شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهافغان سیکان وايي ولسمشرغني ورسره هېڅ ژمنه عملي نه کړه

افغان سیکان وايي ولسمشرغني ورسره هېڅ ژمنه عملي نه کړه

تاند( چهارشنبه، د اسد۸) افغانستان کې مېشت اهل هنود اوسیکان وایي، چې دې هېواد نه له وتلو پرته بله هېڅ چاره نه لري.

دوی وایي، چې ولسمشرمحمد اشرف غني ورسره ډیرې ژمنې وکړې خو د دوی په خبره یوه یې هم عملي نه کړه.

سیکان زیاتوي، چې د ولسمشر له ژمنو یوه دا هم وه ، چې د زورواکو له منګولو به د دوی غصب شوي جایدادونه ژغوري او خوندیتوب ته به یې ځانګړی پام کوي خو وایي ولسمشر هېڅ هم ونه کړل.

دوی وایي لا هم  ترټولو بد امنیتي وضعیت کې قرار لري او زیاتوي پرته له دې، چې له هېواده ووځي بله لاره نلري.

https://taand.net/%d9%87%d9%86%d8%af%d9%88%d8%b3%d8%aa%d8%a7%d9%86-%d9%bc%d8%a7%db%8c%d9%85%d8%b2%d8%a7%d9%81%d8%ba%d8%a7%d9%86%d8%b3%d8%aa%d8%a7%d9%86-%d9%86%d9%87-%d8%af%d8%b3%db%8c%da%a9%d8%a7%d9%86%d9%88-%d9%88/

افغان سیکان وایي هېواد ورته سور اور ګرځېدلی دی او غوره ګڼي، چې له افغانستانه ووځي.
د یادونې ده چې په کابل کې د هند سفارت ویلي هېواد یې د هغو افغان سیکانو منلو ته چمتو دی، چې دغه هېواد ته د ورتګ لیوالتیا لري.

https://taand.net/%d9%87%d9%86%d8%af-%d9%87%db%90%d9%88%d8%a7%d8%af-%d8%aa%d9%87-%d8%af-%d8%a7%d9%81%d8%ba%d8%a7%d9%86-%d8%b3%d9%8a%da%a9%d8%a7%d9%86%d9%88-%d8%a7%d8%aa%d9%85%d9%87-%da%89%d9%84%d9%87-%d9%87%d9%85/

څو ورځې وړاندې هم د سیکانو ۱۱ کسیزه ډلګۍ له افغانستان نه ووتله او د هند ډهلي ته لاړل.

1 COMMENT

  1. مخترمو سیکهه او اهل هنود سردارانو د قدر وړ یاست۰ تاسی واقعی خلک یاست تول عمر مو د خپل تجارت پواسطه د افغانستان ولس ته خدمت کړی۰تاسی ته اخترام۰
    د اشرف غنی خبری د کاغذ پر مخ دی ښه مثال یی د ننګرهار د ولس خطا ایستل دی۰
    خوش چانس یاست چه د هند هیواد درواذی مو پرمخ خلاصی دی۰
    خوشخال اوسی هر چیری چه یاست۰
    مننه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب