاتو ناخبروپرې ناوړه تورونه ولګول .  خو ده خپل سپیڅلي ادبي مقاومت ته دوام ورکړ اودسمڅی یاران یې دیوه نوي اومتمدن اند و ژوند پرلور لارښونه کړل .

شپون ډیرې ښیګړې درلودي ، خپل سبک یی درلود په ادبي برخه کې که څه هم ډیرکاری لیکوال او ادیب نه و خو دیوه بشپړنوښتي فکري او تخیلی نبوغ سپارښتنه پښتوځوان لیکوال اوشاعرته دخپل میراث په توګه پریښوده . ده د رضواني په وینا ( د ډول اوسرڼي ) شاعرانوته دشاعرۍ دنوي بهیر چل وروښود اودغه نومونه ده  خپله هم بیا د یوشمیرهغو شاعرانو په اړه هم وکاروله چې خپل کمال  اوجمال یي دنورود ډول اوسرڼي په واسطه محبوب القلوب کاوه .

شپون زموږ معاصرلیکوال ته دسرکښې او عصیان درس ورکړ ، دمعاصري پښتوکیسې په برخه کې یې نارو سورو دومره ځای ونیو چې هغه یې له یاغیستانه او بی اصولۍ څخه دتمدن او ادبی وړتیا پراوږو سپره  پښتوژبې ته ورناوي کړه . پښتو ناول ته یي نوی رنګ او نوې ژبه ورډالۍ کړه اود معاصرادیب دنده یې په مسلکی لحاظ ( دعلومو له نابغه توب) څخه یوې ځانګړې څانګې ته د ژبې او ادب د پیاوړتیا پرلامل راټیټه کړه او دایی وویل چې ادب پوهنه باید مسلکي شي اود بی مسلکو له شره باید له یوې خوا وژغورل شي اوله بلې خوا باید په مسلکي لحاظ وده ورکړه شي . چې پښتو ژبه تربل هرچا ورته اړتیا لري .

په هرډول ، دهمدغو سلګونو خوبیو د رمو خاوند شپون ، هغه نومیالی لیکوال او کره کتنونکی مو چې ډیرڅه ترې زده کیدل نن له وطنه لرې په غربت کې ، په هغه ملک کې چې د زرګونو نا بللو وحشي پوځیانو لپاره یې زموږ په وطن کې ځای شته ، او زموږ دیوه شپون لپاره  نه ، له دغې نړۍ څخه سترګې پټې کړې ، شپون د مرګي لایق نه و، هغه موږته د ژوند د رازاونیاز په برخه کې دیوه نوي ساز اوباز لارښونه وکړه ځکه خوموږ دده په اړه دخوشال په دغو بیتونو سره لاس په دعا کیږو  چې وايی :

یوه یې توره  د زبان  وه         بل  یي توره په آسمان وه

په دا دوه تورې نادري         ده  د دین کجي کړ ه لرۍ

د شپون روح د پرجنت او نوم یی تلپاتې

په درناوي  

نوی ډیلی  د سپتمبر  ۱۱

—————————-

استاد معصوم هوتک

ن د یوه دوست په پاتا کي ناست وم چي محترم کلیوال صاحب راته ووبل : ” شپون وفات سو”. تر انالله واناالیه راجعون وروسته دده پاک روح ته دوعا وکړه او د چورتونو په څپو کي ډوب سوم. ناست پر پاتا وم خو ذهن مي له شپون مرحوم سره وو. د مړیني انتظار مې له هغي شېبې څخه کیښ، چي تاند ئې د ناروغۍ او بستر کېدو خبر خپور کړ.ما له شپون مرحوم سره له څو لسیزو راهیسي پېژندل. دی د هنري ادبی لیکنو له مخکښانو څخه وو. د لیکني ژبه ئې د ورځني ژوند مروجه پښتو وه او همدا سبب وو چي پر هرچا ښه لگېده.خو وایي چي ” مرگی سته، ښادي نسته” دادئ نن مو دده د مړیني خبر واورېد او سبا به زموږ دا نور اوري. زه د خپل تسلیت مراتب دده کورنۍ او د پښتو ادب خواره بوښکي دنیاته وړاندي کوم. دده پر آثارو باندي څېړني او گروېږني به زلمی څېړونکي ښه ډېر وخت مصروف وساتي.پاک خدای دې وبخښي


ببرک دروېش 

خلکو د شپون په نوم پېژانده!
رمه یې د پښتو ژبې توري وو چې راټولول به یې او بیا به یې د خپل هنر په شپول کې خوندي کړل.
شپون لاړ!
د هر قلم توري ګډوډ دي، داسې لکه پر رمې چې لېوان ور ګډ شوي وي.
خدایه شپون وبښئ! 
خو د شپون شپيلۍ بې غږه مه کړئ، دغې صحرا کې رمې د شرمخانو له تړاکونوپه امان وساتئ، بل شپون مو نصیب کړي.

——————

سويډن / دمالمو ښار

د۲۰۱۷ زکال دسپتمبر ۱۰

په سويډن کي ددوستۍ فرهنگی ټولنې مشرتابه جرگې دغم شريکی پيغام

دادی دافغان ولس  يوبل خواخوږ ی اودغښتلي قلم څښتن ،څېړونکی او لیکوال،د پښتو ادب وتلی ناول لیکونکی، پېژندل سوی  ژورنالیست  اوفرهنگی شخصيت  استادسعدالدین شپون دورپېښي ناروغی له امله نن دامریکا په ویرجینیا ښارکې له دې نړۍ نه سترګې پټې اودابد ی ژوند په لور رانه جلاسو! انا لله وانا الیه راجعون

مرحوم استادسعدالدین شپون دخپل ژوند زیاته برخه دډله ايزورسنيوسره دکاراوهمکاری ترڅنگ د ګران هيوادافغا نستان کښي ددې غمځپلي ولس دځوان نسل د سالمې روزنې اوپوهاوي،دپښتو ژبي پياوړتياته ډالی کړې اوله ځانه یې يوشمېر کتابونه افغان ولس ته ديوې لويي سرمایي په توگه پرېښودل .

استادسعدالدین شپون دخپل توان اوامکاناتوله مخې په بهر اوافغانستان کي په بېشمېره  علمی ،ادبي ،فرهنگی غونډواوکنفرانسونوکښي  فعاله ونډه اخيستې ده .

مرحوم استادسعدالدین شپون که څه هم سپينږ يری اوناروغ  وو،خودهيوادلپاره په  علمی اوفرهنگی چوپړ کښي تر ډيروځوانانو تکړه ، فعال اودعالی لوړ مورال خاوندوو .دهغه نږدې دوست  کتاب ،قلم ،کاغذاوڅراغ  وو .

ددوستۍ فرهنگی ټولنې مشرتابه جرگه پداسي حال کښي چي دارواښاد دسعدالدین شپون ناببره مړېنه ،دارواښاد دغمځپلې کورنی ،دوستانو، دعلم اوفرهنگ دپرمختگ اوډله ايزو رسنيولارويانو اوافغان روڼ اندولپاره لويه  اوجبېره نه کېدونکې ضايع ده ، له ټولوسره پدې ستر اودردونکی غم کي ځانونه  شريک بولو . زموږ له نظره مرحوم سعدالدین شپون  صاحب د پښتو ژبې یوه داسې ژوندۍ پانګه وه چې  تشي  ډکول به یې متاسفانه  ډيروخت ونیسي .

د لوی خدای ( ج ) له دربار نه مرحوم  استادسعدالدین شپون  ته فردوس جنت  اودکورنۍ پاتې کسانو ته دجمیل صبر غوښتنه کوو . روح دې ښاد اويادې ابدي وي .الحکم الله  

دوستۍ فرهنگی ټولني دمشرتابه جر گي  په استازيتوب  حبيب الله غمخور

ملکزی

دروند، روڼ او منلي شپون هم له دې دنیاګۍ سترګې پټې کړې.
ښاغلی استاذ می د لومړي او ورستي ځل لپاره په ۲۰۱۲ کال کې د فلوریدا ایالت د ټیمپا يه ښار کې د څو شیبو لپاره لیدلی وو، خو خوږې خاطرې او د سانسور له قیده آزادې لیکنې به یی تل له مونږ سره ملې وي.
استاذه! د منزل په لور، مزل دی آسانه او روح دی ښاد .
د خپل ځان او په سکرمنټو کې د کلتوري ټولنې د ټولو غړو په نماینده ګې، د دوئ کورنۍ ته د صبر او هغه ته د جنت دعا کوم.
ولي الله ملکزی / کلیفورنیا

نجیب منلی

وایي استاد شپون له موږ مخکې شو!
که څه هم له څو ورځو راهیسې یې د ناروغۍ خبرې کېدې خو دا خبر مې زړه ته نه لوېږي.
استاد شپون، لیکوال شپون، شاعر شپون، انسان شپون، افغان شپون، پښتون شپون او زموږ د خبرو او بحثونو ملګری شپون نه مري.
د استاد شپون ملګري او دوستان یې په تلو دردېږي خو په دې شېبه کې د میرویس، درخانۍ، وزیر اکبرخان، کوچۍ، د هغوی د مور او د کورنۍ د نورو غړو د درد تصور هم د زغملو نه دی. خدای دې ټولو ته د زړه صبر ورکړي.
وَ لَنَبْلُوَنَّکُمْ بِشَيْ‏ءٍ مِنَ الْخَوْفِ وَ الْجُوعِ وَ نَقْصٍ مِنَ الْأَمْوالِ وَ الْأَنْفُسِ وَ الثَّمَراتِ وَ بَشِّرِ الصَّابِرينَ الَّذينَ إِذا أَصابَتْهُمْ مُصيبَةٌ قالُوا إِنَّا لِلَّهِ وَ إِنَّا إِلَيْهِ راجِعُونَ أُولئِکَ عَلَيْهِمْ صَلَواتٌ مِنْ رَبِّهِمْ وَ رَحْمَةٌ وَ أُولئِکَ هُمُ الْمُهْتَدُونَ

باز محمد عابد

تېر کال همدا شپې ورځې وې استاد لال پاچا ازمون راته وویل چې زنګونه مې درووهل خو دواړه شمېرې دې بندې وې.
استاد شپون کابل ته راغلی. وجود یې کمزوری شوی ، خبرو کې یې څو ځلې راته وویل چې تور عابد مې ونه کوت، که وخت لرې یو ځل ورشه.
استاد ته مې د خپل نه موجودیت په اړه وویل، له استاد ازمون نه مې د هغه مرحوم شمېره واخیسته او د کابل په لور مې حرکت وکړ.
نېږدې مازیګر و چې مکرویان کې مې ورته د پلاټ زنګ وواهه. یوه زلمي دروازه خلاصه کړه. ورته مې وویل چې عابد یم استاد شپون ته راغلی یم.
له مخې سره یې راته د ننوتو لار لار راکړه او چې کوټې ته ورننوتم نو پوه شوم چې استاد د جګېدو نه دی. په لاسونو ورپریوتم او لاسونه مې ورته ښکل کړ.
استاد راته وویل:
ز ه چې وطن ته راشم ته مې هم سترګو سترګو ته کېږې او چې ودې ګورم نو ایله مې سترګې درباندې یخې شي.
په دې کې هغه زلمی د کوټې په وره کې لاس په نامه ودرېد. استاد پرې غږ وکړ: عابد ته بوتل راوړه.
ما استاد ته خواږه خواږه وروکتل او لږ موسک غوندې شوم.
هغه راته کړه:
ډاړې مه چینګوه. د اوبو بوتل مې درته راغوښتی دی.
استاد ارواښاد سعدالدین شپون سره نورې ډېرې لطیفې خاطرې هم لرم چې بل وخت به یې له تاسو سره شریکې کړم. اوس په ګډه دعا کوو چې د پښتو ادب دغه لویې هستۍ ته الله تعالی پښتو ادب ته د کړي خدمت په بدل کې مغفرت په نصیب کړي.
امین یا رب العالمین

نور الحبیب نثار

خو شال بابا ویلي وو:
ځينې زه لویې دعوې لرم په زړه کې،
مګر څه کړم چې پښتون واړه بې ننګ دی.
او استاد شپون هم ځينې لویې دعوې لرلې. خو دوی به د پښتانه د بې ننګۍ پر ځای د خپلې ټن‌‌‌‌‌‌ډې خبره کوله چې نور څه نور څه ورباندې لیکل شوې وو. استاد به ویل:
،،قسمت راته په ټن‌‌‌‌‌‌ډه بل څه لیکلي وو؛ که نه، ما د لیکوالۍ په اول سر کې د ځانه سره پخه کړې وه چې په پښتو ادب کې به د یوې داسې پاڼې د اړولو تکل کوم چې په هغې کې د ژوند او ادب ترمینځ اعتدال موجود وي؛ معنا دا چې هر څه یو حد ولري؛ چې د ریښتونې تجربې سره سمی وخوري.
ما وې د پښتون شاعر روانې اوښکې به وچې کړمه او ورته وبه وایمه چې بار دیګر خپل درد په کراره ګاله او د یتیمانو کانې مه کوه چې په ایله شي، پړنګ په ژړا وي.
ما وې همزولو لیکوالو ته به ننواتې کوم چې زیاتي دې د غره د څوکو، د ګودر، د ښاپېرۍ وزمه پۍ مختوب نه ای‌‌‌‌‌‌ډيال نه جوړوي؛ بلکې مخامخ او بې رنګینو عینکو دې ژوند ته سترګې وغړوي.
ما وې… ما وې….،،
د استاد دغه دعوې اوس د لویو لویو سپارښتنو او وصیتونو حیثیت لري. د پښتانه شاعر او ادیب فریضه ده چې پوره یې کړي. اللهم اغفره و ارحمه.

استاد اجمل ښکلی

په ګور يې نور
استاد شپون وفات شو. د خواږه نثر هنرمن ليکوال چې هېڅکله يې له ځانه د تقدس او القابو شپول تاو نه کړ. پښتو له يو منفرده سبکه بې برخې شوه. کورنۍ ته يې تسليت غواړو.

دواخان مینه پال

خدای دې شپون صاحب دجنتونو سردار کړي، زه یې دیوې مېلمستیا پوروړی پاته سوم.

بهیج عثماني

موږ د خدای يو او خدای ته به ورځو.
استاد شپون هم ولاړ.
خدای پاک يې دې په خپل ديدار ونازوي.

غفور لېوال

هو استاده،

ما ویلي وو:

( ژوند ښکلی دی !)

په تېره بیا ستا په څېر ژوند، چې ستا په څېر مړینه یې د پای ټکی شي.

ته د افغان نسلونو په زړونو، ذهنونو او ذوقونو کې لاهم د بنګي سیند په څېر بهیږې.

ورځه،
په مخه دې ښه شه،

آرام بيده سه !

حفیظ معروف

د ښوونځي په اووم یا هم اتم ټولګي کې به وم. له مکتب وروسته به مو د کور څو مېږې او یا هم غواګانې پوولې. نو فکر به مې کاو چې شپون یم. ماښام به شو، نیکه مې دې خدای وبښي، درې بېنډه غټه چاپانۍ راډیو به یې چالانه کړه. امریکا غږ کې به د خدای بښلي شپون صیب غږ شو- «زه سعدالدین شپون یم». موږ به خوشاله شو، ویل به مو هغه هم شپون دی خو راډیو کې کار کوي. ښايي یوه ورځ موږ شپانه هم راډیو کې کار وکړو.
شپون صیب، نن له دې نړۍ رخصت شو، خو له نژدې مې دهغه دیدن نصیب نه شو.
اروا یې ښاده

علم ګل سحر

په رښتنې معنا لوى ليکوال او زموږ د زمانې ستر انسان ګران استاد شپون صاحب راڅخه جلا شوـ اروا يې ښاده او ياد دې يې تل وي

ذبیح الله احساس

اروا يې ښاده.
۱۳۸۴لمريز و. د پرخې مجلې لپاره مې له استاد شپون سره د داستان په تړاو مرکه وه. استاد، چې څومره په داستان کې ريالستيک اړخ پاللی د داستان ليکلو په اړه يې د هرې پوښتنې ځواب هم به عادي او ژونديو بېلګو ورکوه.
د هغې مرکې د يوې پوښتنې ځواب:

پوښتنه: استاد، تاسو مخكې وويل، چې ناول ځانته اركان لري، راته يې وواياست؟ 
ځواب: ماخو وويلې په ژبې باندې زورور شه. ژبه داسې كړه لكه موم چې هرې خواته يې اړوې، واوړي. خپل محيط ته زير شه. هغه څه نومېږي، هغه ستاسو ځاى، ها سبيل مړى!…
هو، كيله ګى. كيله ګي ته زير شه. يواځې پدې نه كېږي چې ته كور ته لاړ شې او بېرته راشې. ته، وګوره څه پكې كېږي، څه خبرې دي، څه غمونه پكې دي. دغه كيله ګى په خپله يو لويه دنيا ده. پوه شوې! له همدې نه يې راواخله؛ خو پام دې وي د كيله ګي تجربې دې داسې انځور كړه، چې د نورو انسانانو سره يې شريكې كړاى شې. د كيله ګي داسې يو شى مه راخله چې هغه بل ځاى كې هيڅ شد نه لري.
مثلاً فرض كړه، چې كيله ګي كې غر دى، په هغه كې يوه سمڅه ده، چې اوړي كې ترې بوجۍ لرې كړې، سړه هوا راځي، بيا خلك دغسې كوي… هغسې كوي… دا يوه تجربه ده، مګر هغه انساني تجربې بهتره دي، چې نورو ځايونو كې هم امكان ولري. چې څوك يې ولولي نو ووايي چې دې بچه مړي خو سم زموږ د كلي شى را اخيستى دى.
رښتيا هم همدغسې پېښيږي. يعنې خلك پكې يو اشنا ارزښت وويني. نه يواځې محيطي ارزښت، بلكې يو اشنا اخلاقي ارزښت پكې وي. لوستونكى له ځانه سره ووايي چې دغسې حالت كې چې د ده دا سړكى راګير دى، داسې يې وكړه، كه زه دغسې حا لت كې ګير واى ما هم دغسې كول.
زه يو ځل د اېمل جان (ايمل پسرلی) سره پدې غږېدمه، چې ښه كيسه څنګه كيسه ده. ډېرې ببولالې مې ورته وغږولې، اخر كې مې ورته ووېلې چې ښه كيسه هغه ده ايمل جانه! چې لولې يې خوند وكړي او چې كيسه خوند ونه كړي هغه بيا مزه هم نه لري. همدا وه چې رانه چټي شوه، ده هم وخندل ما هم وخندل.
نو كيسه د دې لپاره سړى نه لولي چې ښه ملا شي. د دې لپاره يې نه لولې چې ثواب پكې دى. كيسه د دې لپاره لولي، چې كرار يوه دقه چرګۍ كې ورته كېني، وې لولي، ساعت پرې تېر كړي.

ایمل اقتاش

( كُلُّ نَفْسٍ ذَائِقَةُ الْمَوْتِ ) (إِنَّا لِلّهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعونَ).، د پښتو ژبې وتلی لیکوال او ادیب استاذ سعدالدین شپون چې د کندز په خان اباد ولسوالۍ کې ۱۹۳۳م کال زیږیدلی و. لومړنۍ زده کړې يې په خپل کلي کې او بیا د کابل له حبیبیې لیسې څخه فارغ شوی ، لوړې زده کړې يې د کابل پوهنتون او په امریکا کې کړي ، د افغانستان د علومو اکاډمۍ غړيتوب یې درلود او تر يو څه مودې يې په همدغې اکاډمۍ کې دنده ترسره کړې.او کلونه یې د امریکا غږ په پښتو څانګه کې د ویاند په توګه دنده ترسره کړې،چاپي آثار یې ۱- و نه و يو شپون و ۲- شين ټاغی ۳- گټيالی ۴- د سمڅې ياران ۵- د بنگي غاړه ۶- ښاېستو.۷ – پرخه پر ترخه، ۸- مچۍ ځاله… نوموړي له ډیرې مودې راهیسې ناروغ و او نن(۱۰/۹/۲۰۱۷ ) یې د امریکا په واشنګټن کې ور پیښې ناروغۍ له کبله د ۸۴ کلونو په عمر له نړۍ څخه سترګې پټې کړې. کورنۍ او دوستانو ته یې د الله ج د لوی درباره څخه د صبر جمیل او هغه ته د جنت غوښتونکی یو.
بارکوال میاخېل

بې شپونه شو

د پښتو د ځانګړي نثري سبک لوى ليکوال استاد سعدالدين شپون له نړۍ سترګې پټې کړې. د پښتو په معاصرو ليکوالو کې د شپون صاحب نثر ډېر ځانګړى، له ولسي رنګه برخمن او له شاعرانه خوږلته ډک وو. د ده ناولونه او لنډې کيسې د يوه جنګ ځپلي ولس د نيمې پېړۍ ژوند انځوروي. د استاد شپون مړينه د پښتو ژبې او ادب لپاره لويه ضايع ده. لوى ليکوال که په فزيکي لحاظ له نړۍ لاړ شي، خو آثار يې په پېړيو له انسانانو سره خبرې کوي.

برکت الله اقتاش
(په ادب کى شرم مکوى کومه ژبه چى په ټولنه کى رواج وي په هماغه ژبه ليکل وکړى چى په شريعت کى شرم نشته په ادب کى هم شرم نشته ) ( ژبه په نثر ليکلو پرمختګ کوي نه په شعر ) .
ستر ليکوال دځانګړي سبک لرونکى دپښتو ژبى دنننۍ عصر دنثرليکلو (پاچا) لوى استاد محترم سعدالدي شپون مړينه خواشينى کړم ، داستاد ځاى به په پښتو ادب کى دتل لپاره خالي وي ، لوى څښتن دى استاد ته جنت فردوس په نصيب کړي او کورنۍ ته يي صبر .
دپښتو ادبياتو د زده کونکي په توګه ټولو اديبانو ته تسليت وايم خداى دى موږ ته دا توفيق راکړي چى داستاد تشه ډکه کړو او ناتمامه ارمانونه يي تمام کړو.
اجمل پسرلی
استاد شپون نژدې پنځه کاله مخکې په واشنګتن کې میلمه کړی وم. راته ویې ویل:
-ولې کیسه لیکې؟
-نه پوهیږم
-نور پسرلیان خو پوهیږي ته له ماسره چل کوې
استاده اروا دې ښاده
ایمل پسرلی

زما پوښتنه ورته تکرار وه استاد په نوي ناول باندې مو کار نه دی کړی؟، استاد شپون راته په وروستي وار وویل: بس دی نو نور ناولونه تاسو لیکئ زما بس دی
ورته ومې ویل استاد په دې برخه کې مو ټوکې نه منم له شین ټاخي وروسته مو هم همدا راته ویل خو شکر ‌‌‌‌‌‌ډېر څه مو ولیکل له خندا شین شو ویل یې : ایمل خانه هغه شپنه ښه ده؟ ورته ووایه نثر لیکه.

زړه مې نه مني استاد نن وفات شو
روح دې یې ښاده وي

شفیقه خپلواک

هغه د خاورو لایق نه دی…

نازو پسرلی

شور مې شاته پریښود د ژوند له ښاره ووتم
پټه خوله له ښاره لکه تللې لاره ووتم
ارواښاد پسرلی

هره ورځ مو په وطن کې د مرګ خبرونه وي الله دې کم او خلاص کړي، د زوړ او ځوان مرګ فرق نه لري استاد شپون له هغو انسانانو ؤ چې زړه مې پرې ډیر تکیه وه هر وخت به که په کار کې وم یا په کور کې په مسیج کې به ېې راته لیکلي وو «نتوڅنګه ېې ، نتکۍ بې بې په څه مصروفه ېې له مطالعې لاس مه اخله»
ږغ او لیکنې ېې راباندې ښې لګیدې یو ځل بیا مې د پلار او تره د کمی احساس وکړ روح دې ېې ښاد او جنتونه ېې په نصیب.

اوس چې مې د خپلو جلوو خوا کې لیدی نه شې
بیا مې د تیارو په زړه کې غواړه لکه شمعه

توبا (توبي) ندا ساپۍ 

د استاد د مرګ خبر سخته ودردولمه. هسې مسنجر ته لاړمه. د استاد شپون وروستی چت مې وکاته، څېره یې راته مجسمه شوه. فکر مې کاوه چې لا یې هم غږ اورمه چې راته وایي ” څنګه یې بچۍ”
اه باور مې نه راځي چې دا هستي دې هم نړېدلې وي. روح دې ښاد او جنت دې ځای شه استاده

خان محمد ستانکزی

وتلی افغان لیکوال، شاعر او د کابل پوهنتون پخوانی استاد سعدالدین شپون دامریکا په ویرجینیا ایالت کې د ورپېښې ناروغۍ له کبله ومړ.
استاد شپون خوږ نثر درلود او د شین ټاغي، ګټیالي، د بنګي غاړه، د سمڅې یاران، و نه و یو شپون و… په نامه د ناولونو او لنډو کیسو کتابونه یې ډېر مشهور دي.‌
جنتونه یې ځای شه.‌

احمد تکل

آشنا صاحب هغه مهال چې په واشنګټن کې وم، یو ډیر جالب خبر راکړ. شپون صاحب هغه مهال چې د سختې ناروغۍ په حال کې روغتون ته ولیږدید، له ستر شاعر او لیکوال سلیمان لایق سره د ټلفوني خبرو غوښتنه کړې وه. دا چې د مرحوم شپون په زړه کې کومه ناویلې پاتې وه معلومه نشوه ځکه په همغه ورځ لایق صاحب په جرمني کې روغتون ته ولاړ او علاج یې پیل شو، خو زما لپآره دا غوښتنه ډیره سمبولیکه وه ځکه د یوه نسل دوه لیکوالان چې په نسبتا ځوانۍ کې ډیر مخکښ او نامتو شول له دوو جلا فکري جریانونو سره یوځای شول. ښايي شپون صاحب د دې دوو جریانونو د پخلا کولو لپاره لایق صاحب ته- چې له خدایه اوږد عمر ورته غواړم، کوم پیغام درلود! روح یې ښاد او جنت یې ځای شه.

سلیمان اشنا

د پښتو ژبې د معاصرو ادبیاتو وتلی ليکوال سعدالدین شپون مړ شو.
مرحوم شپون په وروستیو اونیو کې د ورپيښې ناروغۍ له امله بستري شوی و او کورنۍ یي وویل چې نن، د سیپتمبر ۱۰، د سهار په شاوخوا نهو بجو یي ساه ورکړه.
جنت فردوس یي نصیب شه. آمین
تیره اونۍ زه او احمدتکل صاحب یی پوښتنې ته ورغلي وو.

شریفه شریف

شپون استاذ زما د پښتو ادبیاتو د لومړ‎یو استادانو و او زر زما د پلار او کورنی ملگری شو.
زر مینہ جانہ د شپون استاذ د ژوند او فکر ملگری دہ۔
د دوی یارانہ د شپون د بی تعصبہ او انسانی فکر 
او د زر مینہ جانی د پوھی او استقامت نښئ وی۔

گران استاذ تہ می ابدی آرام او زر مینہ جانی او میرویس ، وزیر اکبر، درخانۍ او کوچۍ او نورو تہ  د زړ‎ہ صبر غواړ‎م۔

هارون حکیمي

انالله و اناالیه راجعون
د نثر، ژورنالیزم او ادبي هلوځلو یو مخور استاد شپون صاحب د ژوندو له کتاره بېل سو.
روح یې ښاد، یاد یې پاته.

باسیط شېرانی

د پښتو په معاصرو ليکوالو کې د شپون صېب نثر ډېر ځانګړې، له ولسي رنګه برخمن او له شاعرانه خوږلته ډک وو. د ده ناولونه او لنډې کيسې د يوه جنګ ځپلي ولس د نيمې پېړۍ ژوند انځوروي. د استاذ شپون مړينه د پښتو ژبې او ادب لپاره لويه ضايع ده.
الله پاک دي د شپون صېب ټولو خپلوانو، یارانو دوستانو او شاګردانو ته صبر جمیل ورکړي او مرحوم ته دي الله جنتونه ورکړي روح ئې ښاد غواړم.

عارفه عمرلور بشیر

د پښتو کیسه ایز ادب سر لاری او پاچا استاد سعدالدین شپون که زموږ له منځه ولاړ، خو نوم به یې تر هغو چې پښتون په پښتو ګړيږي، ژوندی او ابدي وي. لوی خدای دې جنتونه ورکړي.

بشیر ګواښ

د شپون صیب دا د ګوتو والا عکس مې تر اخیستلو وروسته ورته کمره کې وښود، ویل یې: الکه، دې کې خو سم خاننده ښکارم. خلک هسې وايي چې ځواني مې خوړلې، لا خو ځوان یم. غضنفر صیب او نثار صیب ته یې ویل چې تاسي هسې ځانونه په پردیوو غمونو زاړه کړل.☹️ جنتونه یې نصیب شه. هغه طبیعي کیسه ویونکی وو.

مجید قرار

موت العالم موت العالم. درنه هستي، استاد شپون وفات شو. دوعا ورته کوئ. خدای دې رحم پرې وکړي.

شفیق امیرزی
چې زنګ به یې وکړ، ښې ټوکې به یې وکړې، د هر څه پوښتنه به یې وکړه.
هغه ښکلی غږ د تل لپاره چوپ شو!?
استاد شپون د پښتو لپاره داسې هستي وه، چې دا ژبه او ددې ژبې ویوونکي به یې تل پوروړي وي. هغه د پښتو د کیسه ییز نثر تشه په خپلو خوږو ناولونو او کیسو ډکه کړې ده. یاد یې تل پاتې!
دا وطن خپل خدمتګار بچي پېژني استاد د ټولو په زړونو کې ژوندی دی!
 فرید بزګر
استاد شپون هم لاړ!?
د لسیزو په اړیکه کې وو، تلیفوني خبرې او مجلس به ورسره تل له خندا او طنزه ډک وو، په دعوت کې یې لیکنې یو وخت په بل یا مستعار نوم خپرېدې. په وروستیو کې هم په اړیکه کې وو. یو ځل مې ورته ولیکل استاده چیرته یاست؟ راته ویي لیکل: په جنت کې، د کابل هوا سړه ده. کابل کې وو.
زما یو ارمان وو چې استاد له نژدې مخامخ وګورم، امریکې ته درې ځل لاړم خو هیڅکله مو لیدل ونه شول، ډیرې ناویلې خاطرې، خبرې، او لارښوونې به یې زما د ژوند تلپاتې ملګرې وي.
جنت یې نصیب، روح یې ښاد او پر ګور یې نور
نوشابه اشنا
په ډيرې خواشينۍ مو همدا شيبه خبر تر لاسه کړ چې د هيواد وتلې ليکوال سعد الدين شپون له فاني نړۍ سره خداې پاماني وکړه.
انا الله وانا اليه راجعون

ایوب خاورین

و نه و یو شپون و. څه عجیب انسان و!
د شپون سره زما لومړۍ خبرې چې ځوان محصل وم.
څوک یي؟
ایوب خاورین نومیږم.
کوم یو؟
د کټواز یم.
ښه، پورته اسمان کته سلیمان. ټوله له تاسې را مرداړه ده.
او وروستۍ خبره یې په روغتون کې دا وه چې کله ما په لوړ غږ یوه پوښتنه ځېنې وکړه.
“لیونی یم، کوڼ نه یم”

په مخ یې گلونه!

ګل رحیم نیازمن

خان ابات څنګه دی؟
د پښتو ادب وتلی ناول لیکونکی او ژورنالیست ښاغلي استاد سعدالدین شپون دې الله جنتي کړي.
کله چې به یې هم زما د فیسبوک تڼۍشنه ولیده بس ګپ به مو شروع و, د خان اباد د شولو او زراعت پو ښتنه به یې رانه کوله, په هغه خان اباد ډیر ګران و.

امیرجان وحید احمدزی

لیکوال او فرهنګیان ولسمشر ته مبارکۍ ته ورغلي وو، د لیکوالو په استازیتوب استاد شپون وغږېد، ویل: افغانستان د ګړنګ پر ژۍ و، موږ خدای ته سوال وکړ، سوال مو ومنل شو او ته یې را واستولې، خو دومره قحطي هم نه وه چې ته کمپیوټر سری یې راولېږلې.
ولسمشر په کړس وخندل، ورپورته شو، سټېج ته ورغی، استاد شپون یې غېږ کې ونیوه، ښکل یې کړ، ویل: قلم دې رحماني، خو ژبه دې شیطاني ده.
اروا یې ښاده او جنت یې ځای شه!

ثانیه مجددي

شپون صیب په اړه مي ‌‌‌‌‌‌ډیر څه له ماشوم توبه اوریدلي وه او ناولونه مي لوستي وه کله چي د امریکا وریجینیا ایالت ته راغلم خبره شوم چي دلته اوسیږي زنګ می ورته وواهه استاده غواړم ناول ولیکم کوم ټکي باید په نظر کي ونیسم استاد پوښتنه وکړه څو کلنه یي ما ورته وویل دوه ویشت په خندا شو ویل یي پڼې دې په پښو دي ما ویل هو لرم یی ویل یی کله چي د اوږي د پوستکي هومره نازکې شوې بیا ناول ولیکه، هیڅ می زړه ته نه لوېږي چي نن مو استاد شپون له دې نړۍ سترګی پټی کړی وی او د تل لپاره مونږ نه تللي وی، خدای دې ورته جنتونه په نصیب کړی پښتو ژبه او پښتانه یي د خدمتونو پوروړي دي.

په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر ډاکتر عمر زاخېلوال

په خواشبنۍ سره خبر شوم چی د هیواد تکړه ادیب، لیکوال، څیړونکی, فوکلور پیژندونکی او دپښتو ادب ځلانده ستوری ښاغلی سعدالدین شپون لدی نیمګړۍ نړۍ څخه سترګی پټی کړی. انالله وانا الیه راجعون! هسک څښتن دی نوموړی ته جنتوته او درنی کورنۍ ته دی یی صبر او حوصله ورکړی. آمین

له ډنمارک څخه د افغان غږ راډیو د خواخوږۍ پیغام
په خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې د افغانستان یو تن وتلی او نومیالی لیکوال ـ ژورنالیست ـ ورځپاڼه لیکونکی ـ کیسه او ناول لیکونکی ښاغلی سعدالدین شپون له دې فاني نړۍ څخه سترګې پټې کړې .الله دې جنتونه ورکړي.ارواښاد شپون د کندز په خان آباد کې زیږېدلی (۱۳۱۲ل) پلار یې قاضی برهان الدین د خان آباد د جریدې مدیر و او ورور یې منهاج الدین ګهیځ د ( ګهیځ) د ملي جریدې چلوونکی و او دا په دې مانا چې شپون په یوې فرهنګي او ژورنالیستیکه کورنۍ کې سر راپورته کړ او ښایي همدا او د ده خپل نوښتګر فکر د دې لا امل شول چې شپون پښتو ژبې ته لومړۍ درجه څو ناولونه او داستانونه ولیکې. هغه ډېر ګلونه په امریکې غږ راډیو کې د یو مشر او نوښتګر ژورنالیست په توګه کار وکړ او همدغه ژورنالستیک کار ورته نور هم شهرت ورکړ. سعدالدین شپون څه موده د ډنمارک په یو پوهنتون کې د استاد په توګه هم کار وکړ. ما د لومړي ځل لپاره په ۱۳۵۵ کال کې په کابل کې د ملګرو ملتو په دفتر کې لیدلی و او له هماغه ځایه مو سره وپېژندل. له هغې وروسته مې بیا و نه لید او خواشینی یم چې د هغه د مرګ خبر زه هم خپروم. الله دې جنتونه الله دې جنتونه ورکړي. د افغانستان په اړو ـ دوړ کې چا پیسې وګټلې او چا کیسې. کیسې والا او قلموال نه مري. سعدالدین شپون د قلم او خبر خاوند و او دا نوم تلپاتې نوم دی. یادونه یې تلپاتې. په درنښت ـ یوسف هیواددوست

محمد کامران منانزوی

د سعدالدين شپون په څير به ډير کم ليکوالان پيدا کړو ، شپون صاب له مونږ څخه د تل لپاره کډه وکړه په مرګ یی ډیر زیات خواشینی یم، روح یی ښاد او یاد یی تل پاتی].

شپه چې پخه شي ګاونډي ويده شي،
چې د موټرو اواز ودريږي،
زه د خپل کټ مخ ته ګونډې ووهم، 
اوښکې مې مړې مړې په بارخو ښويږي،
شونډې مې ښوري خو اواز نه لري،
او دا شکرونه مې له زړه نه وځي،
چې اې زما روحه له تا شکريه،
چې لا تر اوسه غاړه هسکه ساتې،

چې د اميد په باغ خزان ګډيږي،
چې په شنو پاڼو زیړی ولګيږي،
چې د ماليار مخ په ګردو پټ شي،
چې د بورا وزرې وسکڼيږي،
نو اې زما روحه له تا شکريه،
چې لا تر اوسه غاړه هسکه ساتې،

زه لکه سروه غاړه جيګه ساتم،
د حوادثو د کوتکو لاندې،
مې سر مات شوی خو کوږ شوی ندی،
د اوږدو شپو په شومه دم کې وایم،
چې اې زما روحه له تا شکريه،
چې لا تر اوسه غاړه هسکه ساتې،

سعد الدين شپون
کاپی

په جرمني کې د افغانستان سفیر علي احمد جلالي

د ارواښاد استاد سعدالدین شپون له مړینی سره د پښتونثریو ستر څلی را ونړید اود معاصر ادبی هنر یو غروو چی راپریوت. لوی خدای دی د هغه اروا ښاده او یاد یی تلپاتی لری او درنی کورنۍ ته یی دزړه تسلی او اجرونه ورکړی. زه د استاد له لیکنو سره هان د ښوونځی په کلونو کی آشنا سوم خو دی می هغه وخت ښه وپیږاند چی شل کاله د امریکا غږپه خپرونو کی سره همکاران شوو. سخته سحر وزمه قلم یی درلود چی سوچه پښتو ادبی شاهکارونه یی خلقول. ما به اکثره تری غوښتنه کوله چی د خدای په خاطر قلم له ګوتو مه لیری کوه چی سخته ښی لیکنی تری راوزی او څو ځلی می په استعاره ورته ویلی ووچی «ګْل بدست تو ازشاخ تازه تر ماند». په دی لنډو میاشتو کی ده زما په وروستی کتاب باندی د تبصری په ضمن کی همدا استعاره په مهربانی او لوریینی ماته راغبرګه کړی وه خو هرګوره قلم دده په لاس کی ښکلی ښکاریده. د استاد شپون لیکنی هغه بی ساری خزانی دی چی تل به پښتو ادب پری شتمن او ښکلی وی.
علی احمد جلالی

12 COMMENTS

  1. انا لله و انا الیه را جعون ، استاذ سعد الدین شپون هم له دې فاني دنیا ستر ګې پټي کړې سړي به فکر کاوه هغه صحنې په عملي ډول ګوري او ویني ، الله د پرې وزه ادیب او لیکوال نه یم او د ادبیا تو په ډګر کې د قضا وت حق هم ځا نته نه ور کوم ، خو د سعد الدین شپون بې تکلفه لیکل او دده د لیکلو روان ولسې سبک مې ډیر خوښ وه ، په یقین سره ویلۍ شم چې پښتو ادب یو ځلا نده ستو رۍ له لا سه ورکړ ، هغه به پخپلو لیکنو کې د پښتني بی ریا او طبیعي ژوند انځور داسې انځورا وه چې سړي به فکر کاوه هغه صحنې په عملي ډول ګوري الله د پرې ورحمیږي. ،

  2. الله ج دی استاد ته جنت فردوس په نصیب کړی ، واقعآ چه د افغانانو لپاره یو معنوی سرمایه وو، لیکن زما افسوس داده چه کله زمونږ مشران ژوندی وی هیڅ ارزښت نه ورکوو، او کله چه له دی نړی څخه سترګی پټی کړی بیایی ډیر افسوس کوو او ښیګړی یی یادوو راځی افغانانو وروڼو خپل واقعی مشران ته مخکښی له مرک څخه د قدر په سترګه وګورو،

  3. د استاد شپون اروا دې ښاده وی
    زه ډیر وړوکی وم چې پلارمي کورته دمرحوم بینوا صاحب اوسني لیکوال اثر له ځانه سره راوړی و.هالته دنورو لیکوالو ترڅنګ داستاد شپون ژوند لیک،دنثراوشعربیلګې وي.ډیره ځله مې دهغه لیکنې لوستلي.یعنی له وړوکوالی مې داستادپه اړه په ذهن کې دهغه تصویر پروت و.خویومهال په کابل کې دګویته انستیتوت له لوری دافغانستان دمعاصرو ادبیاتو دچشنواری په غونډه کې دتفریح په مهال ورسره مخ شوم. ما ورته وویل:استاده زه ډیرخوشاله یم چې له تاسره له نږدې وینم اوبیا مو تریوه وخته خبری کولی اوچای مو څیښه ده راته وویل : اسدالله جانه لکه چې شلګری یي داستاسولهجه می هم خوښه ده.ځکه ژر پرې پیژندل کیدای شئ.استاد اوس ولاړ الله تعالی دې جنتونه نصیب کړي

  4. ملنګي مي ئې ډېره خوښېده، يو ښه ټولنيز شخصيت هم وو. په ادب کي خو ئې ځانته جلا لاره ايستلې وه.
    تر غاښ لاندي ئې چا ته نه کوله، سپيني خبري ئې کولې. که به ئې د چا کيسې، شعرونه، ليکني او خبري نه خوښېدې په ډېر جرئت به ئې خپل نظر ښکاره کاوه. د يوه او بل ليکوال په تېره د بهرنيو ليکوالو د ليکنو د مطالعې سپارښتنه به ئې هرچا ته کوله. ټوکي ئې خوښېدې او هر وخت به ئې نوې خبره غوښته.
    د ارنيسټ همينګوي “زوړ سړی او سيند” ترجمه سوی اثر ئې ما کلونه دمخه په هلکينه کي کتلی وو. پر هغه اثر دوو نورو لوستونکو ليکلي وو چي ډېر بې خونده ناول دئ. که رښتيا ووايم ما هم هيڅ خوند نه دئ ځني اخيستی، چي شايد علت به ئې زما ټيټه سويه وه، خو اوس چي شاوخوا شل کاله تېر سوي دي هم مي ئې دوهم وار ويلو ته زړه نه دئ سوی.
    له ۲۰۰۶ کال راهيسي به مو کله کله پر مسينجر چېټ سره کاوه، خو مخامخ مو ديدن ونسو.
    يو وخت د پښتو ژبي پر يوه مشهور شاعر او ليکوال باندي سوال او جواب ته سره ودرېدو، سره له دې چي په راډيو کي ئې د کلونو همکار او اشنای هم وو، خو ويل ئې شاعر نه دئ، ناظم دئ، غزل ئې هيڅ خوند نه لري او په کيسه ليکلو خو شک لا نه دئ.
    د افغانستان په مسئله کي ئې پر امريکا ډېر، حتی که ووايم تر حد زيات اعتماد ئې پر درلودئ. هر وخت چي به مو خبري پر دې خوا راغلې، ويل به ئې امريکايان تر روسانو ښه دي او افغانستان ته د آبادۍ په خاطر در رغلي دي!
    د ژوند تر پايه اشرف غني ته ډېر اميدوار وو، ويل دا سړی ئې در جوړوي!
    د استاد شپون اروا دي ښاده وي!

    • دپښتو دژبی ليکوال، شاعر، د پښتو د نثریوه ستره څیره او کيسه ليکونکي استاد سعدالدين شپون لدی نړی سترګې پټی کړی پر مړينې ئی د زړه له تله خواشيني شوم او د هغه ارواښاد مړينه د لر او بر پښتنو لپاره لويه ضايعه بولم. درنی کورنۍ ته دی یی لوی څښتن تعالی صبر او حوصله ورکړی. آمین یا رب العالمین

      عنایت اسحق زي

  5. سلام
    قالو انا لله وانا الیه راجعون

    د دپښتو ژبې ستر نثر لیکونکی
    ادبی نقاد او څېړونکی
    دقلم او لکنې حاکم او په زړه پورې لیکوال
    د افغان قومونواوقبیلو پېژندونکی
    بناء
    لوی خدای(ج) ده ته جنت الفردوس نصیب کړی اوکورنۍ ته یې جمیل صبر ور په برخه کړی
    امین یا ربالعالمینه

  6. قالو انا لله وانا الیه راجعون

    دپښتو ژبې ستر نثر لیکونکی
    ادبی نقاد او څېړونکی
    دقلم او لکنې حاکم او په زړه پورې لیکوال
    د افغان قومونواوقبیلو پېژندونکی
    بناء
    لوی خدای(ج) ده ته جنت الفردوس نصیب کړی اوکورنۍ ته یې جمیل صبر ور په برخه کړی
    امین
    یا ربالعالمین

  7. قالو انا لله و انا الیه راجعون. هو هغه د تاند کالمیست چې زه له همدې ځایه یې د لیکنو سره اشنا شوی وم له دې فانې نړۍ رخصت واخیست. خپلو خلکو ته یې یو ښه میراث پریښود. روح یې د ښاده او کورنۍ ته یې د زړه صبر غواړم

  8. د پښتو ژبى ليکوال او د پښتنو زړه سوانده مشر استاد شپون صاحب له فانى نړى نه سترګى پټي کړى. الله ج د ښه ورسره وکړى او اخرت يې ښايسته کړى. پاتي کورني ته جميل صبر غواړو.

  9. 2006/9/10 کال چهارصدو بستر شفاخانه کې یې دشهید حکیم تنیوال پر تابوت سر لګولی ،لاس مې ورکړ یوې ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌‌ډې ته مې پر چوکۍ کیښنوه ژورنالستانو میکروفونونه ورته نیولی , شپون لالا خبرې نه کوي اخیر یې ورته په ژړغوني اواز کې وویل حکیم مې د ګوتو غمی وو.

  10. هغه ته دې الله (ج) فردوس جنت ورکړي او پاتې خپلوانو او موږ د ادب مینه والو ته دې الله توفیق اوزغم راکړي چې د هغه لار تعقیب او آثار یې په څېړنو او مطالعه سره ژوندي وساتو .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب