دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeکلتورسینماد لندن په یوه موزیم کې د مادوبالا مجسمه

د لندن په یوه موزیم کې د مادوبالا مجسمه

د هند د سيمنا د پخوانۍ اکټرې مادوبالا (مدهوبالا) مجسمه به د روان کال تر پايه  د بریتانیا په مشهور موزيم مدم توسویدس (Tussauds Museum) کې ودرول شي.

مدهوبالا ته د هندوستان خلکو د مينې د الهې لقب ورکړی و. دا ۸۴ کاله له مخه په ډیلي کې زيږيدلې وه د پلار نوم يې عطاالله خان و، عطالله خان په خټه پښتون او له پېښوره هندوستان ته کډه شوی و.

مدهوبالا نهه کلنه وه چې په فلمونو کې راڅرګنده شوه، ورو ورو وځليده او د مغل اعظم په فلم کې يې شهرت نړيوال شو.

د مادوبالا مجسمه

دا په خپل ۲۷ کلن هنري ژوند کې په شاوخوا۷۰ فلمونو کې ولوبيده، دليپ کومار چې له دې سره په ګڼو فلم کې لوبېدلی، پر دې مين و، غوښتل يې واده ورسره وکړي خو د مدهوبالا پلار ورسره مخالفت وکړ.

د مادوبالا د پلار تر مخالفت وروسته له کشورکومار سره واده وکړ. کشور د دې واده په خاطراسلام ومانه او بيا يې د مينې له الهې سره واده وکړ.

د مدهوبالا ژوند ناروغي ورتریخ کړی و. ویل کېږي چې زړه يې سوری و،  تر اوږدې ناروغۍ وروسته د ۳۶ کلونو په عمر په ۱۹۶۹ کال وفات شوه.

په د دغه موزیم کې ځینې نور مشهور شخصیتونه، چې مجسمې یې داسې جوړې شوي لکه حقیقي انسانان. د لیدو لپاره یې؛

دا ځای کلیک کړئ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب