Homeخبرونهفاریاب کې ترافیکي پېښې ۷ کسانو ته مرګژوبله واړوله

فاریاب کې ترافیکي پېښې ۷ کسانو ته مرګژوبله واړوله

تاند (شنبه، د اسد ۱۱) د فاریاب ولایت ځايي چارواکي وايي په دغه ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۷ کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.

د فاریاب د ترافیکو مدیریت مسؤلین وايي، یاده پېښه نن غرمه د فاریاب مرکز میمنه ښار کې رامنځته شوې چې په پایله کې یې د موټر چلوونکي په ګډون دوه تنه مړه شوي او پینځه نور ټپيان دي.

سرچینه کاږي د پېښې قربانیان ټول د یوې کورنۍ غړي وو او غوښتل یې له المار ولسوالۍ څخه د فاریاب مرکز ته لاړ شي چې ښار ته نږدې له یوې دروازې سره ټکر کړی دی.

د ترافیکو د پولیسو په خبره ډېر کله داسې پېښې ترافیکي اصولو ته د نه پاملرنې له وجې رامنځته کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

دتندې ماتم | شاه زلمی

کرۍ ورځ به دې یوم، پر اوږه ایښي وي، په اوبو به دې جنجال وي، وړوکیه! دا زموږ وطن دی؛ د غرونو، سیندونو، دښتو...