شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهد کندهار-ارغستان تر منځ غځېدلی سړک د تراکتور په وسیله اړول شوی

د کندهار-ارغستان تر منځ غځېدلی سړک د تراکتور په وسیله اړول شوی

تاند (چهارشنبه، د اسد ۸) د کندهار- ارغستان ولسوالۍ تر منځ غځیدلی سړک د تراکتور په وسیله اړول شوی دی.

د کندهار والي حیات الله حیات په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي وسله والو طالبانو د کندهار-ارغستان ولسوالۍ تر منځ غځیدلی عمومي قیر سړک د تراکتور په وسیله اړولی او تخریب کړی دی.

نوموړی وايي طالبانو دغه کړنه ددې لپاره تر سره کړې چې ناروغان او تازه پخې شوې میوې په خپل وخت تر ښاره ونه رسیږي.

ښاغلي حیات دغه راز زیاته کړې حکومت هڅه کوي خلکو ته په ښار او ولسوالیو کې د ښه او ارام ژوند کولو زمینه برابره کړي خو په خبره یې طالبان نه غواړي ولسونه ارام ژوند ولري.

حیات الله حیات وايي حکومت عامه ځایونه جوړوي مګر طالبان یې بېرته د ویجاړولو په لټه کې دي چې ښه بېلګه یې د کندهار-ارغستان سرک دی.

د کندهار د والي په خبره طالبانو نه یواځې همدا یو سړک اړولی بلکې د همدې لارې په اوږدو کې یې ګڼ شمېر پلچکونه هم په بمونو الوزولي دي.

باید وویل شي چې طالبانو تر دې وړاندې د پکتیکا او غزني تر منځ غځېدلی سړک هم په بلدوزر اړولی وو.

1 COMMENT

  1. طالیبان یوه ولس دشمنه وطن دشمنه مزدوره وخشی شبکه ده چه د ولس د پریشانی
    سرګردانی وژنی بربادی او تباهی لپاره د پنجاب په هدایت یی جنایاتو ته لاس اچولی دی۰
    هو دا جنایات یی په تاریخ کښی درج او تور مخ به وی۰
    لعنت دی وی د هر خایین او وطن دشمنه خلقو پر مخ
    مننه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب