شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهافغانستان او پاکستان وايي، د سپین بولدک – چمن په نښته کې...

افغانستان او پاکستان وايي، د سپین بولدک – چمن په نښته کې ۲۲ تنه وژل شوي

تاند (جمعه، د اسد ۱۱) د افغانستان حکومت د جمعې په ورځ پاکستان د کندهار په سپین بولدک ولسوالي کې د ۱۵ تنه ملکیانو په وژلو تورن کړ.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، په پاکستان کې د روغتون مسوولانو د دوو ګاونډیو هیوادونو د پوله ساتو ترمنځ د ډزو په تبادله کې د ۷ تنو وژل کېدا تایید کړه.

د پنجشنبې په ماښام د دواړو هیوادونو د سرحدي ځواکونو ترمنځ نښته وروسته له دې پیل شوه چې ګڼ شمېر افغانانو غوښتل خپل هیواد ته راستانه شي خو پاکستاني پوځیانو یې مخه ونیوله او په پوله کې راټولو شویو مسافرو د پاکستان له ملېشه ځواکونو سره اخوډب وکړ.

افغان چارواکي وايي، د مسافرو او ملېشه ځواکونو له نښتې وروسته د پاکستان سرحدي ځواکونو هم پر مسافرو او هم په افغانستان کې پر سرحدي کمیسارۍ بریدونه وکړل.

د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته د شپې تر ۱۱ بجې یې دوام وکړ.

د کندهار والي حیات الله حیات وویل، د پاکستاني ځواکونو له لوري د هاوان او نورو درنو وسلو ګولۍ د سپین بولدک ولسوالي پر ښارګي ولګېدې چې په نتیجه کې یې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۵ تنه ووژل شول او ۸۰ نور ژوبل شول.

د کندهار د میرویس روغتون مسوولانو تاند ته وویل چې لږترلږه یو ټپي، چې حال یې نازک و، په روغتون کې سا پرې کړه چې ورسره د وژل شویو کسانو شمېر ۱۶ ته ورسېد.

له بلې خوا په پاکستان کې طبي چارواکو رویټرز ته ویلي چې ۳۱ تنه ټپیان شوي دي.

د کندهار چارواکي وايي، د دې لپاره له زغمه کار اخلي چې دواړو خواوو ته افغانان اوسي.

له دې شخړې وروسته د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي هیله څرګنده کړه چې دا ستونزه حل شي.

قریشي د جمعې په ورځ په اسلام اباد کې یوې خبري غونډې ته وویل، څه چې په چمن کې پېښ شول، باید نه وای شوي. «موږ دا موضوع د بهرنیو چارو وزارت له لارې له افغانستان سره تعقیبوو او په کابل کې مو خپل سفیر ته ویلي چې پر دې مسلې له افغان چارواکو سره خبرې وکړي. ښاغلی اتمر له موضوع خبر دی او هیله ده چې مشکل په ارامه حل شي.»

د کندهار د والي مرستیال حاجي اغا لالي دستګیري ویلي چې دواړو خواوو ته یو قوم اوسي او په ډېرو ځایونو کې د دوی د کورونو نیمه خوا د ډیورند کرښې هغې خوا او نیمه دې خوا ته ده نو پکار ده چې مسایل د خبرو له لارې حل شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب