Homeداسې هم شتهساینسیوه لویدیځه کمپنۍ په خپلو کارکوونکو کې مایکروچیپس نصبوي

یوه لویدیځه کمپنۍ په خپلو کارکوونکو کې مایکروچیپس نصبوي

تاند- د ویسکانسین یوې کمپنۍ (Three Market Square ) اعلان وکړ چې غواړي د خپلو کارکوونکو په بدن کې کوچني چیپسونه نصب کړي.

د مېل ورځپاڼې د نننۍ (جولای ۲۴) ګڼې له راپور سره سم، دې کمپنۍ په عین حال کې وویل چې دا کار د خپلو کارکوونکو په خوښه کوي او په دغو چیپسونو کې جي پي ایس نشته چې د خلکو څرک لګوي.

دا مایکروچیپس د کمپنۍ د کارکوونکو د بټې او شهادت ګوتې ترمنځ د اګست له لومړۍ څخه نصب کېږي.

د دغه (Radio-Frequency Identification) چیپس په وسیله به د Three Market Square  کمپنۍ کارکوونکي سودا اخیستلی، د دفتر دروازې پرانیستلی، کمپیوټر ته ننوتلی (لوګ این)، د فوټو کاپي ماشین استعمالولی او یو شمېر نور کارونه کولی شي.

دوی وايي چې بالاخره به له دې تکنالوژۍ څخه د پاسپورت، د عام ترانسپورت د کارت، کریډت او دیبټ کارت … کار هم اخیستل کېږي.

پخوا دا ایدیا یو تصور و (ویدیو) خو اوس دا دی عملي کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ښادمن علمي خزانه؛ د نوښتونو خزانه | غني حسن

د ۲۰۱۸ کال پر څلرمه میاشت په کندهار کي یو علمي، فرهنګي، ادبي، تعلیمي او تحصیلي مرکز تاسس سو، او نوم ئې (ښادمن علمي...