جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهننګرهارکې دملي امنیت ځواکونو۱۰ تنه د ترهګریزو بریدونو په تورنیولي

ننګرهارکې دملي امنیت ځواکونو۱۰ تنه د ترهګریزو بریدونو په تورنیولي

تاند ( چهارشنبه، د اسد ۸) د ننګرهار ولایت امنیتي مسولان وایي، چې د ملي امنیت ځواکونو د دې ولایت په بېلابېلو سیمو کې لس تنه د ځانمرګو واسکټونو، او نورو ترهګریزو بریدونو په تور نیولي دي.

د دې ولایت سرپرست والي تمیم عارف مومند نن د یوه خبري کنفرانس پرمهال وویل، چې یادو کسانو غوښتل د لوی اختر په شپو او ورځو کې د ننګرهار په بیلابیلو سیمو کې ترهګریز بریدونه ترسره کړي خو وایي، امنیتي ځواکونو یې مخنیوی وکړ.

نوموړی وایي له نیول شویو کسانو سره یې ځانمرګي واسکټونه، ماینونه او ګڼ شمیرنورې وسلې هم نیولي دي.

د دې ولایت امنیتي چارواکي د اختر په شپو او ورځو کې په دې ولایت کې دکلکو امنیتي تدابیرو خبر هم ورکوي.

د ننګرهار امنیتي چارواکي داسې مهال دخپلو لاسته راوړنو په اړه کنفرانس ورکوي، چې وسله والو طالبانو هم د اختر په شپو او ورځو کې د اوربند اعلان کړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...