یکشنبه, مې 5, 2024
Homeداسې هم شتهساینسپه لاړو چارجېدونکي کاغذي بېترۍ جوړې شوې

په لاړو چارجېدونکي کاغذي بېترۍ جوړې شوې

تاند- د نیویارک د بینګهمپټن ( Binghamton) پوهنتون متخصصانو داسې کاغذي بېترۍ جوړه کړه چې د بدن پر مایعاتو (لاړو) چارجېږي.

دا بېټرۍ یوازې په یو څاڅکي لاړو  د یوه ایل اي ډي (LED) ګروپ رڼا برابرولی شي.

د میډیکل ساینس د راپور له مخې، په دغو بېټریو کې باکټریاوې د لاړو په شان د یوې اورګانیک مادې په ترلاسه کولو یوه بهرني الکترود ته الیکترونونه لېږدوي او په نتیجه کې یې برښنا تولیدېږي.

متخصصانو د دې بېټرۍ په ابتدايي ازمېښت کې په هر سانتي متر مربع کې، چې د یوه ایل اي ډي ګروپ د روښانولو لپاره کافي ده، د څو مایکرو واټو برابره برښنا جوړه کړای شوه.

څېړونکي هیله لري چې دې ابتدايي بري ته به په راتلونکو وختونو کې انکشاف ورکړای شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب