پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Homeکالمونهقرارد پاکستان رامنځته کېدل، یوه نړیواله انساني فاجعه/ مجید قرار

د پاکستان رامنځته کېدل، یوه نړیواله انساني فاجعه/ مجید قرار

تاسې به هم وایاست چې دا ولې هره ورځ پاکستان، پاکستان، پاکستان؟ آیا له پاکستانه د کرکې لامل تعصب او که د تعصب لامل هیڅ بې هیڅه کرکه ده، که بل څه خبره هم شته؟

نه ملګرو، خبره تر دې ډېره ژوره ده. خبره هم دیني ده، هم انساني ده، هم ملي ده او هم د سیمې د ملتونو د هویت او فرهنګ د مسخه کېدلو ده. په همدې دلیل د شیخ الهند، مولانا محمد شفیع، مولانا محمود الحسن او مولانا ابوالکلام آزاد په شمول د هغه وخت ټولو نخبه علماوو او مفکرینو د پاکستان منځته راتګ د اسلامي نړۍ لپاره ناسور ګڼلی و.

دا چې د پاکستان جوړېدل ولې یوه انساني فاجعه وه، لاندې سرلیکونه یې را ته خلاصه کولای شي:

پاکستان ولې رامنځته شو؟

الف- په هندوستان کې د انګرېزي واکمنۍ پر مهال د کانګرس قوتونه او ټول آزادي غوښتونکي قوتونه د روسانو لور ته مایل و. انګرېزانو ته دا میلان خطرناک برېښېده. له همدې امله یې د خپلو استعماري ګټو د ساتلو او د خپلواکي غوښتونکیو اسلامي او غیراسلامي حرکتونو د ارمانونو د مسخره کولو او نیمه خوا ساتلو لپاره پاکستان رامنځته کړ چې د هند د نیمې وچې هیڅ ملت له انګرېز څخه د آزادۍ خوند و نه لیدلای شي.

با- د هندوستان مسلمانان د نړۍ د لوستو، تعلیم یافته، صنعتګرو، په حکومتدارۍ پوهو او په دیني پوهه سمبالو مسلمانانو یوه عظیمه کتله وه. د دوی یو ځای او متحد پاتې کېدلو هر وخت استعمار ننګولای شوای. د دوی د زور اوبه کولو لپاره دوی د پاکستان او هندوستان په نامه تقسیم کړای شول.

ج- په خپلو مستعمرو کې د انګرېزانو سرتاسري تګلاره همدا وه چې تر وتلو وروسته به یې د خپلو مداخلو د ضرورت ساتلو په منظور د هېوادونو ترمنځ سرحدي او نورې شخړې پرېښودلې چې کشمیر، ډېورنډ کرښه، د هند او چین، د بنګلادېش او هند، د عربو او اسرائیلو او چین او هانګ کانګ ستونزې یې یو څو مثالونه دي.

د- د روس پر خلاف د خپلو او د متحده ایالتونو لپاره د هوایي او ځمکنيو هډو د ساتلو لپاره د اسلام په نامه د دې خاورې چې په حقیقت کې په سیمه کې د لوېدیز استعمار لومړۍ هډه هم وه، رامنځته کول. د یادونې وړ ده چې پاکستان د پیل له ورځې پر خپله خاوره د امریکایانو سترې اډې او هوایي ډګرونه درلودل، خو پاکستاني ملایان اوس زموږ د هېواد پر خلاف د هډو د شتون په دلیل جهادونه اعلانوي. پاکستان له جوړښت راهیسې تر اوسه پورې، له اسرائیلو را وروسته په دويمه درجه کې د امریکا زیاته مرسته ترلاسه کوله.

هـ- له افغانستان سره د پښتني سیمو د یو ځای کېدلو وېره چې په سیمه کې د یوه غښتلي هېواد رامنځته کېدلو ته یې لاره هواروله.

د پاکستان رول:

د پاکستان اساسي دنده له لومړۍ ورځې په سیمه کې د استعمار د اهدافو پلې کول او ساتل و. د دې اهدافو ترلاسه کولو لپاره پاکستان لاندې دندې اجرا کړې:

۱- هماغه استعماري قوت ته چې د خپلواکي غوښتونکیو قوتونو په وینو او قربانیو یې ماتې خوړلې وه، پاکستان په سیمه کې اډې او د پښو ټینګولو مرکزونه ورکړل او په دې کار یې د سیمې له ټولو ولسونو سره غدر او جفا وکړه؛

۲- د استعمار په پروژو کې یې د اسلامي احساساتو د کارونې او په دې توګه، د دین په وسیله سیمې ته د غرب د پښو را کشولو لپاره یې زمینه سازي وکړه. جهادي حرکتونه یې جوړ او جلب یې د غرب استخباراتو ته ورکړ. عاطفي اسلامستان یې ښکار او د اصیلو بازانو په بیه په بازارونو کې وپلورل.

۳- له سیمې د باندې یې د استعمار په جنګي پروژو کې د کرایي هېواد او کرایي پوځ کار ورکړ. د مثال په توګه، په اردن کې د انګرېزانو له خوا د تور سپټامبر په پېښه کې د ضیاالحق تر قومانده لاندې د دېرش زره فلسطینیانو د شهیدولو پروژه پاکستان پلې کړه چې هغه فاجعه بیا وروسته په نړیوال قاموس کې د تور سمپټمبر یا بلک سپټامبر په نامه مشهوره شوه.

۴- د سیمې د غښتلیو ولسونو د فرهنګي هویت د مسخه کولو پروژه چې د دوی ژبې، رواجونه، څلي، ارزښتونه او دیني هویت یې مسخه او د یوه کاذب هویت څښتنان یې کړل.

۵- د جعلکارۍ او ګډولې یا پاکستاني اصطلاح د ملاوټ د کلتور د مخکښ په توګه د تاریخي جعلکاریو، لکه دیني او مذهبي جعلکارۍ، د سیاسي ډلو د جعلکارۍ، د جعلي اتلانو د تولید، حتی د اټومي وسلو د جعل او نورو سترو جعلکاریانو د مرکز په توګه کار ورکړه.

ای ايس ای او پاکستان

ای ايس ای په ۱۹۴۸ کې د رابرټ کاتهوم نومي یهودي له خوا جوړ شو. د دې سازمان لومړۍ رسمي دنده د مذهبي کړیو استخباراتي استعمار او د ملایانو د هغې لسګونه زره کسیزې شبکې سمبالول و چې انګرېزانو به د خپل حاکمیت پر مهال معاشونه ورکول. ای ايس ای وروسته څو نورې پروژې واخیستې، چې مهمې یې:

1- په ساړه جنګ کې د افغانانو استحمار او استعمال؛

2- د هند پر خلاف د پښتنو له جهالته استفاده او د هغوی استعمال؛

3- سیمې ته د لوېدیزو قوتونو د را داخلېدلو لپاره د ټروریزم د ډارمې په جوړولو کې شراکت؛

4- د سیمې د فرهنګي هویت د مسخ کولو او بیدارۍ د مخنیوي لپاره د پښتنو، بلوڅو او نورو د لسګونه زره سیمه‌ییزو مخورو ترور او وژل؛

5- منځنۍ اسیا، د چین سینکیانګ او د جنوبي اسیا نورو هېوادونو ته د افراطیت، ناامنۍ او لویدیځ د مداخلو د غځولو لپاره زمینه سازي.

د کابل وسوځوئ ماموریت

په سیمه کې د انګرېزانو لومړی مختوروونکی هېواد افغانستان له هر لحاظه له پښو غورځول د پاکستان اساسي ماموریت و. د پاکستان جوړېدلو لومړی افغانستان په وچه کې حصار کړ، له اقتصادي لحاظه یې د هند او ګرم سمندر له لارې د نورې نړۍ له بازارونو را ایسار کړ. ورپسې یې د افغانستان لپاره د اخواني ډلو په روزلو او ګمارلو او له برهان الدین رباني، حکمتیار، او نورو جهادي جاسوسانو څخه کار اخیستل پیل کړل. دا کیسه تر دې ورسېده چې د پاکستان دیکتاتور ولسمشر په عامو محضرونو کې د یوه جنوني او عقده مند انسان په توګه ناره وکړ چې: “کابل وسوځوئ!” ضیاالحق د کابل د پل چرخي جومات د خپلو اخواني ځریو په وسیله په خپل نامه کړ او په دې ارمان ومړ چې د اختر لمونځ به هلته کوي.

تر ده وروسته نوازشریف د افغانستان د څو زره کلن اردو د سبوتاژ ناره پورته او عملي کړه، بې نظیر بوټو د جهادیانو دويم نسل، یانې طالب را پیدا او افغانستان د نړۍ په کچه بدنام کړ او پروېز مشرف د افغانستان د بیا رغېدنې د تاریخي چانس د ضایع کولو لپاره ړانده، کاڼه او ګوډ ملایان استخدام او ژوندي کړل.

پاکستان له یوې خوا افغانان د خپلې دفاع په جګړه کې وجنګول او له بلې خوا یې هغوی له شا په خنجر ووهل.
په دې پروژه کې پاکستان سراسر ګټه وکړه. د افغان جهاد په نامه یې خپلې وسلې نوې، خپل زېرمتونونه ډک، تیار جوړ اټوم ترلاسه او ملیونونه ډالر ولوټل.

د امارت پروژه او د امارت جفاکارانه پای

د ګوډاګي امارت پر مهال پاکستان د پنځمې صوبې په توګه د افغانستان لپاره په خپله داخلي ملي بودیجه کې رقم بېل کړ. د افغانستان ټول میوزیمونه، مومیایي شوي مړي او تاریخي مجسمې لوټ، د کانونو او معادنو سروې پیل کړې. د امارت د ملایانو په څېره یې د افغانستان په ټولو حساسو سیمو کې خپل لوړپوړې مامورین وګمارل چې هغوی د افغانستان ټول اقتصادي او امنیتي رازونه، نقشې او مالومات پاکستان ته انتقال کړل. امارت یې د هندوستان پر خلاف، د هندو مذهب او بوداییزم د څلیو پر خلاف او حتی د هندي اتباعو او الوتکو د اختطاف لپاره وکاراوه او د امارت تر سیوري لاندې یې د کشميري ډلو د روزلو لپاره د افغانستان خاوره وکاروله.

پاکستان امارت د تشناب د کاغذ په توګه استعمال او د تاریخ په اشغال دانۍ کې وغورځاوه. د امارت د سقوط پر مهال یې امریکایان له خپلې خاورې پر خپل جوړ امارات را مارش کړل. د امارت د ملاتړیو عربانو او اوزبکانو ناموسونه یې نیلام کړل. د القاعده شپږ سوه جنګیالي یې وپلورل او د امارت د سقوط په پروژه کې یې آن جامع جوماتونه د لمونځوالو په وینو ورنګول او د ګازلن اور خوراک کړل.

تر دې راوروسته یې، خپله تر ملا محمد عمره پورې په زجر او وحشت ووژل. د ملا عبید الله یې سترګې ور ړندې کړې،د ملا برادار یې اعصاب ور خراب کړل او ویل کېږي چې یاسر یې په وینو لژنده ږیره پر څړک را کش کړ.

د پاکستان موخې:

پاکستان په دې جګړه کې دوه ډوله موخې تعقیبوي:
۱ د نورو لپاره موخې:
لکه چې وړاندې مو تفصیلي اشاره وکړه، په سیمه کې استعمار د حضور ساتلو لپاره د لویو پروژو پلې کول، د نړیوالو اسلامستانو ښکارول، په نړیواله کچه د خپل کرایي او اجیر حیثیت ساتل، د استعمارګرانو د ګټو لپاره د جنوبي او منځنۍ اسیا د ګډوډۍ او سیاسي بې ثباتۍ دوام او د اقتصادي او کلتوري پرمختګ مخه ډب کول او په ځانګړې توګه له داخل څخه د اسلامي نړۍ سبوتاژ د پاکستان عمده موخې دي.

۲ د خپل ځان لپاره موخې:

پاکستان په افغانستان کې د ستراتیژیک عمق د سیاست ترڅنګ د ډېورنډ کرښې تحمیلول، افغانستان په اقتصادي او سیاسي لحاظ تر خپل اغېز او مطلق واک لاندې ساتل، افغانستان د یوه مصرفي اقتصاد په توګه د خپلو توکیو لپاره د یوه بازار په حیث ساتل، د افغانستان پر اوبو د پانګه‌ونې مخنیوی او له اوبو څخه د ناروا ګټې اخیستنې دوام، د افغانستان پر کاني او معدني منابعو سترګې خښول او له هندوستان سره د افغانستان د هر ډول اړیکو د پراختیا مخنیوی.

کلتوري او اخلاقي فساد

پاکستان پر انټرنیټ د سیکس سرچ، سیکس ویډیوګانو او جنسي پلټون لومړی مقام لري. لومړی هېواد دی چې د نارینه‌وو د لواطت رسمي ټکس ورکوونکي فاحشه خانې لري. لومړی هېواد دی چې د بدلمنۍ تاریخي کلي چې د کورنیو ټول غړي یې په فحاشۍ کې ښکېل دي پکې اباد دي. هلته چې مور ماسیتوب او دلالي کوي، پلار د دروازې پیره‌داري کوي، ورور د پیسو په دخل ناست دی او خور یې له مشتري سره پر کټ غځېدلې ده.

پر فحاشۍ سربېره د رشوت ورکولو اخیستلو، جعلکارۍ، سوداګریزې غدارۍ او ډول ډول درغلیو کلتور له پاکستان څخه خپرېږي. نن پاکستانی پاسپورټ په نړۍ کې د قاچاقبرۍ، جعلکارۍ، ترهګرۍ او تور کاروبار نښه ده.
د پاکستان د جوړېدلو او دوام بدې پایلې او اغېزې

د پاکستان جوړېدلو تر ټولو لوی تاوان مسلمانانو ورکړ. د پاکستان قرارداد او د هغه قرارداد پر اساس په هندوستان کې له نهه سوه کلنو مفتوحه سیمو څخه لاهور او کراچۍ ته د مسلمانانو را په شا کېدل یوازې یوه دیني فاجعه نه، بلکې یو انساني ناورین هم و. په دې لحاظ د پاکستان رامنځته کېدل د مسلمانانو یو تاریخي شکست او ماتې وه چې په نتېجه کې یې هند له لاسه ووت او یوه غټه کتله هندي مسلمانان، چې تر پاکستانیانو یې نفوس زیات دی، بې لاسو او پښو د هندوانو رحم او کرم ته کښېناستل.

د دې په شاتګ په نتېجه کې د یو این ایچ سي ار مطابق، په سیمه کې
۱۴ ملیونه وګړيو خپل کور، کلی، جومات، حجره او ژوند وسیلې له لاسه ورکړې. په دوی کې یې اکثره تر اوسه لا هم د کور او هویت څښتنان شوي نه دي. د مثال په توګه، هغو مسلمانانو ته چې د اسلام په نامه تېر ایستل شول او له انګرېزانو سره د پاکستان د ناروا قرارداد پر اساس له هندوستانه را ووتل، تر اوسه هم لا هغوی ته مهاجر ویل کېږي او تر اوسه هم لا د ښار فاحشه خانې د هغوی له لوڼو ډکې دي.

په دوی کې تر اتیا سلنې زیات مسلمانان و. تر دې وروسته په فرقوي کوڅه په کوڅه، کور په کور شخړو، د بنګال په جنګ او بیا وروسته د هند او پاکستان په څلورو جګړو کې شاو خوا اووه ملیونه انسانان چې مطلق اکثریت یې مسلمانان جوړوي ووژل شول.

یوازې په بنګال کې ۳ سوه زره مسلمانې ښځې د پاکستاني پوځیانو له خوا تر جنسي تېري لاندې ونیول شوې او درې ملیونه انسانان قتل عام شول.

د پاکستان د جوړېدلو اغېز یوازې په افغانستان، پاکستان، هندوستان او سیمه پورې منحصر پاتې نه شو. له افغانستان څخه د ای ايس ای روزلي افراطي وحشیان مصر، سوریې، لېبیا، سومالیا، عراق او د نړۍ ګوټ ګوټ ته ولېږدېدل. د داعش مشر البغدادي د ای ايس ای روزلی شخص دی. د پاکستان له وجود څخه بل شوی د فساد، خونرېزۍ او وحشت اور اوس ټولې نړۍ ته خپور شوی او لا هم په خپرېدلو دی.

د پاکستان د لاس جوړ فساد د دې لامل شو چې د روسیې له خېټې څخه را وتلي د اسلامي نړۍ ستر ستر هېوادونه بېرته د روسیې لمنې ته ولوېږي او د افغانستان د تاریخي معبر د ویجاړتیا له امله له اسلامي نړۍ سره وصل نه شي. د پاکستان د فساد له امله د جنوبي او منځنۍ اسیا د ولسونو، په تېره د مسلمانو ملتونو ترمنځ سوداګري په ټپه ولاړه ده. پانګه‌ونه نه کېږي او سیمه د فقر، ناروغیو، جنګونو او وحشت په لمبو کې سوځي.

10 COMMENTS

  1. تخت و بخت دې برقرار ، پر قلم او کمپيوټردې برکت خو پام کوه چې هلته درپسې کوم ځانمرگی در ونه لېږي مينه او مننه زيار

  2. هههه ستا دلیکنو په لوستلو اونشرولو باندی خلکو تولو دسیکولر نوم راباندی ایشی دی خو زه دغه هم فخر گنم تاسو دی ژوندی یاست.

  3. الله دخېر درکړې ټول د حقېقت بېان کړ. نوم ېې پاکستان ندی شېطانېساتان دې.پاکستان د انګرېز ناجاېز اولاد دې

  4. جناب قرار صاحب په قلم او فکر مو برکت شه لیکنه مو ټوله په حقایقو ولاړه ده پاکستان د سیمې بالخصوص د افغانانو او مسلمانانو لپاره یو ناسور زخم ده خدای دې بیرته نیست کړي چې له شره یې په امان شو

  5. زما عاجز غوښتنه دا ده چې ته بايد خپلې ټولې هغه مقالې چې په روان ناورين را څرخي را ټولې او د يوې ټولګې په بڼه خپرې کړې.
    دا کار که ته نشې کولی يو چا ته دنده ورکړه همدا يې وخت دی ستا هره مقاله يو کتاب
    خبرېې لري او په بار بار

  6. د قرار صیب ټولې خبرې په حقایقو ولاړې دي که څوک لږ تاریخ ته متوجع شي پوهیږي چې پوره درې کاله وړاندې دا سیمه د امن، پرمختګ او کلتور سیمه وه خو اوس برعکس په دغو ټولو کې زیات ضرر افغانستان ته رسېدلی، زموږ د پخوانیو مشرانو ناغیړي او ناپوهي هم د افغانستان د بربادېدو یو بل لامل دی.
    زموږ مشرانو چې د پاکستان په ګټه رایه نه ورکوله پوهیدل چې دا هیواد به د مسلمانانو خاصتاً د افغانانو لپاره ناسور وي، اوس افغان مشران باید ددې جعلي هیواد پر ضد عملي ګامونه پورته کړي ترڅو چې پاکستان اړ نه کړای شي د افغانستان له پرځولو لاس نه اخلي، دلته یوه چاودنه هلته دوه چاودنې، دلته د یو عسکر او مامور وژنه هلته باید د لسهاو وژنه شي همدا يې د حللاره ده بله لاره نه لرو. مننه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب