یکشنبه, مې 5, 2024
Homeروغتیاد وینې پر یو څاڅکې د سرطان تشخیص

د وینې پر یو څاڅکې د سرطان تشخیص

تاند- چینايي ساینسپوهان وايي په دې بریالي شوي چې د انسان د وینې د یو څاڅکې په معاینه کولو د سرطان ناروغي تشخیص کړي.

د سرطان ناروغي تر ټولو مهمه ستونزه د هغې د تشخیص ده. که سرطان په پیل کې معلوم شي، درملنه یې ګرانه نه ده.

د دې لپاره چې سرطان په لومړنیو پړاوونو کې ځانګړې نښه نه لري، تشخیص یې سخته دی خو کله چې یې په ناروغ کې ریښې وځغلولې، پېژندل کېدای شي خو دا وخت یې درملنه ګرانه وي.

د چین د چینګ هوا پوهنتون څېړونکي وايي، یوه وسیله یې جوړه کړې چې په وسیله یې په وینه کې د سرطان ناروغي په اسانه تشخیص کېدای شي.

 تر دې پخوا هم د وینې د معاینې له لارې د سرطان ناروغي د تشخیص په برخه کې کار شوی او ښې نتیجې یې لاس ته راغلي خو د چینايي څېړونکو په کار کې توپیر دا دی چې وايي د سرطان د شتخیص لپاره ورته د وینې یو څاڅکی کافي دی.

په نړۍ کې نژدې ۹۰ ملیونه انسانان په راز راز سرطانونو اخته دي او هر کال ۱۴ ملیونه پرې زیاتېږي.

د سرطان په ناروغۍ د کال څه باندې ۸ ملیونه انسانان مري.

چین په ۲۰۱۵ م کال اعلان وکړ چې په دغه هیواد کې ۴ ملیونه او ۲۸۰ زره تنه په سرطان ناروغي اخته دي چې د هغو له منځه هر کال ۲ ملیونه او ۸ لکه مړه کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب