Homeداسې هم شتهساینسد نړۍ تر ټولو د لویې الوتکې بریالی الوت

د نړۍ تر ټولو د لویې الوتکې بریالی الوت

تاند- د نړۍ تر ټولو ستره الوتکه له یوې بدې تجربې وروسته په اسمان کې ښکاره شوه.

دا الوتکه ایرلنډر ۱۰ (Airlander 10) نومېږي او په بریتامیا کې د (Hybrid Air Vehicles) کمپنۍ له لوري جوړه شوې ده.

تېر کال دا الوتکه په دوهم تجربوي الوت کې د انګلیستان په کارډینګټن هوايي ډګر کې ولوېده.

د دې الوتکې، چې د نړۍ تر ټولو ستره الوتکه ګڼل کېږي او بڼه یې بالون ته ورته والی لري، اوږدوالی ۹۲ متره، پلنوالی درې څلوېښت نیم متره او لوړوالی ۲۶ متره دی.

Play

ایرلنډر ۱۰ الوتکه ۴ څرخونه لري چې دوه یې د الوتکې په شاتنۍ برخه او دوه په مخکینۍ برخه کې دي.

ایرلنډر ۱۰ الوتکه د نورو الوتکو خلاف الوتلارې یا رنوې ته اړتیا نه لري ځکه چې عمودي الوزي. دا الوتکه په هر ځای کې کښېناستی او ورڅخه الوتی شي.

پر اوبو هم کښېنستی شي.

دا بېړۍ ډوله الوتکه ۱۰ ټنه بار او ۴۸ سپرلي وړلی شي او پر له پسې ۵ ورځې الوت ته دوام ورکولی شي.

دا الوتکه چاپېریال ته لږ تاوان لري ځکه لږ ککړتیا خپروي او ږغ یې هم ټیټ دی.

Play

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

میتن (متهن) چکرورتي: د وړیا خوړو لپاره مې په محفلونو کې نڅا کوله

تاند (سې شنبه، د تلې/ میزان ۷ مه) د بالیووډ مشهور اداکار میتن چکرورتي د خپل هنري ژوند د لومړیو ورځو د ستونزو په...