شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeمقالېسعودي عربستان د کورونا د مخنیوي لپاره کلک تدابیر نیولي

سعودي عربستان د کورونا د مخنیوي لپاره کلک تدابیر نیولي

د تېرو کلونو په پرتله سږ کال لږ شمېر مسلمانان د حج مراسم په ځای کوي.

د کورونا وایرس د خپرېدو له کبله سعودي عربستان اړ شوی چې لږ شمېر خلکو ته اجازه ورکړي چې د حج مراسمو ته ورشي.

حج د اسلام یوه له پنځو بناوو څخه ګڼل کېږي او پر هر مسلمان، چې مالي توان لري، فرض دی چې په خپل عمر کې یو ځل حج وکړي.

د حج مراسم په پنځو ورځو کې بشپړېږي.

هر کال د نړۍ له ۱۸۰ هیوادونو څخه تر ۲ ملیونه ډېر مسلمانان د حج د مراسمو لپاره سعودي عربستان ته ځي او د نړۍ په دې تر ټولو سترو مذهبي مراسمو کې ګډون کوي.

خو سږ کال د کورونا وایرس د لا زیاتې خپرېدا د مخنیوي لپاره د نورو هیوادونو زیارت کوونکو ته اجازه ورنه کړل شوه چې د حج د مراسمو لپاره سعودي عربستان ته لاړ شي.

دا پرېکړه د دې لپاره شوې چې زیارت کوونکي د کورونا وایرس له خطره خوندي وي. د حج د مراسمو برخوالو ته ویل شوي چې ټولې روغتیايي سپارښتنې په پام کې ونیسي.

مکې ته له رسېدو سره سم د ټولو زیارت کوونکو تبې کتل شوي او تر مراسمو وړاندې قرنطین شوي دي.

د سعودي عربستان د حج او اوقافو د وزارت له پرېکړې سره سم هغه کسان د حج د مراسمو اجازه لري چې عمرونه یې تر ۶۵ کالو کم دي او هیڅ راز مزمنه ناروغي نه لري.

د سعودي د حج وزارت د پلان رييس امر المداح اوسوشیتید پریس خبري اژانس ته ویلي چې چارواکي هغه ټول تدابیر په پام کې نیسي او عملي کوي چې د حج د مراسمو په لړ کې حتي یو تن هم په کورونا اخته نه شي او یا څوک ورڅخه مړ نه شي.

سعودي عربستان یو له هغو هیوادونو څخه دی چې د کورونا وایرس پېښې پکې ډېرې دي.

د جان هاپکنز پوهنتون له شمېرو سره سم، په دغه هیواد کې تراوسه پورې ۲ لکه ۷۰ زره مثبتې پېښې ثبت شوي او له دې وایرسو ۲ زره ۷۸۹ تنه مړه شوي دي.

د سعودي عربستان د حج او عمرې د چارو وزارت تېره میاشت وویل، یوازې کم شمېر هغو بهرنیانو ته د حج د مراسمو اجازه ورکول کېږي چې په سعودي عربستان کې اوسي.

راپورونه وايي، د سږني حج په مراسمو کې به د زرو او ۱۰ زرو ترمنځ زیارت کوونکي برخه ولري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب