دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeداسې هم شتهساینسد فېسبوک په زړه پوری موبایل

د فېسبوک په زړه پوری موبایل

تاند- فېسبوک د داسې موبایل ټېلفون (سیټ) د راایستلو په لټه کې دی چې هره برخه یې جلا کېدای او نوې کېدای شي.

د بیزنس انسایډر ورځپاڼې د راپور له مخې، تېر کال ګوګل غوښتل چې دا ډول موبایل ټېلفون جوړ کړي خو د دې لپاره چې جوړول یې خورا سخته و، ورڅخه تېر شو.

فېسبوک د تېرې اوونۍ د پنجشنبې په ورځ خپله اختراع رسماً ثبت کړه.

دا کمپنۍ غواړي چې له څو برخو جوړ ملفون، چې سره جلا کېږي او د اپ دېت کېدو په صورت کې نوې برخه ورزیاتېږي، راوباسي.

د دغه موبایل لوډسپېکر، مایکروفون، ټچ یا لمسي سکرین، جي پي ایس… او نور جلا کېدای شي.

د دې ملفون ښېګڼه دا ده چې کاروونکی یا استعمالوونکی یې په خپله خوښه د هغه هره برخه چې زړه یې غواړي د وخت په تېرېدو بدلولی شي.

د داسې کسانو شمېر لږ نه دی چې نوی ماډل ملفون راووځي، زوړ یا په ارزانه بیه پلوري یا یې ایسته غورځوي. خو دا یو هرڅوک بدلولی او له خپلې خوښې سره سم نوی کولی شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب