شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهپه ترکیه کې د مهاجرو کښتۍ د ډوبیدو له امله د مړو...

په ترکیه کې د مهاجرو کښتۍ د ډوبیدو له امله د مړو شمیر ۶۱ تنو ته لوړ شوی دی

تاند(چهارشنبه، د اسد ۸) د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې په ترکیه کې د مهاجرو کښتۍ ډوبیدو د قربانیانو شمیر ۶۱ تنو ته رسیدلی.

د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ګران هیواد د چهارشنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې د ترکیې د وان په اوبو کې د مهاجرو کښتۍ د ډوبیدو وروستي توضیحات وايي چې تر دې دمه ۶۱ جسدونه له سمندر څخه موندل شوي دي.

هغه وایي، له دوی څخه ۳۴ تنه افغانان وو.

نوموړي زیاته کړه چې په انقره کې د افغانستان سفارت هڅه کوي چې د پیښې له ورځې راهیسې مړي افغانستان ته وسپاري او تر دې دمه یې ۱۷ جسدونه هیواد ته انتقال شوي دي.

هیواد یادونه وکړه چې د کورنیو په غوښتنه، پنځه جسدونه د ترکیې په وان ښار کې ښخ شوي وو.

د هغه په ​​وینا، هغه شپږ جسدونه چې د لنډ مهال لپاره د وان په ښار کې ښخ شوي وو د کورنیو په غوښتنه کور ته راوړل شوي او د نورو شپږو جسدونو سره به تر سبا ورځې کابل ته ولیږدول شي.

د یادونې وړ ده چې دا کښتۍ یوه میاشت دمخه په وان جهیل  کې هغه مهال ډوبه شوه کله چې له ایران څخه ترکیې ته د مهاجرو د لیږدولو په هڅه کې وه.

ویل کیږي په دغه کښتۍ کې د افغانستان ، ایران او پاکستان کډوال وه ټول ډوب شوي دي.

د راپورونو له مخې کښتۍ کې کابو له ۶۰ څخه تر ۷۰ کډوال سپاره وه چې ټول یې ډوب کړل.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب