دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeداسې هم شتهد سپوږمۍ خاوره په ۱۰۸ ملیون ډالره وپلورل شوه

د سپوږمۍ خاوره په ۱۰۸ ملیون ډالره وپلورل شوه

تاند- د سپوږمۍ د خاورې هغه بېلګه چې نیل ارمسترانګ له ځان سره په اپولو ۱۱ کې مځکې ته راوړې وه، په یوه لیلام کې په ۱۰۸ ملیون ډالره وپلورل شوه.

د ساینس خپرونې د راپور له مخې، په لیلام کې – چې د نیویارک د ساتبیز د لیلامونو په مرکز کې وشو، د سپوږمۍ د خاورې د اخیستونکي نوم څرګند نه شو.

په پیل کې اټکل شوی و چې دا خاوره به له ۲ تر ۴ ملیون ډالرو پورې وپلورل شي.

ارمسترانګ په ۱۹۶۹ میلادي کال د لومړني انسان په توګه پر سپوږمۍ پښې کښېودې او له ځان سره یې د سپوږمۍ د خاورې یو څه نمونه راوړه.

د ارمسترانګ له لوري راوړل شوې د خاورو کڅوړه څو لسیزې ورکه وه خو ناببره د امریکا د موزیمونو د یوه رييس په ګاراج کې وموندل شوه او له ډېرو جنجالونو وروسته لیلام ته وړاندې شوه.

دا خاوره مخکې تر دې چې لیلام شي، لومړی د ناسا یا د امریکا د فضايي تحقیقاتي ادارې لابراتوار ته واستول شوه چې وګوري ایا دا په رښتیا هم د سپوږمۍ خاوره ده.

ناسا په پیل کې د دې خاورې له ورکولو ډډه وکړه خو له اوږدې دعوې، چې په محکمې کې د ناسا پر خلاف وشوه، دا اداره مجبوره شوه چې د سپوږمۍ خاوره د موزیمونو رييس ته ورکړي او هغه یې لیلام ته وړاندې کړي.


له دې وروسته په په ۱۹۷۲ له سپوږمۍ څخه د راوړل شوې خاورې نمونه په دې ویدیو کې وینئ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب