Homeخبرونهد بهرنیو چارو وزارت وایي چې د سپین بولدک او چمن لار...

د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د سپین بولدک او چمن لار د مسافرو پرمخ پرانیستې ده

تاند(سه شنبه، د اسد ۱۴) د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د سپین بولدک او چمن لاره د مسافرینو لپاره پرانیستل شوې او په سلګونو افغان کډوال تمه لري چې له پاکستان څخه خپل هیواد ته دننه شي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هیواد په یوه بیان کې وویل چې دغه پوله نن سه شنبه، شاوخوا ۷ بجې او ۳۰ دقیقې د پاکستان د سرحدي ساتونکو لخوا په یو طرفه توګه پرانستل شوه.

په افغانستان کې د کورونا ویروس په خپریدو سره، پاکستان خپلې ټولې لارې وتړلې، او له افغانستان څخه د افغان مهاجرینو جریان یې بند کړ او د دوی لپاره یې جدي ستونزې رامنځته کړې، په ځانګړي توګه د ناروغانو لپاره.

د تورخم د لارې بندېدل د افغانستان او پاکستان تر منځ زیاتې ستونزې رامنځته کړي، چې دا په روانه اونۍ کې د کندهار ولایت پر ځینو برخو د دواړو هیوادونو د سرحدي ساتونکو او د پاکستان د راکټي حملو لامل شوی.

د ځایي چارواکو په وینا ، په دې نښتو کې ۱۵ ملکیان وژل شوي او ۸۰ نور ټپیان شوي دي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت هم وايي چې له پاکستان سره د افغان کډوالو د ستونزو د خلاصولو لپاره خبرې پیل کړي دي.

د دې وزارت په وینا، د افغانستان او پاکستان ترمنځ پوله په اونۍ کې یو ځل پرانیستل کیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...