شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهد خوړو نړیوال سازمان له افغانانو سره د مرستې لپاره له مرستندویه...

د خوړو نړیوال سازمان له افغانانو سره د مرستې لپاره له مرستندویه بنسټونو د نورې مرستې غوښتنه کړې ده

تاند (شنبه، د اسد ۱۱) د خوړو نړیوال سازمان وايي په روان ۲۰۲۰ میلادي کال کې ۱۲ میلیونه افغانان د خوړو له کمښت سره مخ وو خو کورونا ددغه هېواد میلیونونه نور وګړي له لوږې سره مخ کړي دي.

یاد سازمان په خپل راپور کې ویلي په پام کې لري له شاوخوا ۱۰.۳ میلیونه هغو افغانانو سره مرسته وکړي چې له لوږې سره مخ دي.

په افغانستان کې د یاد سازمان سرپرست رابرټ کسکا په خپلو خبرو کې ویلي، دوی له کورونا ځپلو افغانانو سره ۳۵ میلیون ډالرو ته اړتیا لري.

له دې وړاندې له کورونا ځپلو سره د مرستې په موخه یاد سازمان ته ۱۲ میلیونه ډالر د امریکا پراختیايي ادارې له خوا ورکړل شوي خو دغه سازمان یې کافي نه بولي او له نړیوالو مرستندویه بنسټونو څخه د نورو مرستو غوښتنه کړې ده.

باید وویل شي چې ولسمشر غني د ملي دسترخوان د پرانیستې په مراسمو کې ویلي وو چې ۹۰ سلنه افغانان له فقر سره مخ دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب