Homeخبرونهد ملي مصالحې عالي شورا وایي د اوربند د غځولو لپاره هڅې...

د ملي مصالحې عالي شورا وایي د اوربند د غځولو لپاره هڅې یې پيل کړې

تاند (یک شنبه،د اسد ۱۲) دافغانستان دملي مصالحې عالي شورا وایي د اوربند د غځېدو په تړاو یې هڅې پيل کړې دي.

د یادې شورا ویاندفریدون خوځون له رسنیو سره په خبرو کې ویلي دوی تمه لري، چې په افغانستان کې د ښکېلو لورو ترمنځ اوسنی اوربند تر اختر وروسته هم وغځېږي، چې د سولې لپاره د باور فضا پیاوړې شي.

خوځون له رسنیو سره په خبرو کې ویلي د ملي مصالحې عالي شورا رییس ډاکټر عبدالله عبدالله له زلمي خلیلزاد او د افغان حکومت له ځینو چارواکو سره پر دې مسئله سلا مشورې هم کړې دي او له دوی یې غوښتي چې باید د اوربند د غځولو پر لارو چارو فکر وکړي.

د ملي مصالحې عالي شورا وایي اوربند او سوله د افغانانو ارمان دی او دې هدف ته رسېدو لپاره د اوربند غځېدل د باور فضا پیاوړې کوي او هیلې زیاتوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...