شنبه, سپتمبر 21, 2024
Home+د ارواښاد لایق په تړاو څو وړاندیزونه| تمهید سیلانی

د ارواښاد لایق په تړاو څو وړاندیزونه| تمهید سیلانی

پۀ ډېرې خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه کړ، چې د هېواد خواخوږی، ريالست، انقلابي او زما د فکر  و مزاج دروند شاعر او استاد ښاغلی اکادميسين سليمان لايق د پخوانيو ژورو ټپونو لۀ امله، لۀ دې نړۍ څخه سترګې پټې کړې.
دروند لايق صاحب! د وطن پۀ دې وريرجن حالت کې، چې لۀ يوې خوا مو د سپين بولدک او لوګر پېښې ژړوي لۀ بلې خوا ستا د بېلتون غږ دومره دورند دی، چې زغمل یې زموږ لۀ پاره ډېره ګرانه ده… روح دې ښاد او يادونه دې تلپاتې اوسه !
دافغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ ته !
ښاغلی ولسمشره! اکادميسين سليمان لايق يو عادي شاعر او ليکوال نۀ و، بلکې دی د افغانستان دمعاصرې دورې د ريالیزم، هومانيزم، هېواد پالنې او د رښتيني نشنلیزم د ادبي او سياسي ښوونځيو بنسټګر ګڼل کيږي.
 لايق پۀ  زرګونه ځوانان د يادو  ښوونځيو  پۀ ډګر  کې روزلي دي. دا چې ددۀ فکر او لاره تلپاتې وي او راتلونکی کهول يې پۀ تمامه معنا وپېژني، نو ستاسو لۀ درانۀ مقام څخه د لايق صاحب د يو کمزوري شاګرد پۀ توکه ددۀ د نوم، فکر او ښونځيو د پايښت پۀ موخه څو  وړانديزونه کوم:
1) د افغانستان پۀ غوره پوهنتونونو کې دې يو پوهنتون د لايق صاحب پۀ نوم و نومول شي، تر څو د لايق صاحب نوم او د فکر  وړانګې تلپاتې پاتې شي…
2) د لایق صاحب! د تدفين د لوړو تشريفاتي مراسمو تر څنګ د هغۀ د قبر د ودانۍ لۀ پاره دې ځانګړې بوديجه تخصيص شي، ترڅو قبر يې پۀ يوه ښکلې ودانۍ وپوښل شي.
د لوړو زده کړو وزارت درانۀ مقام ته !
1) د اکادميسين سليمان لایق د فکر  او ښوونځيو د پېژندنې او خپرېدو  پۀ موخه دې يو مضمون د هېواد پۀ پوهنتونونو کې د ليسانس، ماسترۍ او دوکتورا برنامو کې د « لایق پېژندې » پۀ نوم ځای پر ځای شي، تر څو زده کړيالان ددۀ د هېواد پالنې، ریالستيک، هيومانستيک او رښتني نشنلیزم لۀ فکار د هېواد او ژبې د پر مختګ لۀ پاره ګټه واخلي.
د افغانستان د علومو اکاډمۍ درانۀمقام ته !
1. د لايق صاحب د لا ښې پېژندنې پۀ موخه، د علومو اکاډمۍ لۀ درانۀ رئيس او غړو څخه هيله کوم، چې ددۀ ناچاپ شوي اثار چاپ کړي تر څو زده کوونکي يې ددۀ دسپېڅلو آرمانونو د پوهېدو پۀ موخه ولولي….
2. د علومو اکادمۍ د تشکيلاتو يوه مهمه برخه، خونه يا ځای دې د لايق صاحب پۀ نوم ونومول شي، ځکه چې لايق صاحب ددې ادارې رښتينی غړی پاتې شوی او دايې پر دې ادارې مسلم حق ګڼم…
3. د پوهنتونو لۀ ښوونکو پۀ ځانګړې توګه د ژبو او ادبياتو لۀ درنو ښوونکو څخه پۀ درنښت هيله کوم، چې د لايق صاحب د لاښې پېژندنې پۀ موخه دې زده کړيالانو ته د لايق د افکارو پر  پېژندنې د ليسانس، ماسترۍ او دوکتورا پۀ کچه پايليکونه او څېړنیزې پروژې ورکړي، تر څو لایق صاحب راتلونکي نسل ته ښۀ ور وپېژندل شي…
درنښت!
د ارواښاد اکادميسین سليمان لايق يو کمزوری شاګرد
 سيلانی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب