شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهمتحده عربي اماراتو د عربي نړۍ لومړنی اتومي برېښناکوټ جوړ کړ

متحده عربي اماراتو د عربي نړۍ لومړنی اتومي برېښناکوټ جوړ کړ

تاند (یکشنبه، د اسد۹) متحده عربي اماراتو د عربي نړۍ لومړنی اتومي برېښناکوټ پرانیست او رسماً د هغو ۳۰ هیوادونو په کتار کې ودرېد چې اتومي برېښنا لري.

دا برېښناکوټ د جنوبي کوریا د کپکو کمپنۍ په مشرۍ د یوه کنسورشیم له لوري جوړ شوی دی.

د دوبۍ امیر محمدبن راشد ال مکتوم پرون (شنبه) په یوه ټویټ کې اعلان وکړ چې برېښناکوټ بشپړ شوی او په ازمېښتي ډول ورڅخه برېښنا واخیستل شوه.

متحده عربي اماراتو په دې برېښناکوټ، چې «براکه» نومېږي، ۲۵ ملیارد ډالره لګولي دي.

براکه برېښناکوټ څلور ريکټرونه لري او ۵ زره ۶۰۰ میګاواټه برېښنا تولیدولی شي.

د متحده عربي اماراتو چارواکي وايي چې په راتلونکو څو میاشتو کې به دا برېښناکوټ په منظم ډول د برېښنا تولید پیل کړي او د راتلونکي کال تر فبرورۍ پورې به یې تولید ۵۶۰۰ میګاواټو ته ورسېږي.

امارات غواړي چې تر ۲۰۲۳ م کال پورې په براکه اتومي برېښناکوټ کې څلور اتومي ریکټرونه جوړ کړي او په دې توګه به دا برېښناکوټ د متحده عربي اماراتو په سلو کې ۲۰ برېښنا برابره کړي.

متحده عربي اماراتو د پاکې او بې ضررې انرژۍ په سیکتور کې زیاته پانګونه کړې.

دغه هیواد تېر کال د وړم (۲۰۱۸) کال په پرتله د لمریزي او بادي برېښنا تولید ۳ برابره زیات کړ او په ساعت کې ۴ اعشاریه ۲ تیراواتو ته ورساوه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب