جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهله ۴ میاشتني ګرځبندیز وروسته د کابل د ژوبڼ سیلانیان ډیر شوي

له ۴ میاشتني ګرځبندیز وروسته د کابل د ژوبڼ سیلانیان ډیر شوي

تاند ( جمعه، د اسد ۱۰) د کابل ژوبڼ مسوولان وايي، چې تر۴ میاشتني ګرځبندیز وروسته ژوبڼ ته د راتلونکو سیلانیانو شمیر ډیر شوی دی.

د یاد ژوبڼ آمرعزیز ګل ثاقب رسنیو ته ویلي، چې په ورځني ډول له دې ژوبڼ څخه له ۵۰۰ تر ۷۰۰ سيلانيان لیدنه کوي.

نوموړی وایي هڅې یې پيل کړي، چې په دې برخه کې رامنځته شوی زیان جبران کړي.

د کابل ژوبڼ د کورونا په راتګ سره د سیلانیانو پر مخ وتړل شو او نږدې یوه میاشت کیږي، چې دا ژوبڼ بیرته د خلکو پرمخ پرانیستل شوی دی.

د مالوماتو له مخې، تېر کال کابل ژوبڼ يو میلیون لیدونکي لرل، چې له درکه يې ۲۳ میلیونه افغانۍ عاید ترلاسه شوی، خو سږ کال د ۴ میاشتو ګرځبندیز له امله ۱۵ میلیونه افغانۍ زيان کړی دی.

د کابل د ژوبڼ د مسولانو په خبره په دې ځای کې څه دپاسه ۱۰۰ ډوله ژوي ساتل کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...