یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeجنرال وزیريدا ملت نه شئ خطا ایستلی| جنرال دولت وزیري

دا ملت نه شئ خطا ایستلی| جنرال دولت وزیري

نږدې نیمه پېړۍ مخکې کله چې موږ د سپین غره د لمنو د وزیرو په یوه کلي کې اوسېدلو. د ژمي له خوا به هوا ډېره سړه وه، واورې او بارانونه به وو. اوس د پخوا په څیر هغه ساړه نه شته، لکه د هغه وخت.

هغه وخت خو واوره په بهانه وه. پر سپینو غرو چې به وريځ را خوره شوه نو زموږ پر سیمه به حتما واوره اوريدله.

په ژمي کې به د ژمي میلې وي. په هوجرو کې به کیسې، رباب او منګی، سپین ږیرک، ښکار او نورې مېلې وې.

ټولې مېلې يې په زړه پورې وې، خو ښکار يې ډیر په زړه پورې و. کله به چې ټوله سیمه غر، دښتې او سمه به په سپینو واورو وپوښل شوه. د کلي خلک به ډلې ډلې د ښکار له پاره دښتو او د غره لمنو ته روان شول. د زرکو، سیسیو او سویو ښکار به يې کولو. برکتي واورې وې څوک به بې له ښکاره نا امیده کور ته نه راتلل. حتمي به يې لږ یا ډیر د ماښام له پاره د ښکار له غوښو ښوروا برابروله. په هر څه کې برکت و. هغه وخت د خلکو په منځ کې بېباوري هم نه وه، کشرانو د مشرانو احترام کاوه او مشرانو پر کشرانو زړه سوی کاوه.

د ښکار پر موقع کله به چې ښکاریانو زرکې، سیسۍ او یا سويې وموندلې، دوی به يې له یوه ځایه بل ځای ته والوزولې، سیمه به ټوله په واورو پوښلی وه. هره خوا به تکه سپینه وه.

د زرکو، سیسیو او یا سویو سترګې به واورو کې سپینې شوې نور به يې کوم ځای نه شو سیخ کولای. دوی به په واورو کې کښېناستې او د دې له پاره البته د دوی په فکر چې ښکاریان يې ونه ګوري، خپل سرونه به يې په واورو کې د ننه کړل او شا به يې بیرون وه. ښکاریان به ورغلل، په ډیره اسانه توګه به يې ونیولې. ښايي دوی دا کار د دې لپاره کوي چې فکر کوي انسانان ډېر ساده ګان دي او په اسانۍ خطا کېږي.

د افغانستان حالات اوس د فساد او رشوت له پلوه همغه زموږ د نیمې پیړۍ ښکار ته ورته دي.

هغه څوک چې په فساد، رشوت، خیانت او درغلۍ اخته دي، دوی په واورو کې د زرکو، سیسیو او سویو په څېر فکر کوي چې خلک نه دوی ګوري او نه يې ویني.

خو د دوی دنګ بلډنګونه، یو دم له عشرت او عیاشۍ ډک ژوند هرڅه بیانوي، ګڼ کسان په دوی ملیونران شول، حال دا چې کلونه مخکې یوې مړۍ ډوډۍ ته حیران وو.

دوی فکر کوي چې ټول خلک ړانده او کاڼه دي. خو ټول پاک او سپیڅلی افغانان دوی ګوري او پیژني، یوازې ښو ښکاریانو ته اړتیا ده چې ور شي او په ډیره زړورتیا يې راونیسي او د عدالت منګولو ته يې وسپاري.

دا ملت چې هرڅه ویني او په پټه خوله یې زغمي، اخر به یې د صبر کاسه نسکوره کېږي او د دې ټولنیزې بېعدالتۍ په وړاندې به د عدالت غږ پورته کوي.

دا رشوتخوران او د خلکو تیرایستونکي کسان ډیر بې وزلي دي، زرکې، سیسۍ او سويې به سړو وهلې وي، خو دوی تاریخ وهلي دي. یوازې یو کلک هوډ، يوې منډې او په هیواد مئین ښکاریانو ته اړتیا ده، چې جرئت وکړي او د هیواد په خاطر يې لاسونه ور لنډ کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب