شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهخلیلزاد د سولې پر پروسې د خبرو لپاره کابل ته راغی

خلیلزاد د سولې پر پروسې د خبرو لپاره کابل ته راغی

تاند(چهارشنبه، د اسد۷) د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد نن کابل ته راغی چې له افغان مشرانو سره د سولې پر پروسې خبرې وکړي.

خلیلزاد په داسې حال کې کابل ته راغلی چې هم د افغانستان حکومت او هم طالبانو د اختر په شپو ورځو کې اوربند اعلان کړی دی.

امریکا او نړیوالې ټولنې د ښکېلو افغان خواوو د اوربند د اعلان هرکلی کړی دی او هیله یې څرګنده کړې چې ژر به افغانان په خپل منځ کې خبرې پیل کړي.

پرون ولسمشر غني وویل چې د ۵ زره طالب بندیانو د خلاصون د بهیر له بشپړېدو وروسته به په یوه اوونۍ کې د سولې خبرې پیل شی.

https://taand.net/%d8%a7%d9%85%d8%b1%db%8c%da%a9%d8%a7%d9%8a%d9%8a-%da%86%d8%a7%d8%b1%d9%88%d8%a7%da%a9%d9%88-%d8%af%d8%a7%d9%81%d8%ba%d8%a7%d9%86-%da%81%d9%88%d8%a7%da%a9%d9%88%d9%86%d9%88-%d8%af-%d8%b3%d8%aa%d8%a7/

خلیلزاد د جمعې په ورځ د قطر، پاکستان، بلغاریا او افغانستان په نیت له واشنګټن څخه وخوځېد.

د ده د دې سفر په اړه دامریکا د بهرنیو چارو وزارت وویل، زلمی خلیلزاد به په دوحه او کابل کې د افغانانو د خپلمنځي مذاکرو په درشل کې د پاتې ستونزو د حل هڅه وکړي، په ځانګړي ډول د بندیانو نهايي تبادلې او د تاوتریخوالي کمول.

د افغانستان د سولې لپاره د واشنګټن ځانګړی استازی به په پاکستان کې د افغانانو خپلمنځي مذاکرو د پرمختګ لپاره د دغه هېواد د ملاتړ جلبولو هڅه وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب