شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهطالبان له درې ورځنې اوربند سرغړونه کوي

طالبان له درې ورځنې اوربند سرغړونه کوي

تاند(یکشنبه، د اسد ۱۲) د ځینو حکومتي سرچینو په وینا، د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د اوربند په لومړۍ او دوهمه ورځ شپږ ملکي وګړي د طالبانو لخوا وژل شوي دي.

د اروزګان د والي ویاند زړګي عبادي وویل چې په دغه ولایت کې د طالبانو په بمي چاودنه کې د دوه ماشومانو په ګډون پنځه تنه وژل شوي دي.

د ارزګان د والي ویاند وویل چې یوه چاودنه په دهراود ولسوالۍ کې د اختر په لومړۍ ورځ او بله د ترینکوټ ښار کې د اختر په دوهمه ورځ وشوه.

له بلې خوا د غزني د والي ویاند واحدالله جمعه زاده خبر ورکړ چې په دې ولایت کې یو مدني فعال پرون شنبه د طالبانو لخوا وژل شوی دی.

د جمعه زاده په وینا، طالب جنګیالیو د عصمت الله سلام په نوم یو مدني فعال، په ډزو وژلی دی.

ویل کیږي چې دغه مدني فعال د وسله والو لخوا هغه مهال په ډزو وژل شوی کله چې له خپلې کورنۍ سره له غزنی څخه د اندړو ولسوالۍ ته خپل کور ته روان و.

د دې پیښو په ورته وخت کې، د هرات او لوګر ولایتونو کې د چاودنو شاهد و، د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین ویلې وه چې د لوګر موټر بم برید طالبانو ترسره کړی.

خو طالبانو په دغه برید کې خپل  لاس لرل رد کړي وه.

د کورنیو چارو وزارت وايي د اوربند له پیل راهیسې د لوی اختر تر دویمې ورځې پورې کومه لویه امنیتي پیښه نه ده شوې.

د کورنیو چارو وزارت هم ټینګار وکړ چې افغان حکومت غواړي اوربند ته دوام ورکړي او تاوتریخوالی کم کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب