شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهپکتیاوالو له پاکستان څخه وغوښتل چې د یو ښه ګاونډي په څېر...

پکتیاوالو له پاکستان څخه وغوښتل چې د یو ښه ګاونډي په څېر له افغانستان سره اړیکې وپالي

تاند (چهارشنبه، د اسد ۸) د پکتیا ولایت سلګونه ځوانانو، مشرانو او عامه خلکو په ډیورنډ کرښه د دروازو جوړولو او د پاکستان له لوري د افغانستان په خاوره د توغندیزو بریدونو په غبرګون کې لاریون وکړ.

لاریون کوونکي وايي د پاکستان له لوري په ډیورنډ کرښه د اغزن سیم لګول او د پاکستان له لوري وخت ناوخت د افغانستان په یو شمېر سیمو توغندیز بریدونه ورته د منلو وړ نه دی.

دوی د پاکستان له لوري تر سره شوې کړنې وغندلې او د افغانستان له حکومت څخه یې وغوښتل چې د داسې کارونو په وړاندې چپ پاتې نشي او مخه یې ونیسي.

د لاریون ګډونوال وايي تر هغه چې پاکستان دغه ډول کړنې تر سره کوي او د ترهګرو له روزنې لاس وانخلي دوی به خپلو لاریونونو ته دوام ورکړي.

دوی دغه راز د افغانستان حکومت او طالبانو تر منځ د اعلان شوي درې ورځني اوربند هرکلی وکړ او له طالبانو یې د اوږد مهالي اوربند غوښتنه وکړه.

لاریون کوونکو وویل طالبانو چې کومه هوکړه له امریکا سره لاسلیک کړې باید له افغان حکومت سره هم ورته توافق لاسلیک او پاتې خبرې د سولې له لارې حل کړي.

په هېواد کې دا ډول لاریونونه د پاکستان د وروستیو بریدونو په غبرګون کې کېږي او له پاکستان څخه غواړي څو په افغان خاوره کې خپلې تخریبي کړنې پای ته ورسوي او د یو ښه ګاونډي په څېر له افغانستان سره اړیکې وپالي.

1 COMMENT

  1. د لویی پکتیا غیور وطنوالو اول سلامو علیکم راتلونکی لوی اختر مو مبارک شه۰ دا به ووایم چه د پاکستان د استخباراتی اداری څخه د ښه ګاونډی توب هیله به خوب او خیال وی۰ د دشمن نه د نیکی هیله اشتباه ده هوشیار اوسی او اتفاق مه پریږدی۰هم متاسفانه مونږ په وطن کښی یو واقعی او خدمت ګار حکومت نه لرو۰
    مننه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب