Homeخبرونهننګرهار کې د ترېشر جوړولو فابریکې مسؤلین منځنۍ اسیا ته د خپلو...

ننګرهار کې د ترېشر جوړولو فابریکې مسؤلین منځنۍ اسیا ته د خپلو تولیداتو د لېږد هڅې کوي

تاند (شنبه، د اسد ۱۱) ننګرهار کې د ترېشر جوړولو فابریکه تر تاجکستان وروسته منځنۍ اسیا ته د خپلو تولیداتو د صادرولو په هڅه کې ده.

ننګرهار کې د جاوېد افغان فابريکې مسؤلین وايي روان کال يې تاجکستان ته ۲۰ ترېشرونه صادر کړي او هڅه کوي چې ۲۰۲۱ کال کې خپل توليدات د منځنۍ اسيا نورو هيوادونو ته هم ولېږي.

د ننګرهار ولایت له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان تولید دغه ترېشرونه به راروان کال ازبکستان، ترکمنستان او قرغزستان هېوادونه ته ور ولېږدول شي.

د یادې فابریکې مسؤلین وايي که د قرنطین موده پای ته ورسېږي نو د بازار موندنې ډلې به دغو هېوادونو ته ولېږي او د نورو ترېشرو پلور ته به زمینه برابره کړي.

د جاوېد افغان په نوم فابریکې د مسؤلینو په خبره چې اوسمهال یې ۱۳۰ کسانو ته په مستقیم ډول د کار زمینه برابره کړې او پر دې سربېره یې د هېواد په ټولو لویو ښارونو کې د خرڅلاو په څانګو کې هم لسګونه کسان په کار بوخت دي.

جاوېد افغان فابريکه نه یواځې د غنمو ترېشر جوړوي بلکې پر دې سربېره د جوارو او وريجو ترېشرونه، د ټراکټور ټرالۍ او نور زراعتي سامانونه هم توليدوي.

په ورته مهال د افغانستان د مزدورانو اتحاديه وايي، د فابريکو جوړول د صنعت د پراختيا ترڅنګ د بې روزګارۍ د کچې کمښت کې هم ګټور تمامېدلی شي.

اوسمهال په ننګرهار کې لسګونه فابريکې په بېلا بېلو برخو کې تولیدات کوي چې سلګونه کسانو ته یې د کار زمینه برابره کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...