جمعه, مارچ 29, 2024
Homeکالمونهقرارحی علی الحساب - د مجید قرار لیکنه

حی علی الحساب – د مجید قرار لیکنه

د طلوع د سعد محسني انګلیسي مقاله مې لوسته چې په پولیټیکو میګزین نومې امریکایي رسنۍ کې خپره شوې ده، طبق المعمول یې د افغانستان د بحران ټوله پړه پر پښتانه ور اړولې چې ګواکې واک یې انحصار کړی او نورو قومونو ته یې برخه نه ده ورکړې. له نړیوالې ټولنې یې غوښتنه کړې ده چې دغه حالت پای ته ورسوي. دا یواځېنۍ او یوه مقاله یا رسنیزه څرګندونه نه ده. دا د یوې خاصې حلقې اوږدمهالی پلان دی چې یوه یوه کړۍ یې تعقیبېږي او هدف یې په لوی لاس د افغانستان بحران قومي کول او د قومونو په نامه سوداګري ده.

د دې پلان فکري اړخ د رنګین دادفر سپنتا شاګردان، د مخدوم رهین مریدان، او د اخواني، پرچمي، ستمي مثلث قلم په لاس لوبغاړي دي، چې د اوسني حکومت د دواړو ټیمونو ځوانې څېرې یې ملاتړې دي، رسنیز کانالونه یې د طلوع په شمول لنډه غریزې رسنۍ ورته برابروي، له بهرنۍ نړۍ سره یې اړیکې او ارتباطات د بهرنیو چارو وزارت لنډه غر لړلي ادارې ورته سمبالوي، او مسلح او د کوڅې او بازار کار یې جهادي لنډه غر ورته کوي.

څه موده وړاندې د بهرنیو چارو وزیر واشنګټن ته راغلی و، په مهمو مجلسونو کې یې همدغه ډنډوره یې غږوله چې افغانستان د پښتنو لخوا د واک انحصار خراب کړی. تر هغه وړاندې د بهرنیو چارو وزارت معین نصیر اندېشه واشنګټن ته راغی، په دوهمه ورځ یې د هغو امریکایانو لخوا چې ده ورسره کتلي و، د فډرالیزم په ملاتړ او په متنازعو ملي مسایلو لیکنې وشوې. د بهرنیو چارو د وزارت د اکثرو مامورینو عمده دنده د ملي ګټو د دفاع پر ځای، له هېواده د باندې د کور شکایتونه، رازونه او مشکلات مطرح کول او د ګوندي ګټو لپاره کار دی.

لومړۍ خبره خو دا ده چې د دې شیطاني مثلث اهداف د افغانستان د ټولو قومونو لپاره ویجاړوونکي او وحشتناک دي، ځکه د افغانستان هره کمزورتیا، بې ثباتي او بې عدالتي د ټولو وروڼو ولسونو راتلونکی ګواښي.

دوهمه خبره دا ده چې دوی قرباني ته د لامل، او مړه ته د پړه لقب ورکوي او د هغو تاریخي ناخوالې او بې عدالتۍ دوام ته لاره هواروي چې د افغانستان ټول قومونه، په تېره د پښتون مظلوم ټبر یې دا دېرش کاله زغمي.

تر اوسه هیڅ داسې انصافدار پیدا نشو چې په سالمو ادبیاتو، پسته ژبه او ساده ترازو، له لنډه غرو سره حساب وکړي. هیچا ونه ویل چې راځئ د نظام د لوړې، متوسطې، او ټیټې طبقې پر یوه یوه بست، یوه یوه ریاست، یوه یوه ولایت او یوه یوه سفارت خبره وکړو. په لویه کچه د حکومت څوارلس د کابینې غړي، د دفاع، کورنیو چارو، بهرنیو چارو او معارف وزیرانو په شمول، چې یواځې دغه څلور وزارتونه ۹۰٪ دولت تشکیلوي، یواځې د شمال ولایتونو اتباع او لس نور یې د مرکزي او لویدیځ ناپښتانه دي.

په پښتنو وزیرانو کې هم لویه برخه د همګرایۍ د ټیم غړي او یا بیا په کمزورو وزارتونو خوښ ساتل شوي دي. د پښتنو په اتو وزارتونو کې یې د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرستي، او د سرحداتو وزارت غوندې مرغانچه هم را حسابلې ده. ارګ او امنیت شورا یې هم پر پښتانه حسابلی چې دواړه د بې خېله او بې ادرسه وګړیو پر ځاله بدل شوي دي.

دا یې د لومړۍ کچې ترکیب دی. د متوسطې او ټیټې حال تر دې ډېر خراب دی. یو کوچنی مثال یې د واشنګټن افغان سفارت دی چې په مقابل کې یې لنډه غرو ته پنځه استاځۍ ورکړل شوي دي. دا سفارت هم پر پښتانه حساب دی حال دا چې دلته د سفیر ترڅنګ یواځي دوه د ټیټې سطحې ډیپلومان پښتانه او نور ټول یې د دوو دریو ولایتونو بې تجربې او حتی بې اسنادو خلک دي چې په انګليسي ژبه هم نه پوهېږي. د سفیر د مرستیالانو یا مستشارانو په څلورو بستونو کې یو هم پښتون نه دی ټاکل شوی، درې تنه یې د نظار شورا غړي او بې سویې ځوانان دي، د یوه تن چې یې څو میاشتې وروسته د دندې وخت پای ته رسېږي، په ډېر تلوار یې پرځای یوه بله بانډبنه معرفي شوې ده. دا خبرې نه په تعصب اړه لري، نه د قومپالنې پر اساس دي. دا خبرې ځوابیه دي، د بهرنیو چارو د وزیر او د سعد محسني د پروپاګند په مقابل کې دي او د ټولو لپاره د انصاف غوښتلو په هدف مطرح کېږي.

لنډه دا چې د بهرنیو چارو وزارت په ټولو استاځیو کې، لکه د مالیې، کورنیو، او نورو وزارتونو، د پښتنو د کارمند ونډه لس سلنه هم نه ده خو په دې ټولو سربېره هم طلوع او ټولو رسنیو د ولسمشر غني د هغې ورځې وینا بیرته د هغه پر ټیم ور واړوله.
وړمه اونۍ ولسمشرغني په خپله وینا کې تصادفي د ډپلوماټانو د بې کفایتۍ بحث مطرح کړ، خو لنډه غرو رسنیو د ولسمشر برحقه خبره پر همده ور تاوان کړه او بیرته یې همدی پکې ملامت کړ.
هغوی د شاوخوا شلو سفیرانو نومونه د ولسمشر غني د فساد د ثبوت په توګه رسنیو ته را وایستل، حال دا چې سفیر اساساُ سیاسي بست دی او د سفیر په ټاکنه کې د اعتماد خبره مهمه ده. سفیران دومره د بحث موضوع نه ول، لکه ډپلوماټان، مستشاران، وزیرمختاران او سکرتران چې دي. البته که سفیران وشمېرل شي هم همدغه سفیران د ټولو سفیرانو د شمېر شل سلنه نه جوړوي.

یواځېنۍ ستونزه بیا هم دا نه ده چې د بهرنیو چارو په وزارت، یا په دفاع، یا په کورنیو چارو، او یا په کوم بل وزارت کې ولې په دې کچه تبعیض دی. ستونزه دا ده چې ټاکل شوي وګړي پرلپسې د افغانستان پر خلاف کار کوي. په قنصلګیریو کې مامورین لنډه غري کوي، کډوال او بهرمېشتي افغانان ځوروي، فساد کوي. په سیاسي بستونو ګومارلي وګړي کرۍ ورځ بهرنیانو ته د افغانستان داخلي شکایتونه کوي، د فډرالیزم، او لنډه غریزم لپاره بهرنی ملاتړ را جلبوي او د ملي تګلارې یا ملي ډیپلوماسۍ قطعاً درک نه معلومېږي. د فډرالي نظام په ننګه د اروپایي اتحادیې د سفیر پوسټونه درګرده د بهرنیو چارو وزارت لوړپوړو معاوینونو پر خپلو ټویټرونو او فیس بوکونو نشرول. د ډیورنډ پر مسأله د پدرام په ننګه تر ټولو زیات منفي پوسټونه د بهرنیو چارو وزارت مامورینو خپرول.

د ظرفیت له لحاظه، اکثره نوي ګومارل شوي وګړي په انګلیسي ژبه نه پوهېږي، د کوربه هېواد په ژبه نه پوهېږي، پخوا یې یوه ورځ هم د بهرنیو چارو وزارت ماموریت نه وي کړی او ځينې یې لا د دوولسم په اسنادو راغلي وي. چې له کوم ډپلوماټ څخه پوښتنه کوې، یا به د وکیل، یا به د قوماندان، یا به د جهادي رهبر زوی او وراره وي. د جهاد، مقاومت، ونډې او سپین سترګۍ پر بنسټ که یې د وزارت په تولو ګمارنو کي خپل خلک ځای کړي دي، د ښځینه دیپلوماټانو د بنست په نوم یې هم د وزارت اړوند ډېر بستونه د جندر په نامه، په خپلو نجونو او مېرمنو ډک کړي دي. د وزارت د بشري سرچینو رئیس څارنوال عبدالله ایماق په ورته وخت کي د جمعیت ګوند منشي او د استخدام رئیس عبدالهادي سیار د برهان الدین رباني زوم او د صلاح الدین اخښی دی.
هغوی چې د پښتانه په نامه را استول کېږي، اکثره یې لېونیان، نالوستي او یا د دوی پر مېږوي تړلي هلکان وي چې دا کار هم شعوري او قصدي کېږي.

دا یواځې د یوې ادارې او یوه وزارت داستان دی. که همدغسې وزارت پر وزارت او ولایت پر ولایت څراغ وګرزوې، حالت تر دې ډېر خراب دی. د غزني ولایت یې ښه نمونه ده چې په دوه درځنه رئیسانو کې یې څلورم تن د ولسمشر لخوا پښتون معرفي شو، عبدالله عبدالله رسمي اعتراض وکړ او پخواني ښاروال په خپل دفتر کې د نوي ټاکل شوي پر خلاف د تهدید سنګر ونیو او بالآخره د یوه ولایت د دوهم بست د تقرر په برخه کې د ولسمشر فرمان مسخره او ولسمشر له خپل فرمان څخه د یوه ولایتي رئیس د بدمعاشۍ په مقابل کې په شا شو.

فاجعه دا ده چې په دغومره چور او سپین سترګۍ کې لا هم د ټلوالې د ټیم، د بهرنیو چارو د وزارت او د لنډه غرو رسنیو لخوا په ټوله نړۍ کې همدا ډهول غږول کېږي چې افغانستان پښتانه وخوړ او دوی وږي پاتې شول.

یادښت: زه په دې متأسف یم چې پر قومي مسایلو غږېږم، خو دا چې همدغه مسأله د لنډه غرو کړیو لخوا په هره کچه بیا بیا مطرح کېږي، د اجرائیه رئیس خپله پر همدې ادبیاتو بیانونه ورکوي، او ټول مشران یې همدغه ادبیات کاروي نو زما یا بل حکومتي مامور سکوت ته هم اخلاقي توجیه نشي موندل کېدلای.

د مجيد قرار پاڼه دلته لایک کړئ:
Majeed Qarar

Promote Your Page Too

د مجید قرار د فیس بوک ملګرتیا لپاره دې لینک ته ټک ورکړئ:
Majeed Qarar

Create Your Badge

19 COMMENTS

  1. کور دی ودان مجید قرار صاحب، چی د لنډغرو غلو مرداریو یوه څنډه دی لوڅه کړه، خو فکر نه کوم چی امریکایی سیاستوال دی ستا لیکنه دلته ولولی او کیدای شی تاسو هم لیکنه افغان لوستونکو ته کړی وی. کاشکی نړیوالو او امریکایی مطبوعاتو ته هم په انګریزی لیکنی وکړی او د لنډغرو ماهیت امریکایی سیاست جوړوونکو ته وروپیژنی که څه هم دوی پوهیږی خو ممکن عام امریکایان ناسم تصویر ولری. مننه

  2. سلامونه،
    قرار مجید صاحب ! دا د پرون کلکاني سقاویانو اولاده+ستمیان + جمبشیان …ملټيپل جاسوزان په حی علی الصلوات او حی علی الفلاح څه خبر دي چې ته پرې د حی علی الحساب ژغ کوې؟؟؟ .
    هاغه مشر کلان استادان ېې چې تر ستوڼو پورې په قتل، فساد، غلا او چهار عیب شرعي کې ګکړ دي ، لکه د مرغۍ سرو د خپل سرپرست او زیرپرست ولایاتو کې د سلهاوو سرتیرو او صاحب منصبانو د مرګ او ژوبلو حساب ېې لا نه دی ورکړی ؛ د راتلونکو ټولټاکنو کی د ځان کاندیډولو خوبونه په دشت لیلی او قلای جنګی کې ګوري!!
    زه فکر کوم که لوی څارنوال “حمیدي” صاحب او قاضی القضات په حقیقي توګه عدالت تامینول غواړي ، او م.اشرف خان غني هم د ملا جان کیري فرمان څيرې کړي او په یو سم افغاني عزم ولس ته مراجعه وکړي ، بیا به ولس د دوی سوانح په لاسو کې ورته حی علی الحسابونه ورکړي.
    و آخر دعوانا …

  3. ښاغلی قرار، تاسو کولی شئ چې خپله همدا لیکنه انګلیسي ته واړوئ، یو څه یې صیقل کړئ او په امریکایي رسنیو کې یې خپره کړئ چې لږ تر لږه د امریکایانو ذهنونه خو د دوی په تبلیغاتو چټل نشي.

  4. له خپل ځانه ګیله ؟؟
    سوال دا دی چه داحالت په ولس باندی چا تحمیل کړی او چا توجیه کړی ؟
    داسی یو فاسد نظام ته مشروعیت چا ورکړی ؟
    د همدی نظام د ټینګښت لپاره ښاغلی مجید قرار او نورو منډی نه وهلی ؟
    نو اوس موږ ته ولی ژړا کوئ ؟؟
    خودکرده به څه تاوان دخلکو غواړي ؟؟
    موږ خو ویل چه دا د جان کیري په لاس جوړ شوی جوړښت غیر افغاني دی ، معقول ندی او پایدار ندی خو همدوی ورته نڅا نه کوله ؟
    اوس دی ستردووم متفکر د دی علاج هم را پیدا کړی کنه ؟
    د دی نظام کوم ځای سم دی ؟
    اوښه کوم ځای دی سم دی ، پاته دی غاړه ؟
    هیله کوم چه تنقید می خپور کړئ . مننه

  5. ګران میوند مبارز صاحب، زه دوه وجوده لرم. یو وجود مې د مجید قرار دی، بل مې د یوه لیکوال دی. د لیکوال په حیث زما دنده د حقایقو ویل دي. مجید قرار د یوه حکومت کارمند کېدای شي خو د لیکوال دنده معلومه ده چې یواځې خپل وجدان ته باید ژمن وي. پاتې شوه د نظام د مشروعیت خبره، نو د نظام مشروعیت، ښه والی او بدوالی نسبي خبره ده. ټول افغانان نظام ته ژمن دي او لامل یې دا دی چې بدیل یې نه ویني. خراب نظام درلودل تر نه نظام درلودلو غوره ده او دا شرعي او منطقي اصل دی. البته دا چې دا نظام ستونزې نه لري، دا خبره یواځې ما نه، هیڅ افغان تر اوسه نه ده کړې.

    • سعد محسنی او دا نور د ټلوالی لنډغر د افغانستان د تضعیف په پروژه کی د همدی غرب ( انګلیس او . امریکا ) بشپړ ملاتړلري.د طلوع تلویزیون چه د روپرت مردوک په سرمایه چلیږي ، همدا نظام یی مخه
      ولی نه نیسي ؟؟؟ .
      تاسی رمه لیوانو ته سپارلی او بیا موږ ته د میږو د مرګ ویر هم کوئ
      همدا دوستم چه ښاغلی متفکر غیږ کی ونیواه نو ټول ولس چغی بغاری نه وهلی چه د خدای روی ته وګورئ دا کار مه کوئ ځکه چه دی کار سره ستاسی ټول سیاسي اخلاق له منځه ځي خو چا نه منله

      اوس چه دوستم ښه سره ګلان وکرل او د ارګ ماڼۍ پری سمسوره شوه نو اوس یی متفکر هم مني
      زه فکر کوم چه د اوسني نظام تر ټولو لوی مشکل د ستونزو تحلیل دی ، د دوست او دښمن نه پیژندل دي ، کوم نړیوال چه متفکر صیب ورته ملاتړی وایی ، هم هغوی د دی نظام ریښی کاږي
      او کله چه همدا ستاسی نړیوال ملاتړی طالب او داعش په شا ګرځوي او پیشو او مږک لوبه همداسی جاری ساتلي او تاسی په ستراتیژیک تړون سره همدی ډرامی ته د دوام سند هم بخښلی نو بیا داسی لوبی به حتما دوام مومي .
      ورانه د ملا نه ده او اوس ورانه د متفکر نده
      مننه

  6. زمونږ د دیپلوماسۍ د دستګاه مسوولین یواځې په سفارتونو کې یو څو سفیران نه دي، هلته له دوی سره په هر سفارت کې لسګونه تیار خواره ، لټان ، نفاق اچوونکی ، د خپلو افغانانو ځورونکی هم ورسره کار کوي. د هېواد په ټولو ادارو کې شاید داسې مفتخواره وي. خو د باندینو چارو وزارت کې په اوسنیو شرایطو کې بیحسابه دی ، دوی اکثره د شمالی ټلوالې او مقاومت غړی دی.
    په هغه لست کې چې د نظار شورا او جنرال عبدالله ایماق مشهور ستمی – پرچمي له خوا ځینو رسنیو ته ورکړل شویدی، سیدان ، خواجه ګان ، قریشیان یی هم پښتانه ښودلې دی ، البته هغوی افغانان دی او ممکن هغوی د پښتنو په حساب تللي وي . اما هغوی هم هلته پښتون ضد پالیسي عملی کوی. په هر حال سره مسافرو ته یی سلا یوه ده، که تصادفا کوم پښتون دیپلومات د باندینیو چارو وزارت په چوکاټ کې له دوی سره کار کوی ، هغه هم د دوی له لاسه ښه ورځ نه لري ، یا یی پناهندګی او فرار ته مجبوروی ، یا ورته سل دسیسې جوړوي.
    خلاصه مونږ باید تر ټولو مخکی یو مسلکي او مجرب سړی د هیواد دباندینیو چارو وزیر په صفت ولرو ، نه ابن الوقت او یا د ملیشو قوماندانان .

  7. ښاغلی قرارته سلامونه ! که لږڅه په خپل ګریوان کې فکروسوچ وکړو نو ټوله ګڼاه زموږ ده دیوبل جرړې باسو – نوروته غوړه مالی کوو – یوسکنی ورور بل سکنی ورورتخریبوی – په خپل پښتون ناخقه ټاپې لګوو – خلص اتفاق نه لروهمدااوس دمخدره موادو په وزارت کې تاجکانو لکه احمدی لو ی چورروان کړی – آن تردې چې جمعیت یې بډای کړ – په ناحقه تور پښتانه نیسی او محاکمه کوی داولپیک کمیټې کې په یوه چوکۍ درې تاجکان مقرردی اوله یوې چوکی درې واړو ته تنخوا ورکول کیږی – ډیری تاجکان له دریو پوستونو نه تنخوا اخلی اوخیالی سرتیرې لری

  8. ډیره مننه کوم محترم قرار صیب په کوتو مو برکت او ذهن مو لا روښانه شه همیشه تاند اوسی په زړه پوری لیکنه دی کړی او هرڅه مو چی لیکلی حقیقت لری اولسمشر او ټول محافظه کارپښتانه باید پوه شی چی ددوی لپاره خلک څنګه کوهی کنی او غواړی دوی وروغورځوی قرار صیب ښه مثال یی د اجرائیه ریاست پښتانه سلاکاران دی چی په څګر کی یی الف هم نشته او داکاردوی دستوری کوی ځکه داسی ضعیفه کسان نشی کولای چی خپل حق وغواړی او یاهم دی ځان په ګټه او تاوان پوه شی

  9. ښاغلی قرار صاحب سلامونه لیکنه دې کاملا له واقعیتونو ډکه ده، له ارګه ستا او ستا په څیر د ملتپالو ځوانانو تګ هم ددې پروژې یوه برخه وه، همدا اوس د ارګ د چارو اداره له داسې خلکو ډکه ده، چې طلوع خیل د ولسمشر پر ضد د تبلیغاتي موادو له اړخه تمویلوي او کلک ملاتړ یې لري؛ خو وایې چاته؟؟؟ همدا اوس ستا د هیواد لومړۍ میرمن د پښتون او نا پښتون په مسئله کې تر سعد محسني سل چنده جدي او له زهرو ډک دریځ لري؛ خو په چا یې منې؟؟؟ همدا فعلا ستا په ارګ کې پښتون ماسټر په څلورم بست کار کوي او ناپښتون دولسم پاس هم پس له وخته پوهنتون لولي او هم په دوهم بست کار کوي… همدا اوس د ارګ په اداره امور کې ستا پښتون د دوهم بست څخه شل زره افغانۍ معاش خوري؛ خو د سعد محسني محروم تاجک، هزاره له دریم بست څخه ۶۵۰۰۰ افغانۍ معاش اخلي… همدا اوس ستا په ارګ کې پښتون د پښتونولۍ په تور محکوم دی او نا پښتون چیت پوزی، یا د محبوب ولسمشر بچه خوانده دی، او یا د لومړۍ میرمنې، د دري ژبو خبره (سر فلک رای نمیزنه) نو خبره دا ده چې (خپله لاسه ګله لاسه) زه وجدانا درته قسم خورم چې هر هغه څوک چې اوس هم غني ته بابا وايي، یا یې افراطي توصیف کوي، هغه نه افغان دی، نه انسان دی او نه مسلمان دی… ایا خبر یې چې د ارګ د چارو ادارې د یوې مرستیالې درې تنه سکرتران په مرمۍ ضد موټرو کې ګرځي؛ خو داسې پښتانه رئیسان شته چې موټر نلري، ایا بې عدالتي یې نه بولې؟؟؟ ستا د چارو د ادارې یوه مرستیاله همدا اوس د دوو مهمو رسمي دندو تر څنګ ۲۱ شخصي تجارتونه پر مخ بیايي او هر بزنس یې له شپږو تر شل میلیونه ډالرو ارزښت لري، دایې له کومه کړل؟؟؟ زه له تانه پوښتنه کووم، ته او خدای چې ددې هیواد لپاره سعد محسني، لطیف پدرام یا حفیظ منصور خطرناک دی، که د ارګ په چارو اداره کې د ولسمشر غني بچه/دختر خوانده ګان؟؟؟ نو که ځواب دا وي چې غلام بچه ګان خطرناک دي؛ نو راځئ چې اول ولسمشر غني ته خط کرښه راکاږو، بیا په ارګ کې د تعصب او فحاشت ځالې ورانې کړو او بیا د سعد خبره راپورته کړو

  10. از دیدگاه قرار صاحب اسمعیل یون طاقت احدی گلبدین و امثال اینها مردم های شریف تحصیل کرده و شاید شایسته همه چیز هستند دیگر ها همه لنده غر هستند. شاید که قرار صاحب نیز از گروه اینها باشد. خداوند این بیمار های روانی را شفا عاجل نصیب کند.

  11. شاغلې حسام الدین خان ته سلام!
    لطفاََ یو څه خپلو لڼډغرو سوانح ؛کولاب ،پنجاب ،تهران …. اوسنۍ فساد ېې وګورئ
    و باز به نوشته های قرار صاحب تبصره کنید!!
    او د خدای په خاطر د جنرال صاحب طاقت ،او د پوهاند اِ.یون صاحب ا.د.ن. نومونه له خپلو کوڅه-ډبو لڼډغرانو چوچای سکو سره مه مقایسه کوئ!

  12. حسام الدین خانه دِه در کجا و درختها درکجا ، الایارجان درختان سر کوه را کې شانده ؟
    تاسو هم لږ سر په ګریوان کې کښته کړئ ، او بیا قضاوت وکړی ، یا به ته هم له همدغو لنډغرو له جملې نه یې او یا داچې د دوی له چور اوچپاول نه خبر نه یاست،
    رښتیا یی ویلي چې تاسو له وېشې په تالا راضي یاستی.

  13. د تاندویب پاڼې درنوکارکونکو او د درنو هیوادوالوورونو په اجازه! په ریښتیا چې حقیقت ډیرتریخ دۍ او جنګي لیونیان او لندغره چاقوکشان ئې د اوریدو طاقت نلري۰

  14. ښی چاری ملګری قرار
    زه نه پوهیږم چی د تیرو اتو میاشتو څخه دی په کومه ګناه بلاک کړی یم موږ دا ستا د لیکنو د کتلو حق نلرو
    ضروری د جواب په هیله
    درنښت

  15. ښاغلی مجید قرار .
    زمونږ دټولنی په هره برخه کښی ستونزی شته خو هلرونکی کښی چی زمونږ دهیواد استازیتوب نړیوالو ته ښودل کیږی لومړی باید دپوهې او علم پر بنسټ ولاړ ووسی تر څو نړیوال نورمونه په پام کښی ونیسی که هغه استازیتوب زمونږ دیو پوهنتون محصل هم کوی نو حداقل باید ښوونځی څخه په ډیر ښه لیاقت او وړتیا فارغ شوي ووسی خو نه دا خبره نه ده په پام کښی نیول شوي دافغانستان داستازیتوب دخوندیتوب لپاره،څکه چی زه یی پخپله وینم په نظامی بورسونو کښی هغه لنډه غران ددغو ډلو ټپلو څخه په دی بورسونو کښی بهر ته استول کیږي چی د بهرنیو(کوربه) هیوادونو مقابل نه یواځی چی دافغانستان استازیتوب په ښه توګه کوي بلکې کوربه هیوادونه او نوموړي پوهنتونونه اویاهم نوری اداری چی دوی په کښی پر دندو یا اوړو تحصیلاتو بوخت وي پزی ته تری رسیدليدي.
    څکه چی نه ددپوهې خاوندان بورسونو کښی رالیږي اونه هم دتربیه لرلو خلک چی حداقل اخلاق هم په صفر ضرب وی رالیږي یی.
    چی دا کړنه دهر وزارت لخوا که کیږی زماپه نظر دافغانستان لپاره ډیره بده تمامیږی او شوې هم ده.
    دهر ورور قوم څخه باید دی چی داخلاقو،وړتیا،پوهی، ښه کورنی تربیه لرونکی خلک بهر ولیږل شي.

  16. والله که د سر سړی چې مونږ حساب پرې کاوه چندان شی ندی، اشرف غنی دی چې دوی یی اسمان ته ورسول د یو تاجک د مقرری په بدل (نادر نادری) یی بنځه کسه نور هم د نظار بدنامی شورا ته ورکړل، که داسی مشران ولرو نو دښمن ته مو اړتیا نشته حیف زمونږ په چیغو چې ده ته مو وهلی

  17. کور مو ودان قرار صاحب چې باوجود د دې چې خپله هم د بهرنيو چارو وزارت مامور ياست او ټول مو پيژنى مګر بيا مو هم په نيغ ډول او په نره داسى حقايقو ته اشاره کړېده چې ډير پرې پوهيږى مګر د ويلو او ليکلو جرأت يې نشى کولاى.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب