ژوند لکه کتاب
که پرون پېل — نن ختمیږي
فصلونه دي، چې تیریږي
د پرونیو کتاب بدل و
هغه ډک و له مینې
هره کرښه وه خوږه — هم پاڼې وې زرینې
اوس خو ژوند نشته
هر کتاب — یو عنوان لري
چې مرګ او مير دی
ټول ډک — له غم او ویر دی
هر فصل یې
په زړه خوړین دی
څه شول؟
هغه لمر، چې به شپه سبا کوله — هغه سپوږمۍ، چې تیاره کې ځلیدله
هغه د سیندونو مستې څپې — هغه د دښتو سکون
هغه ښکلې لوړې څوکې
هغه شین بڼ زمونږ
هغه ګلګون سپرلی — هغه مسکا مسکا غاټول
هغه معطر نسیم
هغه له غورځنګ ډکې نغمې
هغه د شپون شپېلۍ — هغه د پیغلو اتڼ
هغه ژوندې هیلې — هغه خوږمنې جذبې
هغه مخلص ساقي
هغه تورې سنګینې سترګې
هغه د مینې میکده
هغه زیارت کې رڼا شوې شمعې
هغه خواږه خیالونه
هغه حورې پټې په حجاب — هغه نظېفې ښاپېرې
هغه د ګودر سېلونه
هغه د دیدن ملنګان — هغه جګې شملې ځلمیان
هغه د وچو شونډو خندا
هغه پر غاړه تاویزونه
هغه څنار لاندی دیرې
هغه هره خبره کې قربان
او
هغه بې غمه خوبونه
څه شول؟