یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهکونړ ولایت کې واده ته پرتلونکو خلکو ماین چاودنه کړې

کونړ ولایت کې واده ته پرتلونکو خلکو ماین چاودنه کړې

تاند ( سه شنبه، د اسد ۱۴) د کونړ ولایت چارواکي وايي، چې د شیګل ولسوالۍ موڼي سیمې ته نږدې د ملکي کسانو پر موټر ځای پرځای شوي ماین چاودنه کړې.

د والي ویاند عبدالغني مصمم تاند وېب پاڼې ته وویلې، چې چاودنه د ملکي کسانو پرموټرهغه مهال شوې؛ کله چې دوی د خپلوانو د واده د خوښیو په مراسمو کې د ګډون په موخه پر دې لاره تېریدل.

مصمم زیاته کړه، چې په دې چاودنه کې دوه تنه وژل شوی او درې نور ټپيان شوي دي او په خبره یې وژل شويو کسانو کې یوه ماشومه او یوه میرمن شامل دي.

مصمم وایي، د پېښې ټپيان روغتون ته لېږدول شوي او حالت یې ښودل شوی دی.

د نوموړي په خبره دا ماین د دولت ضد وسله والو له لوري افغان پوځیانو ته ځای پرځای شوی ووخو په خبره یې پر ملکیانو یې چاودنه وکړه.

تراوسه د دې چاودنې مسولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب