جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهباجوړکې ۴ پاکستاني پوځيانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

باجوړکې ۴ پاکستاني پوځيانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

تاند ( چهارشنبه، د اسد ۸) د خیبرپښتونخوا په باجوړایجنسۍ  کې د یوه برید پرمهال دوه پاکستاني پوځیان وژل شوي دي.

ځايي پولیس وایي، چې په دې پېښه کې دوه نورسخت ټپیان شوي هم دي.

د ځایي پولیسو مشر زیاتوي برید هغه مهال شوی، چې پوځیان په یاده سیمه کې په ګزمه بوخت وو او په خبره يې پېښه د ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه رامنځته شوې ده.

پولیسو د پېښې په تړاو زیات جزیات نه دي ورکړي خو وایي، چې په اړه یې څېړنې روانې دي.

د ترسره شوي برید پړه هم تر اوسه کومې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې.

د یادونې ده، چې د پاکستان په یادو سیمو کې د پاکستاني طالبانو تحریک هم فعالیت کوي او وخت ناوخت د ورته پېښو مسوولیت پر غاړه اخلي.

تېره ورځ هم د ګلګت بلتستان په چیلاس سیمه کې د یوې نښتې پر مهال لس پاکستاني پوځیانو ته مرګژوبله اوښتې وه.

د چیلاس د ځايي پولیسو د مشر په خبره په یاده پېښه کې هم ۵ پولیس وژل شوي او ۵ نور ټپيان وو.

1 COMMENT

  1. دغسي ښايسته خبرونه خپروئ… نور دا کندوز او لغمان او کندهار پرېږدئ چي هره ورځ وایاست دلته مړه شول او دلته ژوبل شول…

    ها خوا راټينګوئ…. بلوڅان او پښتانه مجاهدين هلته تشویقوئ…ږ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...