شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونههند کې د زهرجنو شرابو دڅښاک له امله د ۶۴ کسان مړینه

هند کې د زهرجنو شرابو دڅښاک له امله د ۶۴ کسان مړینه

تاند(یک شنبه، د اسد ۱۲) د هند د پنجاب ایالت چارواکي وایي ددغه ایالت په څو سیمو کې د زهرجنو غیر قانوني شرابو د څښاک له امله ۶۴ کسان مړه شوي دي.

د امنیتي چارواکو په وینا ددغه شرابو د پلور په تور څو کسه نیول شوي دي او پلټنې ترې روانې دي.

سرچینه وایي، چې لومړۍ پېښه په ګورداسپور کې شوې چې ۱۱ کسه زهرجنو شرابو وژلي او همدا راز په امریتسر کې بیا ۵۳ کسه د همدې شرابو د څښلو له امله مړه شوي دي.

پولیس وایي لا ډېر تحقیقات یې په دې اړه روان دي. په هند او پاکستان کې د زهرجنو شرابو د څښاک له امله هر کال سلګونه کسان مړه کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب