یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهطالبانو ویلې چې له افغان حکومت سره د ښه نیت له کبله...

طالبانو ویلې چې له افغان حکومت سره د ښه نیت له کبله ټول افغان زندانیان ازادوي

تاند(پنجشنبه، د اسد ۹) په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین اعلان کړی، او ویلي یې دي چې د اختر په مناسبت او د ښه نیت ښودلو په موخه به تر اختر پورې پاتې ټول حکومتي زندانیان خوشي کړي.

چې د هوکړې مطابق به یې شمیر زرو تنو ته ورسیږي.

شاهین له افغان حکومت هم د ورته  عمل غوښتنه کړې او ویلي چې د هوکړې مطابق باید د ۵۰۰۰ طالب بندیانو د آزادۍ پروسه هم بشپړه شي.

طالبان که څه هم دبین الافغاني خبرو لپاره دخپلو پاتې ۶۰۰ زندانیانو پر خوشې کیدو ټینګار کوي، خو افغان دولت لا هم اماده نه دی، ترڅو پاتې طالب زندانیان ازاد کړي.

افغان حکومت ادعا کوي چې یادو زندانیانو بیلابیل جنایي جرمونه ترسره کړي نو ځکه یې نه ازادوي.

بل خوا تازه ددواړو لوریو ترمنځ د لوی اختر په مناسبت مشروط اوربند یو ځل بیا سولې ته د خلکو هیلې را ژوندۍ کړي.

طالبانو تیره ورځ د یوې اعلاميې په خپرولو سره د لوی اختر په مناسبت د اوربند اعلان وکړ، چې  دغه عمل یې د افغان دولت او د زیاتو بهرنیانو له تود هرکلي سره مخ شو.

دا د ولسمشر غني د واکمنۍ پر مهال دریم اوربند دی چې ددواړو لوریو ترمنځ ترسره کیږي.

یو شمیر خلک په دې باور دي چې ددواړو خواوو ترمنځ د سولې لپاره شین څراغ لګیدلی او ښایي د بین الافغاني خبرو وروسته طالبان او افغان دولت یو توافق ته ورسیږي.

خو د۶۰۰ طالب بندیانو پر نه خوشې کیدو ددولت ټینګار هغه څه دي، چې لاهم د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د بین الافغاني خبرو په وړاندې یې لوی خنډ رامنځ ته کړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب