یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهلغمان کې د چاودنې له امله لسو تنو ته مرګ ژوبله واوښته

لغمان کې د چاودنې له امله لسو تنو ته مرګ ژوبله واوښته

تاند(چهارشنبه،د اسد ۸) نن ماښام شاوخوا اته بجې د لغمان ولایت مرکز اړوند سلطان غازي بابا ښار ګوټي کې چاودنه شوې ده.

د پیښې په اړه سیمه کې یو تن عیني شاهد وویل ماسختن مهال شاوخوا اته بجې  سلطان غازي بابا ښارګوټی ښاروالۍ هوتل ته مخامخ چاودنه شوې چې تر اوسه پورې یې د مرګ ژبلې معلومات نشته.

یو تن بل عینی شاهد بیا وایي په چاودنه کې یو ماشوم وژل شوي او د یوماشوم په ګډون شپږ تنه ټپیان دي.

بل خوا د لغمان د والي ویاند اسد الله دولتزي په تازه څرګندونو کې وویل چې په نوموړي سیمه کې موټرسایکل بم چاودنه کړي ده چې پکې اوه تنه ټپیان شوي په ټپیانو کې دوه ماشومان هم شامل دي.

له پیښې څو شیبې وروسته اسدالله دولتزي په بل غږیز پیغام کې تاند ته وویل، چې د دغه پیښې لس تنه ټپیان روغتون ته انتقال شوې دي چې یو تن د سختو ټپونو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی.

نوموړی وایي، په ټپیانو کې دوه تنه ماشومان هم شامل دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب