شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهنامتو شاعر او لیکوال سلیمان لایق وفات شو

نامتو شاعر او لیکوال سلیمان لایق وفات شو

تاند – د افغانستان نامتو شاعر او لیکوال سلیمان لایق د ۹۰ کلونو په عمر وفات شو.

د سلیمان لایق د مړینې اوازه تېره اوونۍ هم خپره شوې وه خو نوموړی له یوې مودې راهیسې ناروغ او په روغتون کې بستر و.

نن د سلیمان لایق زوی غرزي لایق د خپل پلار مړینه تایید کړه.

د سلیمان لایق اصلي نوم غلام مجدد دی. په ۱۳۰۹ لمریز کال د پکتیکا ولایت په ښرنه کې زېږېدلی. پلار یې یو مذهبي او د مجددي حضرتانو خلیفه و او له همدې کبله یې پر خپل زوی (سلیمان لایق) غلام مجدد نوم ایښی و.

دی پنځه کلن و چې پلار کابل ته راوست او په ۱۳۱۹ کې یې له دوهم ټولګي څخه په حبیبیه لېسه کې زده کړې پیل کړې. په ۱۳۲۶ لمریز کال د پغمان په دیني مدسه کې شامل شو او په ۱۳۳۱ کې ورڅخه فارغ شو.

سلیمان لایق د لوړې زده کړو لپاره لومړی شرعیاتو پوهنځی شروع کړ خو ژر یې پرېښود او ادبیات یې ولوستل. دی په ۱۳۳۶ لمریز کال د کابل پوهنتون د ادبیاتو له پوهنځي فارغ شو.

د لایق مهم اثار:

چونغر، د اباسین سپېدې، کیږدۍ، کیسې او افسانې.

1 COMMENT

  1. د لایق صاحب روخ دی ښاد وی۰لایق صاحب مرګ لویه ضایعه ده۰ لایق صاحب ټول عمر د
    مظلوم او زحمت کښو د پاره په حقه مبارزه وکړه۰لایق صاحب دلوړی مفکوری انسانی عاطفی د اجتماعی عدالت او پوهی خاوند وو۰
    زه دلایق صاحب د شخصیت په باره کښی د لیکلو توان نه لرم او لیکوال نه یم۰
    هو دومره پوهیږم چه د لایق صاحب مثال به نه وی او نه به پیداشی۰لایق صاحب یو خاص معجزه وه۰دزرو قدر د زرګر سره وی۰د لایق صاحب هر بیت او هره خبره و زیات تفسیر ته ضرورت لری۰ډیر می ارمان شو ۰هو باور لرم چه ډير عاشقان به یی نن خفه وی۰
    الله دی جنتونه نصیب او کورنی ته دی خدای صبر ورکړی۰
    انا لله و انا الیه راجعون۰

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب