شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهد ولسي جرګې له مخالفت سره سره د ملي دسترخوان مرستې دوام...

د ولسي جرګې له مخالفت سره سره د ملي دسترخوان مرستې دوام لري

تاند (سه شنبه، د اسد ۱۴) د ولسمشر ویاند وايي د ملي دسترخوان پروګرام د ولسي جرګې له مخالفت سره سره پیل شوی دی.

صدیق صدیقي چې نن یې په کابل کې یوې خبري غونډې ته وینا کوله وویل، د ملي دسترخوان پروګرام د حکومت له مهمو برنامو څخه دی چې د کلیو د پراختیا وزارت په مشرۍ د سیمه ییزو شوراګانو له خوا پیل شوی او د هېواد په یو شمېر سیمو کې یې مرستې دوام لري.

ښاغلي صدیقي خبریالانو ته ددې پوښتنې په ځواب کې چې طالبانو ویلي، دوی د سولې په برخه کې ورتر غاړې مسؤلیت ادا کړی دی وویل، دې ډلې تر اوسه د سولې په برخه کې هېڅ مسؤلیت نه دی تر سره کړی.

نوموړی وايي طالبانو له امریکا سره هوکړه کې ژمنه کړې وه چې روان تاوتریخوالی به کموي، پر لویو ښارونو کې به بریدونه نه کوي او همدارنګه له بهرنیو ترهګریزو ډلو سره به اړیکې نه پالي خو په خبره یې دغې ډلې خپله یوه ژمنه هم نه ده عملي کړې.

هغه وايي په دې برخه کې حکومت اړین اقدامات تر سره کړي دي او خپل مسؤلیتونه یې په بشپړه توګه سرته رسولي دي.

د ولسمشر ویاند یو ځل بیا په طالبانو غږ وکړ چې افغانانو ته دې دوکه نه ورکوي او ورتر غاړې مسؤلیتونه دې په سمه توګه سرته ورسوي.

صدیقي د خپلو خبرو پر دوام له طالبانو وغوښتل چې بین الافغاني خبرو ته دې غاړه کېږدي او داسې فضا دې رامنځته کړي چې د افغانانو تر منځ خبرې ژر تر ژره پیل شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب