شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهولسمشرغني: په شمالي ولایتونو کې به د برېښنا د بندونو په شمول...

ولسمشرغني: په شمالي ولایتونو کې به د برېښنا د بندونو په شمول غټې پروژې تطبیق شي

تاند (شنبه، د اسد ۱۱) ولسمشر محمد اشرف غني نن سهار د یو لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د سمنګان ولایت د عمومي وضعیت د ارزونې په موخه، د دې ولایت مرکز ایبک ښار ته سفر وکړ.

ولسمشر غني د سمنګان مرکز ایبک ښار ته له رسېدو سره سم هغه ځای ته ورغی چې وروستی تروریستي برید پرې شوی وو او تر هغه وروسته یې ددغه ولایت د مختلفو قشرونو غوښتنې، وړاندیزونه او ستونزې له نږدې څخه واورېدې.

ښاغلي غني وویل: «کله چې سمنګان ته راځم، د سهراب مور تهمینه مې یادېږي چې څه زړور زوی یې پخپله غېږه کې را لوی کړ. د سمنګان حماسې په تاریخ کې ځانګړی ارزښت لري.»

نوموړي د خلکو د غوښتنو په ځواب کې وویل چې د اوبو برخه کې به د روان کال تر پایه تصمیم نیسي او ددې ولایت لپاره به ۴ بندونه په نظر کې ونیول شي.

هغه په ټینګار سره وویل: «زموږ اوبه، زموږ ابرو ده، په موږ پورې اړه لري او هغه مدیریت کوو او د بامیان دره صوف سړک جوړولو کار چټکوو.»

غني د نورو ډېرو ژمنو سره سره  په داسې حال کې د سمنګانو د کانونو د امنیت خبره وکړه چې طالبانو څو ورځې وړاندې د بدخشان د کران او منجان د لاجوردو د کانونو د نیولو هڅه کړې وه.

نوموړي دغې غونډې ته د وینا پر مهال په هېواد کې د حساب ورکوونکي دولت یادونه وکړه، خو ویل کېږي چې خلک وروستي تاوتریخوالي ته په کتو د حکومت له فعالیتونو ناراضه دي.

ښاغلي غني دغه راز له خلکو وغوښتل چې الکترونیکي تذکرې واخلي او د افغانستان د داخلي منابعو په انکشاف تمرکز وکړي.

محمد اشرف غني زیاته کړه د افغانستان د شمال راتلونکې مرکزي اسیا پورې تړلې ده او لویې سیمه ییزې پروژې د عملي کېدو په حال کې دي.

4 COMMENTS

  1. مه کوه نور خلکو نوې ژمنې مه ورکوه۔ هغه څه وايه چې عملي کټلی يې شې۔ بېخي ډېرې وعدې مو کړې۔ د هغو نيمې چې عملي کړې تر ټولو ه ولسمشر به يې۔ پخوا مې ډېر باور درباندې کاوه مګر نور نه۔ ډېر خلک همداسې دي۔ ستاسې له ودو مایوسه دي۔

  2. ولسمشره د کنړ د سیند د د کامی د برق د پروژی لپاره ګمبیری د دشت د ابادی لپاره
    د کنړ د بریشنا لپاره مشرقی وال مه خطا باسه۰عملا اقدام وکړه۰
    مشرقی وال تولیدی بریشنا د بی کارانو لپاره کار او د ناکامورا د پروګرام عملی کول غواړی۰
    که نه۰ مشرقی وال به یو ورخ سرکونو ته را ووزی۰او د خپلو حقوقو غوښتنه به وکړی۰
    د مشرقی د خلکو د چوپتیا نه غلطه ارزیابی مه کوه مونږ هم ددی مملکت یوه برخه یو۰

    مننه

  3. کامه وال صاحب سلامونه،
    د افغانستان اوسنی جنګ د دین مذهب او الله ج لپاره نه دی،دا جنګ د همدا کنړ سیند او د ډیورند د کرښی جنګ دی،
    مقابل طرف پاکستان سره ایټم بم دی ،غنی به څرنګه په تش لاس د کنړ سیند مشرقی والو ته مهار کړی؟
    څرنګه چه څوک د کنړ سیند بند پروژه نوم په خوله واخلی،کابل کی افغانستان کی په هماغه ورځ لس ځانمرګی چاودنی وشی،
    کنړ سیند او د ډیورند کرښه لپاره دا څلویښت کاله د افغان وینه بهیږی،
    کنړ سیند ډیورند کرښه ډمبکی سردار دواد خان ډانګوه ،پاکستان ګلبدین،رابانی،احمد شاه مسعود سردار صاحب ته تربیه او پناه ورکړی وه،او تر اوسه پوری پاکستان همدا کار جاری ساتلی،نو ته فکر وکړه چه پاکستان څومره سرمایه په دا تروریستانو باندی مصرف کړی ده؟
    ایا پاکستان به په دومره اسانی سره د کنړ سیند اوبه در پریږدی؟
    ولسمشر غنی مه ملامتوه،
    څلویښت کاله جنګ څه اسانه خبره نه ده،څلویښت کاله جنګ افغانان دوسوه کاله روسته واچول،
    افغانستان کی چه وطن دوست ملا په منبر د خپلی خاوری صفت او د خاوری دفاع خبره وکړی،په بله ورځ په هماغه خپل منبر کی د ځانمرګی په واسطه شهید کیږی،
    مولانا ریحان، او مولانا نیازی ،او مولانا بصیر حقانی،همدا کنړ سیند ډیورند کرښی تر حلق تیر کړل،
    په کوم دین په کوم مذهب د دوی مرګ روا وه؟معلومه خبره ده چه دا جنګ د اسلام جنګ نه دی .
    کنړ سیند تړل څه مفته خبره نه ده،
    کنړ سیند تړلو لپاره به کفن تر سر تړی،
    اویاکلن ولسمشر غنی ته به سترګی نه غړوی،

  4. وایي: که نه وایم خو له غمه ووایم. لعنت دې وي په چټلستاني پوځ او د هغوی پر ګوډاګیانو چې تش په نامه مجاهدین ورته ویل کېږي. دا تش په نامه مجاهدین خو د داود خان په وخت کې د هېواد پلورنې لپاره تیار شول. لعنت دې وي پر دوی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب