جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهننګرهار:د دوه کورنيوترمنځ خپلمنځي نښته کې ۵ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې...

ننګرهار:د دوه کورنيوترمنځ خپلمنځي نښته کې ۵ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

تاند( جمعه، د اسد ۱۰) د ننګرهار ولایت امنیتي چارواکي وايي د دې ولایت په روداتو ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ په خپلمنځي نښته کې ۵ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د روداتو ولسوالۍ امنیه قوماندان سمونوال جلیل احمد لغمانی وایي، پېښه نن سهار شاوخوا لس بجې رامنځته شوې، چې له امله یې د دواړو خواو ته درې تنه وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

سرچینه وایي یاده نښته کې دننګرهارولایتي شورا پخواني غړي لعل محمد دراني ورور الماس هم ټپي شوی دی.

لغمانی زياتوي، چې نښته په یوه حقوقي موضوع رامنځته شوې او د پېښې د عاملینو د نیولو هڅې رواني دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

دسمال يې راووړ… | هیواد شېرزاد

متل دى چې سترګې له سترګو شرمېږي؛ له همدې امله مو مياشت مخکې ورڅخه هيله وکړه که دى (١) پخپله مېلمانه راوبولي نو ښه...