شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهد کورونا له کبله په یو شمېر هیوادونو کې خلکو د قربانۍ...

د کورونا له کبله په یو شمېر هیوادونو کې خلکو د قربانۍ لپاره څاروي انلاین رانیول

تاند – هر کال په لوی اختر کې په نړۍ کې ملیونونه پسونه، وزې او سخوندران قرباني کېږي. یوازې په جنوبي اسیا کې نژدې ۶۰۰ ملیونه څاروي د قربانۍ لپاره حلالېږي.

خو سږ کال د کورونا وایرس خپرېدو د حج پر مراسمو او لوی اختر سیوری غوړولی دی.

په مکه مکرمه کې لږ شمېر خلکو د حج په مراسمو کې ګډون کړی دی.

د فرانس پریس خبري اژانس د راپور له مخې، د کووید ۱۹ ناروغۍ د هند، بنګله دېش او پاکستان په شان هیوادونه سخت اغېزمن کړي او لوی بازارونه دي.

د کورونا وایرس د خپرېدو له بېرې ډېر خلک بازارونو ته نه وځي او حتي د لوی اختر په مېلو کې له ګډونه ډده کوي خو په همدې منځ کې د انترنیټ له لارې د څارویو د رانیولو بازار تود شوی دی.

د بنګله دېش په پلازمېنه ډاکه کې سدید حسین فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي، کورونا یې دوه ترونه ورمړه کړي او له دې کبله یې سخت درد لیدلی دی.

د ښاغلي حسین په وینا، باید د دین فرایض او سنتونه په ځای کړي نو غوره یې ګڼلې چې د قربانۍ لپاره یو غویی د انترنیټ له لارې واخلي.

په ډېرو نورو هیوادونو کې هم د کورونا وایرس د خپرېدو له ډاره خلکو د انترنیټ له لارې د څارویو رانیولو ته مخه کړې ده.

یو شمېر ځانګړې ویبپاڼې جوړې شوي چې د څارویو بیې یې پکې لیکلي او عکسونه یې خپاره کړي دي.

خو په هند کې فرهاد زاهد د یوټیوب له لارې څاروي پلوري. دی په خپل یوټیوب چاینل کې تر ۸ لکه ډېر تعقیبووونکي لري.

ښاغلی زاهد، چې په مومبی کې اوسي؛ وايي، د څارویو ویدیوګانې یې اخیستي او له موزیک سره یوځای یې پر خپل چاینل خپرې کړې دي چې خلک یې په غور ولیدلی شي.

پشوبجار هم په هند کې د څارویو یو پلورنکی دی. نوموړی د نورو مالدارو څاروي په انلان ډول پلوري.

دی وايي، تېر کال د انترنیټ له لارې له شلو تر ۳۰ زیات څاروي د انترنیټ له لارې ونه پلورل شول، خو د سږ کال په تېرو ۳ میاشتو کې یې تر ۲ زره ۵۰۰ ډېر څاروي پلورلي دي.

1 COMMENT

  1. تاند – هر کال په لوی اختر کې په نړۍ کې ملیونونه پسونه، وزې او سخوندران قرباني کېږي. یوازې په جنوبي اسیا کې نژدې ۶۰۰ ملیونه څاروي د قربانۍ لپاره حلالېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب