Homeخبرونهاشرف غني: په ۳۴ ولایتونو کې به د ښځینه معاونینو د ټاکلو...

اشرف غني: په ۳۴ ولایتونو کې به د ښځینه معاونینو د ټاکلو په پروسه کې د واسطو مخه ونیول شي

تاند(یکشنبه، د اسد ۱۲) افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، چې د هیواد په ۳۴ ولایتونو کې د ښځو د مرستیالانو په توګه د ګمارلو پروسه به په دریو میاشتو کې پلې شي.

محمد اشرف غني پرون شنبه په سمنګان ولایت کې یوې عامه غونډې ته وویل چې،” د دې خلکو ګمارنه کې به د منځګړیتوب له لارې مخنیوی وشي. ”

هیڅ څوک د حکومتي چارواکو، وکیلانو یا مشهورو شخصیتونو سره د اړیکې له مخې نه ټاکل کیږي.

د افغانستان حکومت تیره سرطان میاشت کې اعلان وکړ چې د هر ولایت لپاره به ښځینه معاونه وټاکل شي.

د دې عمل هدف په قدرت کې د ښځو برخه اخیستل او د اداري اصلاحاتو پلي کول بلل کیږي.

ولسمشر غني په داسې حال کې دغه خبرې کوي چې په ځینو ګمارنو یې مدني ټولنو او ځوانانو غبرګون وښود چې ګمارني د وړتیا پر اساس شوې نه دي بلکې له لوړپوړو حکومتي چارواکو سره د اړیکو په لرلو سره ټاکل شوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...