شنبه, نوومبر 23, 2024
Homeټولنیزارواپوهنهد روحي یا رواني فشار نښې او نښانې| ډاکټر کامران وزیري

د روحي یا رواني فشار نښې او نښانې| ډاکټر کامران وزیري

د یادولو وړ ده چې دا نښې او نښانې په هر چا کې خپلې ځانګړتیاوې لري او په ټولو وګړو کې په يوه بڼه نه را څرګندیږي.

ځینو کسانو ته کېدلای شي دا نښې ډېرې عامې او د هغوی د ورځني ژوند برخه ښکاره شي او فکر وکړي چې البته دا به نورمال وي او شاید چې ټول خلک داسې وي، خو په اصل کې دا د پرلپسې رواني فشار بیلګه ده چې انسانان یې کېدلای شي په غلطې کې د ژوند او خپل د کرکټر نورماله برخه وګڼي.

ځینې عامې نښې او نښانې دا دي؛

– په پام او د فکر په راټولولو کې ستونزې- حافظه کمزورېدل او د څیزونو هېرېدل
-غلط او سرسري تصمیمونه نیول- منفي فکرونه کول او یوازې د منفي اړخونو لیدل
– ډیر او په پرلپسې ډول بیلابیل فکرونه ذهن ته راتلل
– بی لامله اندیښنه او یا د کوم څیز اړوند پرلپسې او بې ګټې اندیښنه
– بی لامله خپه خپه کیدل او یا هم د خپګان احساس لرل
– ځان وارخطا حس کول یا اوتر اوتر کیدل، داسې احساس لکه انسان چې په بیړه کې وي
– په خوشې خبره په غوسه کېدل- د ناارامۍ احساس لرل
– پر ځان د غمونو یا د جنجالونو د انبار او بوجونو احساس
– ځان خوار او بې مرستې او بې اسرې احساسول
– بې لامله ځاني دردونه او ناراحتي لرل
– پرله پسې بیا بیا ځل ناروغیدل
– د سینې دردونه لرل، د زړه د درباري ډېرېدل
– اشتها ډېرېدل او یا لږیدل- بی خوبي او یا ډیر خوب کول
– د ټولنیزو کیناستو زړه توري کیدل او ځان ګوښه کول
– په سګرتو، چرسو، نصوارو، شرابو او داسې نورو څیزونو ځان او فکر غلطول او په دې څیزونو کې ارام او راحت لټول
– داسی احساس لرل چې د خپلو مسولیتونو نه باید په یو چل و ول ځان څنګ ته کړي

که خدای کول بله ليکنه کې د رواني فشار د رغولو لارې او چارې.

3 COMMENTS

  1. اَلسَلامُ عَلَيْكُم وَرَحْمَةُ اَللهِ وَبَرَكاتُهُ‎
    څنګه کولای شم چی له تاسو یعنې وزیری صیب سره ووینم

  2. ډیره په زره پوری لیکنه مو کړی خدای ج دی اجرونه درکړیږ
    خو سوال دادی چی په دی ناامنه هیواد کی دکورنی، ټولنیزو او اقتصادی ستونرو سره سره له دی مشکلاتو او روانی ستونرو څحه څمګه ځان ساتلی شو؟
    مننه
    ورور مو شریف نور شرافت دتاند ویب پانی دایمی کتونکی.

  3. سلام صاحبه: کومی نښی نښانی چی تاسو ښودلی دی تولی سمی دی په دغه وطن کی زیات خلک زما په شمول همدغه نښی نښانی لری خو تاسی باید ووایه چی دغه وطن چی جنګ ځپلی دی او زیات خلک په دغه ناروغی اخته دی څه باید وکړی عامه پوهاوی وشی اویا نور داسی پروګرامونه په لاره واچول شی ترڅو دخلکو ذهنونه بدل شی او ددغه ناوړه ناروغی مخنیوی وشی ډیره مننه داکترصاحب.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب